سینما او موسیقي

د ټوټال دهمال فلم بازاز ښه ګرم دی

اعلان

د هندي سینما تازه خندونکی فلم (ټوټال دهمال) چې د سینما په پردو نندارې ته وړاندې شوی په ګټه وټه کې سلیزه پوره کړه.

اردو نیوز خبرې ویبپآڼې لیکلي، چې دغه فلم د مینوالو په راماتولو او اغیز منولو کې پوره کامیاب شوی.

د رپوټ له مخې، ټوټال دهمال په درې ورځو کې کې شاوخوا ۱۰۰ کروړه هندي کالدارو په ګټلو بریالی شوی.

په دغه رپوټ کې د هندي رسنیو له قوله ویل شوي چې دهمال فلم تېره اوونۍ د سینما په پرده روښانه شوی و چې د یوې هفتې په تېرېدو یې ټولې۲۰۱ کروړه روپیو د ګټلو ریکارډ پر ځای پرېښوده.

په دغه فلم کې انیل کپور او مادهوري دکشت کلونه وروسته سره د فلم په نړۍ کې یوځای رول لوبولی دی.

دا فلم د هند د مشهور فلم لاردښود اندرا کمار په لارښونه جوړیږي چې څو ورځې وړاندې یې اعلان کړی وه چې نه غواړي خپل دغه فلم په پاکستان کې پر سینماګان روښانه کړي.

دوی ویلي وه چې نه غواړي له امله یې د پاکستان د خلکو په خولو خندا راشي، سره له دي چې پاکستان خپله هم وروسته د هند هېواد په فلم او ډرامو په دغه هېواد کې بندیز ولګاوه.

ټوټال دهمال د خندوونکي دهمال فلم دویمه برخه ده چې ورته ډېری مینوال په تلوسه کې دی.

په دغه فلم کې د انیل کپور او مادهوري دکشت سربیره اجي دیوګن، جاوید جعفري او ارشد وارثي هم شته.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی