مارچ 8, 2021

افغانستان له اسټرالیا سره ټېسټ لوبه کوي

Advertisements

سپورټ یاران
کرېک اېنفو وېب پاڼې لیکلي، چې دوی د اسټرالیا او افغانستان کرکټ بورډونو څخه معلومات ترلاسه کړي، چې دواړه هېوادونه د روان کال ډېسمبر میاشت کې د اسټرالیا په پېرت لوبغالي کې یواځینۍ ټېسټ لوبه ترسره کوي.
افغان لوبډلې تر اوسه د ټېسټ لوبو د بشپړ غړیتوب لوبډلو په توګه ۴ ټېسټ لوبې کړي او په دې لړ کې یې لومړۍ لوبه کې له هندوستان څخه په ۲۰۱۸ کال کې ماته وخوړه، خو وروسته یې له ایرلېنډ او بنګله دېش څخه لوبې وګټلي.
بل پلو ویسټ انډیز وتوانېد، چې افغان لوبډلې ته په ټېسټ لوبه کې ماته ورکړي.
د افغانستان او اسټرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ به یواځېنۍ ټېسټ کرکټ لوبه د ډېسمبر په ۷ مه نېټه پیل شي او په ۱۱ مه نېټه به پای ته ورسېږي.
د کرېک اېنفو وېبپاڼې د راپور له مخې د دغې ټېسټ لوبې خبرې پای ته رسېدلي؛ خو یواځینۍ ستونزه د ټېسټ لوبې په شپه او ورځ لوبه کې ده.
تر دې دمه افغان کرکټ لوبډلې ډی نایټ یا د ورځې او شپې ټېسټ لوبې نه دي کړي او اسټرالیا بیا ټینګار کوي، چې لوبه به ډی نایټ یا ورځې او شپې لخوا کېږي.
ډی نایټ یا ورځ او شپه لوبې هغه وي چې د ورځې لخوا پېلېږي او د شپې تر ناوخته دوام کوي.
کرېک اېنفو ویلي چې دا لوبه د کرکټ نړیوالې شورا په ټېسټ قهرمانۍ لیګ یا چمپین لیګ پورې اړوند نه ده.
تمه وه چې دا لوبه د کرکټ نړیوالې شورا د فیوچر ټوور پروګرام یا د راتلونکو لوبو سفر پرواګرام له مخې د نومبر له ۲۱ مې نېټې د نومبر تر ۲۵ مې نېټې پورې په پېرت لوبغالي کې ترسره کېدله؛ خو د نړیوال جام ځنډېدلو، د آی پي اېل پېلېدلو او د کورونا ویروس له امله دا لوبه ډېسمبر میاشت ته وروسته شوه.
څو ورځې وړاندې د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي وو، چې د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام څخه وړاندې افغان لوبډله په هندوستان کې د اسټرالیا او ویسټ انډیز لوبډلو کوربتوب په درې اړخیز شل اوریز سیریز کې کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

لیکوال: حنیفه مومند ، کابل - برخه : روانې سلامتي

Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ