جاپان کې د افغان لوبغاړو په ګډون د اُلمپيک سیالۍ پيل شوې

ټاکل شوې وه په ۲۰۲۰م کال کې د نړۍ ترټولو ستري بېلابیلې سیالۍ د جاپان په توکیو ښار کې پيل شوي وای، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېدې او تر ځنډ وروسته دادی پرون جمعه «د جولای په ۲۳مه» په یو لړ خاصو مراسمو سره پيل شوې.

په دې سیالیو کې به د افغانستان په ګډون له ۲۰۷ هیوادونو څخه ۱۱ زره ۳ سوه لوبغاړي په بېلابیلو سیالیو کې ولوبیږي.

دا سیالۍ چې پرون پيل شوې د راتلونکې اګسټ میاشتې تر ۸مي نېټې پوري دوام کوي.

 

 

په اُلمپیک سیالیو کې افغان لوبغاړي

 

په دې سیالیو کې به پنځه افغان لوبغاړي فهیم انوري، فرزاد منصوري، شامحمود نورزی، کیمیا یوسفي او مهدي یواري ولوبیږي.

۱ـ فهیم انوري به په لامبو وهلو کې،

۲- فرزاد منصوري به په تکواندو کې،

۳ـ شاه‌محمود نورزی به په سل متره منډه وهلو کې،

۴ـ کیمیا یوسفي به د ښځو په سل متره منډه وهلو کې،

۵ـ مهدي یواري به په نښه ویشتلو کې ولوبیږي.

 

 

په دې اُلمپیک کې کومي سیالۍ کیږي؟

 

لامبو وهنه، منډه وهنه، بیډمینټن، جمناسټیک، باسکټبال، تېر ویشتنه، ساحلي والیبال، سوک‌وهنه، د سایکل مهارتونونو پنځه ډولونه، اَس ځغلونه، فوټبال، کټارې، ګولف، لاس بال، هاکي، کښتۍ چلونه، کراټې، څملونه، رګبي، ویشتنه، ټینس، ټیبل ټېنس، لامبو، والي‌بال، پهلواني، وزن پورته کول، بیسبال او داسي نوري لوبې شاملې دي، چې ټولې ۴۶ سیالۍ کیږي.

 

وروستي مطالب