بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې

د براین ټریسي له نظره د بريالیتوب ۴۰ کلیدي ټکي

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

۱ـ زموږ ډېره با ارزښته وړتيا د عوایدو په لاس راوړلو هغه ده نه هغه پیسې چي لاسته ئې راوړو. وړتیا او توانايي له منځه نه ځي خو پیسې او شتمنۍ کېدای سي بیا بیا پیدا و ورکي سي.

۲ـ بريالیتوب د ځینو په شان دئ او زموږ مهارتونه د هغه پلې جوړوي، که پلې بشپړي او کاملي نه وي، موږ نه سو کولای چي پر ځینو پورته وخېژو.

۳ـ د انسان پوتانشیل او انرژي دوندي زیاته ده چي کولای سي هم مهاله سل ژونده ولري. موږ هرڅه زده کولای سو او په هر کار کي متخصصین جوړېدلای سو.

۴ـ زدکړه د بريالیتوب کیلي ده خو دا چي ستونزمنه او وخت نیوونکې ده او ډېری انسانان ټنبلان دي؛ څوک زدکړي ته اهمیت نه ورکوي.

۵ـ نن ورځ یوازي دا نه چي عاقلانه کار وکړئ بلکي باید عاقلانه او سخت کار وکړئ څو پر شتمني پیداکولو او بريالیتوب ته رسېدلو باندي بريالي سئ.

۶ـ په ژوند کي د کلماتو اهمیت خورا زیات دئ. ښه الفاظ او کلمات، غوره او روښانه تفکرات رامنځ ته کوي.

۷ـ بريالي کسان پر حللارو تمرکز کوي خو متوسط کسان پر هغه چا چي مشکل ئې رامنځ ته کړی دئ فکر کوي.

۸ـ زموږ د ژوند کیفیت او اصلي هدف زموږ په خپل احساس (کرامت نفس) پوري اړه لري.

۹ـ هدف لرل د هدف ټاکلو سره فرق کوي. د اهدافو نوشته کول فوق العاده اهمیت لري. هغه کسان چي لیکلي اهداف لري تر نورو کسانو لس چنده بريالي دي.

۱۰ـ ګټونکي هغوی دي چي د اوږدمهال له پاره فکر کوي، متوسط کسان لنډمهاله او سطحي فکر کوي.

۱۱ـ بريالي کسان لوی او ستر کارونه کوي خو متوسط هغوی، په هوسا او معمولي کارونو پسې وي.

۱۲ـ موږ هر یو باید د شلو کلونو يوه نقشه يا یو پلان ولرو او پر اقتصادي مشکلاتو د فکرکولو پر ځای د خپلو اهدافو په لاس راوړلو په لاره کي پر ګامونو پورته کولو پسې اوسو.

۱۳ـ هغه کسان چي مالي مهارتونه لري بريالي کېږي. تاسي پاید په ورځ کي دوه ساعته د اقتصاد او پانګوني په اړه مطالعه وکړئ.

۱۴ـ د ډېرو بریاوو راز تمرین او مقاومت دئ باید له ځانو سره ژمنه وکړئ چي شا ته کېږئ به نه څو خپلو اهدافو ته رسېدلي نه یاست.

۱۵ـ پر نفس باور باندي دوندي لوړ وي چي هیڅ شی ئې باید مخه و نه نیسي.

۱۶ـ د بريالي پېر له پاره باید اړیکي او ارتباطات زیات کړئ.

۱۷ـ د نه اورېدلو ته مه اندېښمن کېږئ، نه یعني پیسې!

۱۸ـ هغوی چي ډېری (نه) لاسته راوړي ډېری (هو) هم اوري.

۱۹ـ باید پر هغو محصولاتو یا خدماتو چي ارائیه کوئ ئې باور ولرئ، که باور لرئ چي ستاسي محصول عالی دئ، په ناپوهېدلي او ناخبره توګه به د دغي موضوع مشتري پیداکوئ. او هم برعکس.

۲۰ـ بريالي پلورونکي پر خپلو محصولاتو، کار او شرکتونو  باندي مئین دي.

۲۱ـ ددې پر ځای چي پلورونکی اوسئ یو زړه سواندی مشاور اوسئ، بیا به پلور خپله رامنځ ته کېږي.

۲۲ـ یوازي هدف دا نه دئ چي مشتري پر خپل محصول را جذب کړې او محصول وپلورې بلکي باید لومړی وګورې چي دغه مشتري یا ګیراک ستاسي دغه محصول ته اړتیا لري که یا.

۲۳ـ قدرت او توانايي د هغو کسانو په لاس کي ده چي غوره یاداښتونه نیسي.

۲۴ـ په پلور کي باید لومړی باور جوړ کړئ.

۲۵ـ ستاسي ننني انتخابونه ستاسي د سبا ژوند کیفیت ټاکي. ماضی پرېږدئ او د خپل سبا جوړولو په فکرکي اوسئ.

۲۶ـ هیڅکله مه وایاست چي اوس ناوخته سوی دئ. هیڅکله د سمو پرېکړو کولو له پاره ناوخته نه دئ.

۲۷ـ د سپوږمۍ پر لور تمرکز وکړئ څو سایه ستا شا ته راسي.

۲۸ـ موږ باید تغیر وکړو. که تغیر و نه کړو، د ژوند کنټرول به په لاس کي و نه لرو.

۲۹ـ د ژوند د هري برخي له پاره باید یو جامع پلان او پروګرام جوړ کړو. باید لېري فکر وکړو او پر خپل راتلونکي باندي تمرکز وکړو.

۳۰ـ هغه کسان چي بريالي او په ټولنه کې درنښت کېږي داسي کسان دي چي خپل ډېر وخت د راتلونکي له پاره پر آماده کېدو باندي تېروي.

۳۱ـ د راتلونکي تسخیرولو له پاره باید له اوسمهالي خوندونو لاس واخلو.

۳۲ـ له اصلي مسیره منحرفېدل زموږ د ماتي لوی عامل دئ.

۳۳ـ بريالي کسان سخت او عاقلانه کار کوي. عاقلانه یعني داسي کارونه وکړو چي زموږ له اهدافو سره برابر وي.

۳۴ـ کوچني، آسانه او ساده کارونه مه کوئ ځکه چي کرار کرار ورسره عادت کېږئ. له سختو او لویو کارونو استفاده وکړئ.

۳۵ـ بريالي کسان داسي کارونه کوي چي د پایلو پوتانشیل ئې ډېر لوړ وي.

۳۶ـ همېشه د هر کار له پاره پلان او نقشه ولرئ څو وکولای سئ اقدامات په چټکۍ سره انجام کړئ.

۳۷ـ د هر کار تر شروع کولو دمخه لومړی د هغه د سازماندهي سوو ګامونو چک لیست ولیکئ.

۳۸ـ ميلیاردران عادت دي چي روزانه اهداف وټاکي.

۳۹ـ د میلیاردرانو عادت دئ چي کارونه تکمیل کړي او نیمګړې پرېنږدي.

۴۰ـ د میلیاردرانو عادت دئ چي په ډېر مهم ترین کار سره خپله ورځ را پیل کړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي