مارچ 7, 2021

د هاليووډ مشهور اداکار ټام هانکس او ميرمن يې په کرونا اخته سوي.

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
د هاليووډ سينما مشهور فلمي ستوری ټام هانکس او ميرمن يې ريتا ويلسن په اسټراليا کي د کرونا په ويروس مبتلا سوي.
ټام هانکس نن پر خپل انسټګرام اکاونټ ليکلي :” زه او ريتا په اسټراليا کي يوو ، موږ د تبي، زکام او درد احساس درلودی کله چي مو د کرونا ازموينه ورکړه نو پايله يې مثبته وه.
هانکس ليکي چي اوس موږ باید څه وکړو؟ ،طبي چارواکي خپل اصول لري چي بايد عملي يې کړو او غواړو نورو خلکو ته دا ویروس انتقال نسي.

د هانکس استازي وارنر بروس سي ان ان تلویزیون ته تائيد کړې چي ښاغلی هانکس او ميرمن يې په اسټراليا کي د ایلویس پريسلي په اړه د فلم شوټينګ باندي مصروف وه چي په کرونا ويروس اخته سوي.
بروس وايي اوس موږ مالومات کوو چي ټام هانکس او ميرمني يې دچا سره اړیکه نيولې او دا موږ ته مهمه ده چي د خپلي کمپنۍ کارکوونکي محفوظ وساتو.
۶۳ کلن هانکس ويلي زه او ميرمن ريتا ويلسن به د خپلو ځانونو په اړه د نړۍ سره مالومات شريکوو.
د روغتيا د نړيوال سازمان د خبر له مخي په اسټراليا کي تر ۱۲۰ ډيري د کرونا مثبتي پيښي ثبت سويدي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکي جېمز انډرسن په نړیوال کرکټ کې ۹۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په نړیواله کچه شپږم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.   ... نور ولولئ