ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې د ماشوم نړۍ ژوند بڼه کورنی ژوند

د ماشوم د وړتیا او پیاوړتیا لپاره به لاس په کار شو !

د ځینو ماشومانو استعدادونو وده نه کول:

زموږ ټولنه کې داسې ډېر ماشومان شته چې استعداد یې وده نه کوي او دا هم خپل دلیلونه لري.

کله چې ماشوم پیدا کیږي له هماغه اول نه ورته سمه پاملرنه نه کیږي. له زیږون څخه وروسته باید ماشوم ښه وروزل شي.

ټوله وایي ماشوم لویول لکه یو ښار ابادول دي نو همدې لپاره ماشوم روزل اسانه کار ندی زحمت او هڅه غواړي، تل باید خپل د ماشومانو ملاتړ وکړو او ښې لاري ته یې وهڅوو.

کله چې ماشوم پیدا کیږي تر څو چې لوییږي خپل پړاوونه لري چې په دې پړاوونو موږ نه یو خبر او په سم ډول لاسرسی نه ورته کیږي، په هر پړاو کې باید ماشوم ته هر څه ور زده کړو او ښه روزنه ورته ورکړو.

ډېرې کورنۍ شته چې د ماشوم عاطفي برخې ته پاملرنه نه کوي، بې میني وي، ماشوم څخه هم د لویانو کار اخلي، خو ماشومان داسې ندي، هغه مینې ته اړتیا لري، همدا مینه ده چې استعداد یې لوړوي.

ماشوم خپلې ځانګړې زده کړي لري، باید هماغه زده کړي په خپل وخت ورکول شي، ترڅو ددوی مهارت لوړ شي، موږ هم خپله باید د ماشوم د استعداد په هکله مطالعه ولرو او خپلو ماشومانو ته منظم درسي پروګرام جوړ کړو ترڅو دوی ته ښه ګټور تمام شي.

موږ ټوله باید د ماشوم خبرو ته سم غوږ ونیسو، ورته درناوی ولرو او هیڅ چلند په مقابل کې یې ونه رټو، ډېره حوصله ورته وکړو.

تل ماشوم وننګوو ترڅو لا نوره هڅه هم وکړي، او باید چې ددوی مسولیتونه موږ سرته ونه رسوو، پرېږده چې دوی یې خپله ترسره کړي ترڅو راتلونکې کې مسولیت منونکي اوسي.

د ماشوم هر چلند، سلوک، استعداد او لېوالیتا باید په سم ډول وپېژنو، ترڅو خپل ماشوم ښه درک کړو او مرسته ورسره وکړو چې بلاخره نوره هم ښه شي.

که زموږ دې هڅو ښه پایله نه درلوده او ومو نشو کولای چې استعداد یې وده وکړي، نو د تشخیص لپاره باید ارواه پوه ته یې ورولو ترڅو د ماشوم په ستونزه ښه پوه شي او د حل لاره یې موږ ته را په ګوته کړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ