افغانستان خوندیتوب ژوند بڼه سرسکالو کرونا

تورخم کې قرنطین او ورته تدابیر؛ هغوی چې کوزه پښتونخوا او پاکستان کې دي کوم انتخاب باید وکړي؟

لیکنه: غازي عابد
  • لیکنه: غازي عابد

د ننګرهار ولایتي ادارې د پریکړې پر اساس احتمالي را ستنیدونکي مسافرین به په تورخم ښارګوټې کې د ۱۴ څخه تر ۲۱ ورځو پورې قرنطین شي او چا ته یې د لیدو اجازه هم نه ورکول کیږي.

وړمه ورځ والي شاه محمود میاخېل تورخم ښارګوټې ته د سفر پر مهال وویل:

«د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه په احتمالي ډول د تورخم له لارې را ستنیدونکي مسافرین به د ۱۴ ورځو څخه تر ۲۱ ورځو پورې په یاد ښارګوټې کې قرنطین شي او د مسؤل کسانو پرته یې بل چا ته د لیدو اجازه هم نه ورکول کیږي

نوموړي زیاته کړه، د تورخم ښارګوټې له لارې ټول را ستنيدونکي کسان د کرونا ویروس اړوند شکمن دي او له همدې امله دوی د یادو کسانو د احتمالي راتګ پر مهال د قرنطین او نورو برخو کې تدابیر نیسي.

تورخم ته د والي او مسوولینو سفر؛ ننګرهار رسنیو دفتر

راستنیدونکو ته تدابیر

ښاغلی میاخیل وایي، په تورخم ښارګوټې کې یې د عامې روغتیا،امنیتي او خدمتي ډلو ته دندې ورکړي،ترڅو پخپلو برخو کې د هوکړې وروسته را ستنیدونکو افغانانو ته تدابیر ونیسي او په همدې موخه یې د قرنطین په موخه سیمې له نږدې ولیدې .

د ټاکلې مودې بشپړول

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال ایمل نیازي وايي، په امنیتي برخه کې بشپړ چمتوالی لري،هغه کسان چې قرنطین شی،چا ته به ورسره د لیدو اجازه ورنکړي،همدا راز د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه به هیڅوک تر ټاکلې مودې پورې له ټاکلې سیمې څخه بهر کېدو ته پرېنږدي .

نوموړي وړمه شپه له ملي ټلویزیون سره یوه مرکه کې خبرداری ورکړ چې هیڅوک دې د واسطې کوښښ نه کوي.

هغه وویل په هیڅ صورت چا ته اجازه نشته چې هلته ورشي او یا په واسطو او رشوتونو له مودې پوره کولو وړاندې د خپلو کسانو د رایستلو کوښښ وکړي.

روغتیايي اسانتیاوې

د ننګرهار د عامې روغتیا رئيس ډاکټر نصیر احمد درانی وايي، په روغتیایي برخه کې یې بشپړ پلان جوړ کړی او د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي، ټیسټونو او نورو برخو کې به د مسؤلیت له مخې خپل اجرات ترسره کړي .

له ملګرو ملتونو سره همغږي

پرون د ننګرهار والي په همدې اړه له پاکستانه د تورخم له لارې راتلونکو کسانو قرنطین کېدو په موخه د ملګرو ملتونو د ادارو استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.

دې ناسته کې په تورخم کې د عامې روغتيا وزارت او د روغتيا نړيوال سازمان د روغتيايي لارښوونو سره سم قرنطين کيدونکو کسانو ته د اوسيدو ځای، چاپېريال او بشري وضعيت ته د لازمې پاملرنې په موخه خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو له استازو سره پرون ناسته شوې؛ ننګرهار ولایت مقام

راستنیدونکي باید کوم انتخاب وکړي؟

د حکومت له جدیت ښکاري چې په واقعیت کې کې به چاته اجازه ورنه کړي چې د قرنطین له مودې مخکې ننګرهار ته راپریښودل شي، دا مسله ځکه جدي کیدای شي چې ان د کابل او جلال اباد ترمنځ هم پر تګ راتګ تر ډیره بندیز لګول شوی دی.

لکه حکومت چې پر هغو کسانو چې کوزه پښتونخوا او پاکستان کې دي او غواړي چې ننګرهار ته راشي، غږ کړی چې که ستونزه نه وي هماغلته دې پاتې شي، دا غوره او ګټور وړاندیز دی. ځکه هغوی چې کوز خپلوان، کاروبار او نور څه لري او ضروري اړتیاوې يې نه وي، باید هماغلته پاته شي، ځکه دلته به ټاکلي ځای او خیمې کې اوسي چې شاید دا هم ورته یو څه سخته تمامه شي.

خو بل پلو که هغوی چې دلته یې کورونه دي او چارې یې خرابیږي، باید چې راشي، له دې امله چې دا خو د کروناوایروس د ګواښ پيل دی، تر اوسه ننګرهار کې یو تن ثبت شوی چې هغه هم اصل کې له لغمانه راغلی و، که خدای مه کړه، ټول افغانستان یا ننګرهار کې پیښې زیاتیږي یا دا ګواښ لوړیږي، نو حتمي ده چې د حکومت جدیت به هم ورته ډیریږي او په ټول افغانستان خصوصاً ننګرهار کې به قرنطین لا غځول کیږي.

دا چې اوس پیاوړي هیوادونه د کرونا په کنټرول کې له ستونزو سره مخ دي، نو که افغانستان کې خدای مه کړه پراختیا ومومي، دلته خو بیخي بیا سخته ده. ښه دی چې دا خلک چې ښکته اوسیږي، دوی باید را واوړي او دلته د قرنطین موده تیره کړي.

تورخم کې راستنیدونکو ته چمتوالی

که تورخم کې قرنطین شي، دې کې به دوی درې ګټې وکړي:

یو دا چې که خدای مه کړه دوی کې د کرونا ناروغي وي، دلته د ۲۱ ورځو قرنطین پرمهال به خبره ښکاره شي چې شته کنه او بیا ورته لازم اقدامات وشي.

دویم دا چې که دوی کرونا ویروس نیولي وي، نو ددې مخنیوی به وشي چې نورو خلکو ته لاړ نه شي، ځکه ژر به پرې پوه شې، دلته به خیمه کې محدود اوسي، هلته به نور خلک، خپلوان او کورنۍ پرې اخته نه کړي.

او دریم دا چې په دې سره به دوی ته چانس پيدا شي چې ژر د خپلې روغتیا ډاډ ترلاسه کولو سره افغانستان کې خپلو کارونو او کورونو ته راستانه شي، ځکه معلومات نشته چې خدای مه کړه د کروناوایروس له امله به څومره نور بحران رامنځته کیږي او څومره به نور دا ګواښ جدي نیول کیږي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد

تبصره مو ولیکئ