Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د ژبې رنګ مو د روغتیا په اړه څه وايي؟ دلته یې په اړه ولولئ

ژباړه: نسیمه محمدي

د خولې زخمونه او ناروغۍ مو زیاتې لیدلي، چې د نوک تېزه څېزونو، نا سم برس کولو، د شونډو یا ژبې چیچلو چې له سولېدو سره یو ځای وي. خو آیا پوهېږئ د خولې ناروغۍ  کېدای شي د کولمو او نورو مزمنو ناروغیو نښه وي؟

اوس هم د ژبې څو رنګونه او څو ناروغۍ، خپله روغتیا مو وارزوئ.

سور رنګ

ځمکني توت، درمل لرونکي تُند خولړه او تروش خواړه شاید د لنډ وخت لپاره د سور رنګ لامل شي، چې دا ناروغي نده، خو تلپاتې سور رنګه ژبه د پټ کاوازکي سندروم، وېټامین بي ۱۲ کمښت او سمي سندروم شوک ( ټي اس اس ) نښې دي.

دکاوازکي سندروم اختلال زیاتره د ماشومانو تر منځ وي او لامل یې هم نا څرګند دی.

په ماشومانو کې دا ناروغي ممکن د ژبې رنګ او سترګې سرې اوسي، تبه ولري او پوستکی یې دانې او لړمۍ شي او پوستکی واچوي. آسپرین دا التهاب کمولی شي، خو د پادتن( ګاماکلوبولین) وریدي تطبیق د قلبي عروقي ګواښونو ستونزې کموي.

د وېټامین یي ۱۲ کموالی، التهاب او د ژبې د پړسوب سبب کېدای شي. نورې نښې عبارت دي له د تعادل ساتلو ستونزه، ستړیا، کمزوري، بې حسي یا مېږي مېږي کېدل او د حافظې ستونزه.

سپین رنګه ژبه

که مو روغتیا ته پام ونکړئ، په لوړ ګمان ژبه مو سپينېږي. د خوند څکلو وړو دانو ته چې د ژبې پر مخ وي ورته دي، که مو روغتیا ښه نه وي ورو ورو لویېږي. د خوړو وړې ذرې، مړې حجرې او مېکروبونه د دې ځوانکو تر منځ بند پاتېږي. او د وخت په تېرېدو مو ژبه سپينېږي.

د ژبې د سپینوالي څرګند لاملونه

د خولې وچوالی، چې د خوب پر وخت د خولې خلاص پاتېکېدو یا د خولې لا لارې د تنفس له امله وي.

په ناسم ډول د خولې برس کول

د غاښونو ناسم نخ کول( تار ایستل)

د ژبې نه پاکول

سګرټ څکول یا د تتنباکو ژول.

د بدن د اوبو کموالی، چې زیاتره د الکولو یا ناکافي اوبو مصرف له امله وي.

نورې ناروغۍ لکه لوکوپلاکي، د خولې ځږ، لیکن پلان او سېفلس.

لوکوپلاکي کلک سپین رنګه مسطحه ډوله لکې دي، چې نه شکول کېږي که دا لکې په ژبه لرئ پام مو وي چې دا د سرطان ناروغۍ د خطرناک ډول نښې دي. د درملنې لپاره د روغتیاپال تر څارنې لاندې اوسئ او د الکولي څښاکونو په کلکه ډډه وکړئ.

د خولې ځږ هم تخمر شوی فنګسي عامل دی  لاملونه یې مصنوعي غاښونه، د ناروغۍ یا درملو له امله د خولې د باکتریاوو عدم تعادل، شکر، د بې وېټامین یا اوسپنې کموالی همدارنګه د بدن دفاعي سیستم ضعف وي. درملنې لپاره د فنګس ضد درملو سپارښتنه کېږي.

لیکن پلان التهاب د سپینو لکو په څېر په خوله کې څرګندېږي او خوله ناروغوي. کورتوني درمل زیاتره ګټور تمامېږي.

سېفلس مقاربتي ناروغي ده چې د ژبې د سپینوالي په صورت کې ناروغ ته انتي بیوتیک باید ورکړل شي او د الکولو او تنباکو له کارولو ډډه وشي.

پرې پرې ( ټوټه ټوټه شوې) ژبه

دا حالت د ژبې منځنۍ برخه نیسي او د اوږدو او لید وړ درزونو په ډول ښکاري.

معمولا بې خطره وي د عمر په لوړېدو څرګندېږي او خاصې درملنې ته اړتیا نه لري، یواځې باید د خولې نظاقت وساتل شي. ژبه په ورو برس کړئ تر څو درزونه پاک، د خوړو پاتې شونې لرې او د خولې له بد بوی مخنیوی وشي.

دا پېښه د ډاون سندروم، شوګرن سندروم، او پسوریازېس ناروغۍ سره هم اړوند ده. ( د جغرافیايي ژبې) په نامه التهاب چې د ژبې سطحه او څنډې اخته کوي د پسوریازېس ناروغۍ ناروغانو  سره لیدل کېږي. ځانګړی لامل نه لري، کېدای شي جنېټکي لامل ولري، خو ساري او لېدېدونکې نده. دا پېښه شاید د ۱۵ تر ۳۰ کلنۍ تر منځ څرګنده شي، چې د خفګان، تشویش، زیان لیدو یا ناروغۍ، د بدن د دفاعي سیستم په اختلال اخته شوي وي. پېښ شي.

که هېڅ درد ونه لري، روغتیا پال ممکن صبر وکړي یا تاسې ته موضعي بې هوښه کوونکي او د التهاب ضد درمل درکړي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.