
ژباړه: نسیمه محمدي
ځینو کسانو ته د یوې خاصې ستونزې او ناروغۍ له امله د پرواز اجازه نه ورکول کېږي، تر څو دا ستونزه حل نشي یا ډاکټر ورته د پرواز اجازه ورکړي. هغه خلک چې مغزي سکته سره مخ شوي دي، د زړه یا رګونو پرمختللي ناروغي ولري، په توبرکلوز اخته کسان، د هېموګلوبین اندازه له ۷.۵ څخه کم وي یا امېندوارې مېرمنې چې ستونزمن حمل ولري، ښه ده چې د الوتکې له لارې سفر غوره نکري.
لارښونه کېږي چې په صرع (مرګي)، عصبي اختلاطاتو اخته کسان او د تند خوي درلودونکي باید د ملګري سره سفر وکړي، تر څو د هر ډول ستونزې سره مخ کېدو په صورت کې ورسره مرسته وکړي.
د دې تر څنګ هغه کسان چې د کولمو جراحي یې تر سره کړي وي یو تر دوه اونیو پورې او د کولوسکوپي یا لاپاروسکوپي شوي دي، تر ۲۴ ساعتونو پورې له هوايي سفر څخه ډډه وکړي. هغه مېرمنې چې د اومېندوارۍ لومړي ترایمستر ( لومړۍ درې میاشتې) تېروي، په سفر باید ډېر ټینګار ونکړي.
هغه کسان چې د هوایي سفر تجربه لري، لیدلي یې دي چې د الوتکې د پورته کېدو څخه مخکې هغوی ته خواږه یا جوس ورکول کېږي او لارښونه ورته کېږي چې د پرواز په وخت کې له هغې څخه ګټه واخلي. آیا کوم ځانګړې لامل لري؟
دلیل یې دا دی، چې کله الوتکه له ځمکې څخه پورته کېږي د فشار اختلاف رامنځته کېږي، چې د شېیوراستاش په فعالیت کې د اختلال سبب ګرځي. کله چې تاسې خواږه خورئ او د خولې اوبه تېروئ، د شيپوراستاشونو د خلاصېدو لامل ګرځي چې په پایله کې دواړو خواوو ته د غوږونو د پردو د تعادل لامل ګرځي. که چېرې دا کړنه ترسره نشي ممکن غوږونه دا فشار ونه شي زغملای او په کمو مواردو کې د غوږ د پردو د څيرې کېدو سبب شي یا شاید د غوږ درد درته پیدا شي.
ډېری کسان دې ته لومړيتوب ورکوي چې د خوږې پر ځای ژاولې وژوي مګر د ژاولې په ژولو کې د خولې اوبه نه تېروو نو د ژاولې ژول د خوږې په پرتله تاثير نه لري.
نوي زېږېدلي ماشومان څه وخت سفر کولی شي؟ آیا د خطر امکان ورته وي؟
د روغتیا پالانو له نظره له ۷ ورځو څخه وروسته د ماشومانو لپاره کومه ستونزه شتون نه لري خو، ځينې روغتیا پالان د دوه تر درې میاشتو پورې د منع سپارښتنه کوي ځکه نوي زېږدلي کوچنیان شته فشار نه شي زغملې او د غوږونو د پردې د څيرې کېدو سبب کېږي، همدارنګه سپارښتنه کېږي د پرواز په حالت کې ماشوم د مور شېدو رودلو ته وهڅول شي تر څو احتمالي خطر حد اقل ته ورسېږي.