ټارالېن؛ ډېر وزن لرونکې موډله

ژباړه: عایشه حیدري

دا ښکاره خبره ده چې ټول موډلان، خصوصاً ښځینه موډلانې باید ډنګرې وي او لږ وزن ولري، د نړۍ په هرې برخې کې چې د یوه اعلان او یا هم نندارې لپاره یوه موډله ټاکل کېږي، نو د ټاکلو لومړنی شرط یې د وزن کموالي او یا په عامه اصطلاح ډنګروالي دی، خو ځینې داسې موډلې مېرمنې هم شته چې د هغوی لپاره د کم وزن شرط له پامه غورځول شوی او د ډېر وزن سره سره یې په ځینو مشهورو اعلانونو کې برخه اخیستې او په موډلینګ کې نن سبا ډېرې مشهورې شوې دي.

په دې لیکنه کې غواړو د داسې یوې چاغې امریکایي موډلې (American plus-size model) په اړه او دا چې څنګه یې له ډېر وزن لرلو سره سره په مشهورو اعلانونو کې برخه واخیسته مالومات درکړو.
راځئ ملتیا مو وکړئ!

لکه څنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه ماډلینګ او کم وزن لرل سره تړلي دي او د ماډلینګ ټکي په اورېدلو ارومرو د خلکو ذهن ته نری وجود او کم وزن ورځي، دا ځکه چې ښځینه موډلانې د همدې ځانګړنې درلودلو سره مشهوره شوي او هرې نامتو کمپنۍ د خپلو محصولاتو د اعلانونو لپاره کم وزن لرونکې مېرمنې ټاکلې دي، خو دا باید هېره نه کړو چې په هر کار کې استثناوې هم شته، د ماډلینګ په برخه کې هم استثناوې شته او ټارالېن Tara Lynn د همدغو استثناوو له ډلې یوه ده.

ټارالېن په ۱۹۸۲م د جولای په ۲۶مه د امریکې د متحده ایالتونو د کلېفورنیا ایالت په سانفرانسسکو کې زېږېدلې او اوس مهال ۳۸ کاله عمر لري، نوموړې د ماډلینګ په برخه کې یو پېژندل شوی نوم دی چې ډېره ښکلې او زړه راښکونکې څېره لري، ټارالېن له ۱۶ کلنۍ څخه موډلینګ ته مخه کړې ده خو دا چې وزن یې ډېر وو، هغې فکر کاوه چې په موډلینګ کې به پرمختګ ونه کړي، خو د نه ستړي کېدونکو هڅو په پایله کې هغه د امریکې په یوې لوړې بیې لرونکې موډلې بدله شوه.
د
ټارالېن قد ۱۷۵ سانتي مټره او وزن یې شاوخوا سل کیلو دی او د نورو موډلانو په پرتله چاغه ده خو دا چې ښکلې څېره او په موډلینګ کې ډېر مهارت لري نو ځکه ‌یې د امریکې په لسو غوره ښځينه موډلانو کې ځان ته ځای جوړ کړی دی.

داسې ښکاري چې ټارا له خپل ډېر زون څخه خوښه نه ده او د همدې لپاره هڅه کوي چې خپل وزن کم کړي او په دې وروستیو کې یې د وزن د کمولو اراده لري، له همدې کبله یې په خپلو خوړو کې بدلون راوستی او د خوړو رژیم یې پیل کړی دی، خو بیا هم هغه نه غواړي چې د نورو موډلانو په څېر ډنګره شي او قلمي اندام ولري.

ټارالېن وایي غواړي چې فلمغاړې شي او د فلمونو نړۍ ورشي، نوموړې ته لا له وړاندې په دې برخه کې ډېر وړاندیزونه هم شوي دي او د فلم جوړونې ډېرو مشهورو کمپنیو ور ته په خپلو فلمونو کې د لوبېدو وړاندیزونه کړي دي.

که څه هم ټارالېن یوه چاغه موډله ده خو هغه په دې توانېدلې چې د ډېرو لوړو کمپنيو په سوداګريزو اعلانونو کې ولوبیږي او د امریکې په ډېرو معتبرو لکه ووګ Vogue او اېل Ell د مجلو پر مخې یې انځورونه او سوداګریز اعلانونه خپاره شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.