په ټولنه کې ولې بې اعتباري زیاته شوې ده؟

 

موږ د سیاسي ناخوالو پړه د یهودو او نصاراوو پر غاړه اچوو، خو د اخلاقي نیمګړتیاوو ذمه واره مو څوک دي؟! ایا دا هم یهود او نصاراوو راته ویلي؛ چې په دوکانداري کې درغلي وکړئ! قصاب دې د مېږې غوښه پر مشتریانو په پسه تېروي! ټیکدار دې له دولت څخه درې لکه ډالر د پروژې لپاره اخلي، خو صرف پنځوس زره دې پر یاده پروژه لګوي! له ښځو سره زورزیاتی کوئ! بې سلا یې ودوئ او… ایا په هره ناوړه کړنه کې مو د کفارو لاس دی؟؟! ملامت موږ خپله یو، په دې پوه یو چې ظلم، قتل، درغلي، رشوت، درواغ، بچه بازي، سګواني، چرس او… هم قانوناً او هم شرعا ناوړه کارونه دي، خو بیا مو هم ټولنه له همدغو بداخلاقیو ډکه ده. د درواغو او خیانت په بدوالي د پوهېدو او تشخيص لپاره نه ښوونځي، نه مدرسې او نه هم پوهنتون ته حاجت شته، انسان فطرتا پوهېږي چې بد، بد دي، او ښه، ښه دي، دا چې څوک شخصا عمل نه پرې کوي؛ دا نو د یهودو او نصاراوو ستونزه نه ده؛ بلکې د شخص ګناه ده.
که د نړۍ نورو هېوادونو ته وګورو په لومړی سر کې د هغو هیوادونو ښوونیزه او پوهنیزه کچه تر افغانستان لوړه ده، خو زموږ په هېواد کې د څو لسیزو دوام لرونکي جګړې هغه څه زیږولي دي، چې په ولسونو کې يې د بې باورۍ فضا رامنځته کړې ده، چې تر اوسه د دغه ستر ناورین ریښې نه دې له منځه تللي، ځکه اوس هم د یو او بل په نوم چې کومې نادرۍ شتون لري، ولسونه هم په آزاده فضا کې د یو بل سره خپل اندونه او نیوکي نه شي شریکولای.

دوی په حقیقت کې د ویرې له امله چې ګوندې د نورو خواوو د ګواښلو ښکار نه شي، دوی د زړه بړاس هم څنګه چې لیدل کیږي، هغسې نه شي ویستلی.

د یو هېواد د وګړو پرمختګ یواځې په علم پورې اړه لري، ځکه کوم هیوادونه چې د علم په ګاڼه سمبال وي، هلته د بدبختیو مخه نیول شوي وي او وګړي يې په ښه او بد پوه وي، خو په افغانستان کې د علم رڼاوې په هغه اندازه نه دې خورې، چې ټول ولسونه د علم له نعمت څخه برخمن وي. ډیر کم وګړي به دلته وي، چې د پوهاوي کچه يې لوړه ده او ځيني کسان چې پوهه لري، خو عمل ورسره نه لري، نو دا هم د بې اعتمادۍ په فضا کې رول درلودای شي.

بله خبره دا چی په یوه ټولنه کې ځان غوښتنه رامنځته شي نو هرو مرو هلته به د کرکې، نفرتونو او بې اتفاقۍ ټغر خور وي، چې له دې سره ټولنه د بې باورۍ په ټال زانګي او کیدای شي، چې دغه ناورین په نوي نسلونو هم اغیزې وکړي، چې بیا د دې ناشونې کړنې مخه نیول ستونزمن کار دی، لکه چې نن وینو فساد اوج ته رسیدلی ، له دولتي او نادولتي ادارو څخه بیا تر کلیو پورې دغه ناوړه پدیدې خپلې ریښې غزولي دي. نو بې اعتمادي هم دغه پوړۍ ته رسیدلې ده.

که تېرو کلونو ته وکتل شي، چې په افغانستان کې د بېلابېلو نظامونو د ټینګیدو او پرځیدو په لړ کې ولسونه د اقتصادي، تعلیمي، ټولنیزو او په نورو برخو کې نه یواځې قرباني شوي، بلکې د سیاسي لوبو ښکار او قرباني شوی هم دي، چې دغه لوبه له سختو قربانیو تر ډیره بریده هغه چاته ستونزې را ولاړوي، چې د سیاست په ډګر کې ځانونه يې له نور و مطرح ګڼلي دي.

ځکه په افغانستان کې د بېلابېلو نظامونو پر مهال چا هیوادوالو لپاره خدمت کړی او چا د خپلو ګڼ شمیر خلکو په ظلمونو لاس پورې کړی، چې د دې لاملونو په ترڅ کې اوس هم ډیري خلک شته چې په یو بل باندې اعتماد نه کوي او دغه ناوړه عمل په ټولنه کې د فرهنګ په ګرځیدو د ولسونو د شاته پاتې کیدو لړ شوي دي. دا ډول خلکو تل د خپلو ګټو پر وړاندی ملي ګتې تر پښو لاندي کوي، هغه څه چې د ده د شخصي ګټو پر وړاندې خنډ ګرځی په ډېره بې رحمۍ سره یې له منځه وړي، هېڅکله هم نه غواړي چې په رښتینولۍ سره د ټولنې یووالي وساتي؛ بلکې پر وړاندې یې بیلابیلې تؤطې او دسیسې جوړوی.

نو همدغه وجه بیا په ولسونو کې بې باوري منځ ته راوړي، چې باید موږ له خپل توان څخه کار واخلو، ترڅو ملي ګټې له خپلې شخصي ګټو پورته ونه ګڼو او چاته اجازه هم ورنه کړو، چې د ناوړو کړنو په ترسره کولو نور ټولنه د بې باورۍ په فضاء کې پرمختګ وکړي، باید چې ټول د اتحاد او یووالي لوري ته راوبلل شي.

د هیواد مخکني او اوسني سیاستونه سره پرتله شي، ډیر توپیر پکې لیدل کیږي، خو د دغو سیاست ښکار باید ټولنې ونه ځپي، ځکه دا د دې لامل ګرځي، چې راتلونکي د یو لړ غطلو افکارو په پاتې کیدو ، وګړي په خپل منځو کې د کینې او دښمني عواقب په درلودو نوي نسلونو ته پاتې کېدای شي، خو په دې باید موجوده نظام هم غور وکړي، ترڅو په اړه يې لازمي اقدام تر غور لاندې ونیسي، خلکو لپاره عامه پوهاوی په لار واچوي، په تیرو پسې ونه ګرځي او خلکو ته ډاډ وروبښي، چې هېڅکله د خلکو نظریات او وړاندیزونه نور د خلکو او دولت لخوا ښکار نه ګرځي. نو بیا هلته هیله پیدا کېدونکي ده، چې ولسونه پر یو بل د باورمنتیا فضا د مینې او ورورګلوۍ په رنګینو یووالي سره ښکلي شي.

وروستي مطالب