مارچ 4, 2021

د هلمند کريکټ امريت د ۱۶ کلنو او ۱۹ کلنو لوبډلې جوړوي

خبريال: مدثر دعوت
د هلمند کريکټ امريت غواړي د تنکيو ځوانانو لوبډلې جوړي کړي.
د هلمند د کريکټ اکاډمۍ روزونکی عبدالرحمان ناصري د ياران سره په مرکه کې وويل چې تېره اونۍ يې د ۹۰ په شاوخوا کې د ۱۶ کلنو ځوانانو څخه ټرايل واخيستی چې د هغوی له ډلې څخه يې ۵۶ لوبغاړي انتخاب کړيدي.

ناصري وايي په راتلونکې اونۍ کې غواړي د ۱۹ کلنو څخه هم ازموينه واخلي ترڅو وړ کسان پکښې وټاکي.
دده په خبره غواړي د ۱۶ کلنو او ۱۹ کلنو تنکيو څخه دوې دوې لوبډلې جوړې کړي او بيا ورسره د انټرکلب سياليو د غوره لوبغاړو او اکاډمۍ د لوبغاړو سره ګډ ټورنمينټ په ۲ ګروپونو کې ورته په لاره واچوي.

ناصري وايي ددې ټورنمينټ څخه يې موخه داده چې ډېر وړ کريکټران ولټوي هغه که ولايتي وي، ياهم ۱۹ کلن او شپاړلس کلن،چې وروسته به په کندهار کې ورته ۳ ورځنۍ او څلور ورځنۍ لوبې برابرې کړي ترڅو د کريکټ بورډ د راتلونکې کال د پلان لپاره يې جوړ کړو.
ښاغلی ناصري وايي د هلمند کريکټ لوبډله ځوانو لوبغاړو ته اړتيا لري،ددې لپاره چې اوسنۍ لوبډله دوامداره قوي پاته سي نو مجبور يوو چې نوې ځوانان ورته وروزو او د هر اړخه يې اماده کړو.

هلمند کې څو ورځې وړاندې انټرکلب سيالۍ پايته ورسېدې چې عبدالقدير عزيزي لوبډله اتله سوه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ