هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

ډونالډ ټرمپ افغان ولسمشر ته ویلي، د سرتیرو په زیاتیدو به غور وکړي

دا خبره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغان ولسمشر اشرف غني په هغو ټیلفوني خبرو کې کړی چې د ډیسمبر په میاشت کې چې لا ډونالډ ټرمپ رسما د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ نه وه اشغال کړې ، د واړو لورو ترمنځ شوې وې.

د امریکا د فاکس نیوز ټلویزوني شبکې ویلي چې یو لوړ پوړي افغان چارواکي ورته چې ددې ټیلفوني خبرو له جزییاتو خبر و، دا معلومات ورکړي دي.

فاکس نیوز د افغان چارواکو له خولې وايي، چې په ډیسمبر کې د ډونالډ ټرمپ او اشرف غني ترمنځ خبرو کې د افغانستان په خرابیدونکي امنیتي وضیعت او د پاکستان سره په اړیکو خبرې وشوې، او امریکايي ولسمشر وپوښتل چې ایا افغان چارواکي د نورو امریکايي سرتیرو د موجودیت غوښتونکي دي؟

فاکس نیوز په افغان حکومت کې د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی یاد شوی وايي” ډونالډ ټرمپ چې هغه مهال منتخب ولسمشر و وویل، دا به یقیناً د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي، او د نورو امریکايي سرتیرو د وراستولو پر غوښتنه به هم غور وکړي او وبه یې ارزوي.“

********

********

تر دې مخکې د ولسمشر اشرف غني ویاند ددې ټیلفوني خبرو په اړه ویلي وو، چې دواړو خواوو د خبرو اترو په دوام او د سخت دریځۍ پر ضد پر ګډه مبارزه خبرې وکړې.

فاکس نیوز په دې اړه راپور کې وايي، په افغانستان کې ولسمشر ټرمپ ته یو دل دل ورپاتې دی چې یا خو باید په کې د امریکا ښکیلتیا زیاته کړي، او یا دې هیواد ته شا کړي او سرتیري ترې وباسي.

یو لوړ پوړي امریکايي پوځي چارواکي دې تلویزوني شبکې ته ویلي، ددې امکان شته چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمیر په زیاتیدو غور وکړي، خو ددې پوځي چارواکي په وینا دم ګړۍ دا د نوي امریکايي ولسمشر په کاري لومړیتوبونو کې شامله خبره نه ده .

د امریکا نوي ولسمشر تر اوسه پورې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه خپل دریځ او پالیسي نه ده په ډاګه کړې.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */