ټولنیز ژوند روغه سټه

د غاښ درد لپاره کورنۍ درملنه؛ دلته یې ولولئ

لیکنه: ملیحه ناصري

که چېرې غاښونه مو د شپې یا داسې وخت کې په درد شول چې ډاکټر ته نشوئ تلی ؛ نو دا کورنۍ درملنې مه هېروئ , هم اسانه دي او هم ګټورې:

۱- پر دردمن غاښ مو یوه ټوټه هوږه کېږدئ. څو شیبې یې پرېږدئ چې درد ارامه کړي. درد چې ورک شو هوږه ایسته کړئ.

۲- کېدی شي په کورونو کې داسې چای هم وکاروئ چې په وړو کاغذي کڅوړو کې وي. د چای یوه ناکارول شوې وړوکې کڅوړه راواخلئ, په اېشولو سرو اوبو کې یې کېږدئ, کله چې لنده ( لمده ) شوه, له اوبو یې وباسئ. لږ چې سړه شوه, داسې چې توده وي, پر خوږمن غاښ یې کېږدئ او د درد د ارامېدو تر وخته یې د غاښونو تر مینځ ونیسئ.

۳- که په کور کې تور لونګ لرئ, راوایې خلئ, لوند یا خویشت ( خیشت ) یې کړئ , په دردمن غاښ کې یې د څو دقیقو لپاره ونیسئ.

۴- د یخ یوه ټوټه هم د غاښ درد ارامولی شي. داسې نه چې یخ پر دردمن غاښ ورکېږدئ ؛ یوه وړوکې د یخ ټوټه راواخلئ د مخ پر پوستکي د دردمن غاښ تر شا یې د څو شېبو لپاره ونیسئ چې درد یې ارام شي.

۵- یوه وړه کاشوغه مالګه په نیم ګیلاس اوبو کې حل کړئ ( اېشولې بیا سړې شوې اوبه)  , خوږمن غاښ مو ښه پکې غوپه کړئ, درد یې غلی کېږي.

۶- کېدی شي په ټولو کورونو کې هایدروجن پر اکساید وي . کله مو چې غاښ په درد شو, همدومره بسنه کوي چې لږ هایدروجن پر اکساید په داسې اوبو کې واچوئ چې لومړی مو اېشولې وي بیا نه سړې وي نه تودې ؛ نو تر دې وروسته یې ښه غړغړ کړئ , خوږمن غاښ مو ښه پکې غوپه کړئ .

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.