فبروري 26, 2021

پاکستان او د ترافیکي پېښو بحران؛ د مخنیوي لپاره یې څه کوي؟

ژباړه: بشر دروېش
ترافیکي پېښې ډېرو هېوادونو او له هغې ډلې له زیاتو بحرانونو سره د لاس و ګرېوان پاکستان لپاره یو لوی سرخوږی ګرځیدلی.
د پاکستان د ترانسپورت وزارت دا ځل د اسیا د پراختیایي بانک او انګلستان په مرسته پر یوې ستراتیژۍ کار کوي، چې ورسره له دغه بحرانه ځان خلاص کړي.
په کال کې ۶ میلیارده تاوان
د پاکستان حکومت په رسمي څېړنو کې موندلې، چې ترافیکي پېښې هرکال دغه هېواد ته ۶ میلیارده ډالره تاوان رسوي.
شپږ میلیارده ډالره د پاکستان د اقتصاد او ناخالصه ملي تولیداتو درې سلنه کیږي.
په هرو ۵ دقیقو کې یو قرباني
د رسمي شمېرو له مخې په پاکستان کې د هرو ۵ دقیقو پر وخت د ترافیکي پېښو له کبله یو تن وژل کیږي.
کارپوهان ترافیکي قوانینو ته د خلکو نه پاملرنه، د موټرچلوونې د جوازونو په ورکړه کې فساد او هم د اړوندو قوانینو په تطبیق کې د مسولو ادارو ناغیړي د دغه وضعیت لاملونه ګڼي.
یوازې پاکستان په داسې وضعیت کې نه دی ایسار. د نړیوال روغتیایي سازمان موندنې ښيي، چې ترافیکي پېښو په ډېرو هېوادونو کې د اقتصاد یوه د پام وړ برخه متضرره کړې ده.

د عمران خان د حکومت تدابیر
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت د ځپل شوي اقتصادي وضعیت د کرارولو لپاره هم د ترافیکي پېښو د مهارولو لپاره ځینې تدابیر لاس لاندې نیولي دي.
د پاکستان د ترانسپورت وزارت سلاکار مراد سعید وایي: د نقلیه وسیلو د چلوونکو د خوندیتوب لپاره هم د قوانینو او هم اجرایه ګامونو په کچه ځينې نوي تدابیرلاس لاندې دي.
هغه وایي له دې وروسته به د موټر او موټرسایکل چلونې د جوازونو په ورکړه کې قیودات جدي شي.
د سعید په وینا نه یوازې موټر چلوونکي؛ بلکې موټرسایکل چلوونکي او ریکشه چلوونکي به هم له دې وروسته د خپلو نقلیه وسیلو د چلولو لپاره جوازونه اخلي.
هغه وایي دا جوازونه به ترپخوا په سختۍ واخیستل شي.
د دې ترڅنګ د سړکونو پر تنظیم به هم د بیا کتنې کار پيل شي څو ورسره د ترافیکي پېښو کچه را ټیټه شي.
افغانستان او ترافیکي پېښې
په افغانستان کې هم ترافیکي پېښې ګڼ زیانونه لري، خو دلته یې نه رسمي کلني ارقام ترتیبیږي او نه یې د حل لپاره منظم ګامونه لیدل کیږي.
د ترافیکو پېښو ارقام په خاص ډول په لویو لارو کې لړزونکي او د اندیښنې وړ دي.
د کابل ـ کندهار لویه لاره د افغانستان له ترټولو زیاتو خونړیو لارو څخه ده.
په دغه لاره نیږدې هره میاشت یو ځل د لویو مساپروړونکو موټرو د اوښتو او درنو تلفاتو خبرونه راځي.