تورخم کې د قرنطین نه عملي کیدل او د هرات په شان د یوه ناورین تشویش

لیکنه: غازي عابد

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د کرونا د پيښو شمیر په زیاتیدو شو، ورسره جوښت په ننګرهار کې ولایتي ادارې د کوید – ‍۱۹ یا کروناویروس ضد اقدامات شروع کړل.

د ښار قرنطین او تړل او ترڅنګ په تورخم کې د راوښتونکو خلکو لپاره د تدابیرو نیول، یې هغه ګامونه ول چې د کرونا پر ضد ښه چمتووالی بلل کیده.

د عامې روغتیا وزیر او مرکزي حکومت هم د ننګرهار د والي ددې ګامونه هرکلی او ملاتړ یې کړی دی. همدا نن هم په کابینه کې ددې او نورو اقداماتو له امله د ننګرهار د مسوولینو ستاینه شوې. دا چې تر اوسه په ننګرهار کې ۲ پيښې ثبت شوي او ۲ همدا تیره شپه نوې ثبت شوې یعنې څلور دي، نو ښايي د کمو پيښو یو غټ لامل یې پر وخت اقدامات وبولو، ځکه دا کرونا نیولي هم بهرنۍ پيښې دي، له نورو ځایونو له ویروس سره راغلي دي.

خو اصله خبره د تورخم په اړه ده چې هلته د راوښتونکو خلکو لپاره د قرنطین کولو چمتوالی نیول شوی، خو په نویمه دقیقه کې په یو ناڅاپي ډول هر څه بدل شول.

پاکستان کې افغان سفارت د هغه هیواد له حکومت سره خبره کړې وه چې د دریو ورځو لپاره به دروازه پرانیزي، هلته به عاجل مسافر تورخم نه راواوړي، چې همدغسې حالت ته چمتوالی هم نیول شوی و.

د ننګرهار ادارې له لورې تورخم ته د خلکو له ۱۴ تر ۲۱ ورځو قرنطین کولو په موخه خیمې، خوراکي توکي او نور چمتووالی نیول شوی دی.

خو د لومړۍ ورځې په پای کې هر څه سرچپه شول، د ننګرهار چارواکو وویل چې راداخل شوي کسان یې قرنطین نه کړل او خپلو کورونو ته یې له دې امله ولیږل چې په دوی کې د کرونا ککړ کسان او نښې یې نه وې.

په تورخم کې تر درې زرو نفرو لپاره دا خیمې وهل شوې او چمتوالی نیول شوی و

ولې قرنطین مات شو؟

دا چې داسې معکوس کار وشو، په اړه یې مختلف غبرګونونه دي.

 د ننګرهار والي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه یوه اوږده لیکنه خپره کړې او په یوه برخه کې یې ویلي:

«زمونږ خبرې د افغانستان قونسلګرې او سفارت سره دا وې چې پاکستان به یوازې زر کسه پریږدي او هغوي به یې د پیښور نه تورخم ته رارسوي. د سفیر صیب نظر دا وه که څه هم اکثره افغانان قرنطین دي، خو دوی نه پوهیږي چې څومره کسان به کرونا ولري او یا یې ونه لري. که څوک کرونا ولري، شاید ارقام ډیر لوړ وي.

مونږ د همدغه معلوماتو په اساس د ولسونو په حمایت عاجل ترتیبات ونیول. مونږ د پیسو غوښتنه ونه کړه او نه مو وخت ضایع کړ.

پرون چې پاکستان د زرو کسو په شاوخوا کې راپریښودل، سفارت او قونسلګرې د راستنیدونکو افغانانو لست او انتقال جوړ نشو کړاې او په زرهاو کسان هغه خوا منتظر پاتې شول. همدې بی صبره کسانو د ویزو په اخستلو کې هم مونږ ته لویه ستونځه جوړه کړې وه او اوس په راتګ کې هم جوړه کړیده.

مونږ چې دا زر کسه پرون منظم چیک کړل، هغه اشتباه چې زیات کسان به په کرونا اخته وي، سمه نه وه نو ځکه مونږ هغوي ته د تګ اجازه ورکړه. دا چې د تورخم دروازه به یوازې نن او سبا بیرته وي او د تورخم فرضي کرښې نه هاغه خوا هم زرهاو کسانو ته لکه چمن کې، اجازه ورکول کیږي، نو مونږ هم تصمیم ونیوه چې هر کس راننوځې، هغه باید صحیح چیک شي. که علایم یې درلود، د تجرید مرکز ته به یې لیږو او که نه یې درلودل، نو کورونو ته به ځي ځکه مونږ د پنځه زره کسانو د ساتلو ظرفیت نه لرو.»

له بله پلوه په پاکستان کې په افغان سفارت او قونسلګرۍ نیوکه ده چې دوی ښه مدیریت ونه شو کړای، څه ډول چې په کار و، په هغه ډول سره یې لکه څرنګه چې ژمنه شوې وه، منظم مخته لاړ نه شول او بلاخره په یو ناڅاپي ډول یې د ۳۰۰۰ پرځای د څو چنده خلکو د راتګ خبر ورکړ.

په همدې اړه د والي شاه محمود میاخیل له پورته نظر هم ښکاري چې سفارت او قونسلګري ناکامه شوي او سیستم یې ګډوډ کړی.

بل پلو د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل پر خپله فیسبوک پاڼه پر دې ګډوډۍ اندیښنه ښکاره کړي.

هغه لیکلي:

« موږ پرون دا پېشبیني درلوده چې پاکستانی اړخ به نن ورځ په زرګونو مسافرین په یوه ځل راپرېږدي او قصداً به زموږ دا پروسه ننګوي. زموږ قرنطین پروسې مشرتابه دا انديښنې له ننګرهار والي صیب او د هغوی له لارې د افغانستان اسلامي جمهوریت له مشرتابه سره شریکې کړې وې. د قرنطين په پروسه کې د یو څه نرمښت یو مهم لامل دا هم و. نن همداسې وشول، نن سهار له پورې غاړې له اتو نه تر لسو زرو مسافرینو یو وار هجوم راووړ، نه ورته پاکستانیانو په پاسپورټ کې خروجي ووهله او نه زموږ د پاسپورټ څانګې ورته دخولي ټاپه ووهلی شوه. زموږ داخلي مافیا او ځینې حکومتي زورواکي د ورانکاري ګاونډي سره په یوه کرښه اوږه په اوږه د دې مظلوم وطن د نړولو لپاره کار کوي.»

ستر تشویش او حل لاره

پاکستان او کوزه پښتونخوال کې تر اوسه د ۴۰۰۴ مثبتو پيښو د ثبتیدو خبر ورکړل شوی چې ۵۵ کسان په کې مړه شوي دي.

یعنې هلته د کویډ – ۱۹ ویروس مخ په لوړیدو ده او دا په واقعیت کې د افغانستان او بیا خاص ننګرهار ته لوی خطر دی.

ځکه دلته خلک او بیا په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو کې اوسیدونکي ورسره بیخي سطحي چلند کوي. اکثره ملا امامان دا وبا عادي نیسي او خلک یې د یوه جدي خطر په توګه نه مني، نو که دغسې یوه ټولنه کې دا وبا خپریږي چې نه روغتیايي امکانات لري، نه اقتصادي پياوړتیا لري او نه نورې اسانتیاوې، نو هلته به څومره خطرناک او ژور بحران رامنځته کړی شي.

تر اوسه چې ننګرهار له دې خطر ژغورل شوی، ښايي له اساسي لاملونو یې یو دا وي چې د ننګرهار لپاره پر وخت ګامونه پورته کړل شول، د قرنطین او په جلال اباد ښار کې د ګڼې ګوڼې ختمول چې دا ویروس بیخي اسانه په داسې ګڼې ګوڼې کې خپریده، مخنیوي یې تر اوسه دا ولایت له دې سترې وبا ساتلی و.

دا چې دا په زرهاوو کسان له کوزې پښتونخوا او پاکستان راغلي او سبا به هم راځي، که دوی که اوسمهال څوک په کویډ-۱۹ نه وي اخته، خو دا ویره شته چې شاید ددې ویروس له ځانګړنې سره سم چې تر ۱۴ او ۲۱ ورځو پورې نه معلومیږي، شاید وروسته په کې خدای مه کړه ډیر پرې ککړ وي.

نو پر داسې مهال چې داخلي مافیا، بهرنۍ استخباراتي کړۍ او خاین وکیلان او نور چارواکي چې پر افغانانو زړه نه خوږوي، خلک باید پرځان زړه خوږ کړي، که داسې ونه کړي، نو هیڅوک یې زموږ له غمه نه ده مړه.

هغوی چې کورونو ته لاړ دي او لا هم روان دي، د کورنۍ او ټولنې له غړو سره دې د خدای لپاره ډیر احتیاط وکړي، له غاړې، لاس ورکولو او هر ډول نیږدیکت دې تیر شي، ځکه که داسې ونه کړي شاید د خپلې کورنۍ واړه کوچینان او لویان ټول پرې اخته کړي.

بس همدا زموږ لپاره یوه حل لاره ده، که دا څوک د ځان لپاره نه کوي، د خپلې مور، خور، لور، زوی او بل بل لپاره خو دې وکړي. که ستا له امله یو بل څوک په دې وبا اخته کیږي، سبا که ستا له لارې نه وي، هماغه چې تا پرې اخته کړی، شاید دا ویروس ستا تر کوره در ورسوي !!!

 

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب