مسکدزا په خپله وروستۍ نړیواله لوبه کي د زیمبابوې لوبډلي ته بریا ور په برخه کړه

لیکنه : عبدالله عادل
د افغانستان ، زیمبابوې او کوربه بنګلدېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو د درې اړخیزه لوبلړۍ د نن په لوبه کي د زیمبابوې لوبډلي په اوو ویکټو افغانستان ته ماته ورکړه.
افغانستان او زیمبابوې تر اوسه اته شل اوریزه لوبي ترسره کړي وې چي ټولي افغانستان ګټلي وې خو نن زیمبابوې د افغانستان د بریاوو دا لړۍ پرې کړه او افغانستان ته یې ماته ورکړه.
ددغه لوبي ټاس افغانستان وګټی او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه چي د افغانستان لپاره پیلیزو لوبغاړو رحمان الله ګُربر او حضرت ځاځي په ګډه افغانستان ته ښه پيل ورکړ خو وروسته نور لوبغاړي ښه ونه ځلېده چي په ټولټال شل اورونو کي افغان لوبډلي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د زیمبابوې لوبډلي ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه .
د افغانستان لپاره رحمان الله خپله لومړۍ نړیواله پنځوسیزه ترسره کړه او ټولټال یې په ۴۷ توپونو ۶۱ منډي جوړي کړې همدا ډول حضرت ځاځي ۳۰ ښې منډي جوړي کړې.
د زیمبابوې لپاره ام پوفو څلور او مټمبدزي دوه افغان لوبغاړي اوټ کړه او دواړه د زیمبابوې د توپ اچونکو تر منځ ښه ثابت سوه.
د زیمبابوې لوبډلي د هدف په لټه لوبه ډېره چټکه راپیل کړه او ټاکل سوی هدف یې د لوبي په وروستي اور کي بشپړ کړ.
د زیمبابوې لپاره لوبډلمشر مسکدزا ۷۱ چټکي منډي جوړي کړې او د همدا منډو په مټ یې خپله لوبډله بریا ته ورسول.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کي مُجیب ۲ او دولت ځدران یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د افغانستان لوبډلي د یادي ماتي سره سره بیا هم پایلوبي ته لار پیدا کړې خو د زیمبابوې لوبډلي دا سفر په همدا بریا سره پای ته ورسېد.
د یادوني وړ ده  چي افغانستان به خپله راتلونکې لوبه سبا شنبه د بنګلدېش سره ترسره کړي او وروسته به د یادي لړۍ پایلوبه هم د کوربه بنګلدېش سره د سه شنبې په ورځ ترسره کړي.