سپورټ نړیوال کرکټ

افغانستان د بنګلدېش لوبډله په خپل کور کي ماته کړه

لیکنه : عبدالله عادل

د بنګلدېش په کوربتوب د افغانستان ، زیمبابوې او بنګلدېش تر منځ د درې اړخیزه شل اوریزو لوبو د لړۍ څخه د نن لوبه د افغانستان او کوربه بنګلدېش لوبډلي تر منځ ترسره سوه چي د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده .

د لوبي ټاس افغانستان وګټی او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه د افغانستان ځوان پیلیز لوبغاړی رحمان الله چا چي تېره ورځ ۴۳ منډي جوړي کړي وې نن د انننګز په لومړي توپ وسوځېد او ورسره بل لوبغاړی حضرت ځاځی په یوه منډه وسوځېد خو د محمدنبي او اصغرافغان چټکي ملګرتیا او ښو منډو افغانستان تر ۱۶۵ منډو هدف پوري و رسوی.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کي محمدنبي د اوو شپږیزو او دریو څلوریزو په مټ په ۵۴ توپونو ۸۴ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې او ورسره اصفرافغان ۴۰ منډي جوړي کړې.

د بنګلدېش لپاره په توپ اچونه کي سیف الدین څلور ویکټي او شکیب الحسن دوې ویکټي ترلاسه کړې.

د بنګلدېش لوبډلي د هدف په لټه توپ وهنه پیل کړ چي په همدا پيل کي د مجیب الرحمان د خطرناکي توپ اچوني سره مخ سوه مُجیب په خپلو لومړیو دریو اورونو کي درې ویکټي ترلاسه کړې او ټولټال یې په څلورو اورونو کي ۱۵ منډي ورکړې او څلور لوبغاړي یې اوټ کړه د نوموړي تر څنګ راشدخان ، ګلبدین نایب او فرید ملک هر یوه ۲/۲ ویکټي ترلاسه کړې د بنګلدېش لوبډلي په وروستي اور کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډي جوړي کړې او لوبه یې د ۲۵ منډو په توپیر سره بایلول.

د بنګلدېش لپاره په توپ وهنه کي محمدالله ۴۴ تر نورو ډیري منډي جوړي کړې.

د بنګلدېش لوبډلي د درې اړخیزه سېالیو په لومړۍ لوبه کي د جمعې په ورځ زیمبابوې ته ماتي ورکړې وه او افغانستان بیا خپله لومړۍ لوبه تېره ورځ د زیمبابوې هیواد څخه په ۲۸ منډو ګټلې وه او نن يې د یادي لړۍ دوهمه لوبه له کوربه هیواد بنګلدېش څخه د ۲۵ منډو په توپير سره وګټل .

د شل اوریزو لوبو د یادي لړۍ په راتلونکې لوبه کي زیمبابوې له بنګلدېش سره لوبیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی