د راشد په اړه؛ ۲۰ دقیقو کې پوه شوم، چې غمی لاسته راغلی!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

په آی پي ایل سیالیو کې د لوبېدونکې سنرایزر حیدرآباد لوبډلې روزونکي ټام موډي د کریکبز ویبپاڼې سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د راشد له اخیستلو وروسته شلو دقیقو کې پوه شوم، چې غټ غمی لاسته راغلی دی.
ټام موډي یادو خبرو کې د ۲۰۱۷م کال له هغې خاطرې یادونه وکړه، چې د افغان لوبغاړي راشدخان په اړه وه.
د موډي په خبره:

«موږ په لوبډله کې سلو توپ اچونکې ته سخته اړتیا لرله او د لوبډلو شنونکو ته مې وویله، چې په کور دننه او بهر کې د سلو توپ اچونکې د غوره کولو لپاره هڅې وکړي. بلاخره هغوی راته د راشدخان ارمان توپ اچونه په یوې ویډيو کې راښکاره کړه. کله چې مې ولیدله نو د راشدخان ارمان د نورو ویډيوګانو غوښتنه مې هم وکړه. له هغه وروسته مې راشدخان انتخاب کړ.»

یاران uncategorized 393 د راشد په اړه؛ ۲۰ دقیقو کې پوه شوم، چې غمی لاسته راغلی!
موډي وايي د IPL په بولۍ کې د راشدخان اخیستل د قمار په ډول وه، ځکه هغه لومړنیو کې نه معلومېده، چې څه ډول توپ اچونکی دی.
هغه وايي د سنرایزر حیدر آباد په تمرینونو کې مي راشدخان ارمان ته تکړه او نامتو توپوهونکي ودرول او راشد ورته توپ اچونه پيل کړه، چې خورا ښه پایله یې ورکړه.
موډي زیاته کړه، له هغه وروسته پوه شوم، چې موږ یو ستر او غوره لوبغاړی اخیستی دی.
یاران uncategorized 391 د راشد په اړه؛ ۲۰ دقیقو کې پوه شوم، چې غمی لاسته راغلی!
راشدخان ارمان د هند په IPL سیالیو کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷، د دوهم ځلې لپاره په ۲۰۱۸ او د درېیم ځلې لپاره بیا تېر کال په ۲۰۱۹م کې ولوبېد.
هغه درې واړه پړاونه د محمدنبي عیسی خېل سره یو ځای په سنرایزر حیدر آباد لوبډله کې ولوبېد.
راشد په ۲۰۱۷م کې ۱۴ لوبې، په ۲۰۱۸م کې ۱۷ لوبې او ۲۰۱۹م کې یې بیا ۱۵ لوبې ترسره کړې.
هغه په ۲۰۱۷م کې ۱۷ ویکټې، په ۲۰۱۸م کې ۲۱ ویکټې او په ۲۰۱۹م کې یې یو ځلې بیا ۱۷ ویکټې واخیستلې.
راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل د ۲۰۲۰م کال په آی پي ایل سیالیو کې یو ځلې بیا سنرایزر حیدرآباد لوبډلې له ځان سره وساتل.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.