سپورټ کرکټ

د کرکټ نړۍ هغه غوره لوبغاړي چې په اوسني عصر کې لوبېږي

یاران سپورټس

د کرکټ په نړۍ کې د کرېس ګېل، جېسن، رای، ویرات کولي، بابراعظم، راشدخان سربېره داسې لوبغاړي هم شته چې نن سبا یې د لوبې کولو انداز خورا په زړه‌پورې دی او د نړۍ د یو ورځنیو لوبو په برخه کې یې غوره درجه‌بندي ساتلې ده.

په دغو لوبغاړو کې ستاسو د خوښې لوبغاړی څوک دی؟

ویرات کولي

ویرات کولي چې د نړۍ په کچه مشهور لوبغاړی دی، دی په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې تل په ټاپ یا بهترینه لوبغاړو کې حساب او ننني عصر کې د یو ورځنیو لوبو غوره توپ وهونکی بلل کېږي.

ایا ویرات کولي رښتیا هم ښه لوبغاړی دی؟

بابراعظم

پاکستانی بابراعظم هغه لوبغاړی دی چې په شل اوریزو لوبوکې له اوږده وخت راهیسې غوره لوبغاړی دی، په یو ورځنیو لوبو کې هم په لسو غوره توپ‌وهونکو کې شمار دی.

دی د یو ورځنیو لوبو ډېر فېټ لوبغاړی دی.

ستاسو په اند بابراعظم تر ویرات کولي غوره دی؟

راس ټایلر

راس ټایلر د نیوزیلېنډ مشر لوبغاړی دی، دی په ټېسټ، شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې مطرح لوبغاړی دی.

خو په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې د نیوزیلېنډ د ملا تیر بلل کېږي.

کېدای داسې کم کرکټ مینه‌وال وي، چې دا بهترینه لوبغاړی به یې نه خوښېږي، کنه نور د کرکټ نړۍ ټول مینه‌وال د ده د ښې لوبې او غوره اخلاقو شاهدان دي.

روهېټ شرما

روهېټ شرما د هندوستان ښی‌لاسی اوپنر توپ‌وهونکی دی، چې ډېری وختونه په اوپننګ کې خورا ښه باندې هندوستان ته بریاوې ورکوي، د توپ‌وهنې انداز او خوش اخلاقه کردار یې تر ټولو په زړه‌پورې دی.

فاف ډوپلیسي

د ټایمېنګ شاټونو پاچا لوبغاړی دی، چې د ایکسټر کور پر سر ټایمېنګ شاټ یې بې جوړې دی.

کوېنټن ډیکاک

د افریقا کیڼ‌لاسی، کشر خو هوښیار توپ‌وهونکی، لوبډلمشر او وېکټ‌ساتونکی دی.

جو روټ

د انګلستان ون ډاون توپ‌وهونکی او د ټېسټ لوبو لوبډلمشر دی، خورا باثباته لوبغاړی دی.

وارنر، فېنچ، جېسن رای، کېن ویلیمسن، بېرسټو، فخرزمان، امام الحق، شی هوپ، ګوپټېل، مشفق الرحیم، شېکردوان، عثمان خواجه، جاس بټلر، سټیف سمېت، بېن سټوکس، شېمرن هېټمېر، ایئن مورګن او تمیم اقبال هغه توپ‌وهونکي دي، چې د نړۍ کلاس توپ‌وهونکو کې راځي.

دوی هر یو ورځنیو لوبو کې پرځای او ځان ثابتوونکي لوبغاړي دي.

خو ستاسې د خوښې لوبغاړی معلومول حتمي، څوک مو د خوښې لوبغاړی دی؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ