هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
خواړه روغه سټه

که چیرې تل د ستړیا احساس کوئ نو دا ټکي په پام کې ونیسئ

همیشنۍ ستړیا او ستوماني داسې یو وضیعت دی چې که تاسو ښه ارام او خوب هم کړی وي خو بیا هم فکر نه کوئ چې سل په سلو کې فعال او تازه یئ. خپل ورځني کارونه مو د لاسه نه کیږي او داسې فکر کوئ چې بې انرژي یئ.

دا هغه وخت دی چې تاسو باید پر خپل خوراک، ورځني فعالیت، خوب او ورزش فکر وکړئ څو معلومه کړئ چې د همیشنۍ ستړیا علت مو څه دی؟

که چیرته درسره ملګري همیشنۍ ستړیا ډیر دوام وکړي نو ښه ده چې ، د وسپنې د کمښت، زړه د ناروغیو، شکرې او تایرود د فعالیت ځینې معاینات چې عموما ډیر پیچلي معاینات نه دي او داخله ډاکتران یې درته لیکلی او کولی شي ترسره کړئ.

همدارنګه الرژي ګانې، د ویټامین ډي کمښت او ځینې دواګانې هم تاسو ته د ستړیا او ستومانۍ احساس درکولی شي.

موږ نه درک کوو خو واړه، واړه عادتونه کله ناکله ډیر روغتیايي عواقب لري. ان ډیر زیات چای یا کافي څښل هم ستاسو وجود کې یو څه د وسپنې د کمي سبب کیږي.

د بیلګې په توګه که چیرې له خوړو سره کافي او یا چاۍ یو ځای وڅښئ له خوړو څخه د اوسپنې د جذب مخه نیسي. له همدې کبله خو ښه ده چې د خوړو او چای یا کافي ترمنځ لږ تر لږه یو ساعت وقفه و اوسي.

اوسپنه د هیموګلوبینو د جوړښت لپاره ستاسو د وجود یوه اړتیا ده. هیموګلوبین د وینو مهمه برخه ده چې وجود ته د اکسیجن د رسولو مسولیت لري. که څوک په خپل وجود کې د وسپنې کمی ولري نو د وینې هموګلوبین یې سم نه تنظیمږي او په سمه توګه ټول وجود ته اکسیجن نه شي رسولی.

په وجود کې د اکسیجن کمی ، بیا بیا د سردرد، ګنګسیت او د همیشنۍ ستړیا سبب کیږي. نورې نښې یې د پوستکي زیړوالی، ژر ماتیدونکي نوکان او د ورځې په جریان کې د خوب د څپو احساس دی. د شنو سبو او غوښې په شمول ډیر خواړه شته چې په طبیعي توګه ستاسو د وجود د اوسپنې کمی پوره کولی شي.

د ویټامین ډي کمی هم یو ډیر عام مشکل دی چې د ورځنۍ ستړیا سبب کیږي. په ځانګړې توګه هغه کسان چې توررنګه او غنمرنګه جلد ولري، وجود یې په اسانۍ له لمر څخه ویټامین ډي نه شي پوره کولی، بیا که د اروپا په څیر په هغو سیمو کې چې لمر کم دی اوسي نو د ويټامین ډي کمی ورته یوه لویه ننګونه ده.

ویټامین ډي په وجود کې کلسیم تنظیموي چې د هډوکو د پیاوړتیا لپاره پکار دي. همدارنګه ویټامین ډي د عضلاتو د روغتیا او عصبي سیستم د ښه فعالیت لپاره هم ضرور دي . همدارنګه د وجود دفاعي ځواک هم له ویټامین ډي سره تړلی دی. د پړسوبونو په کمولو کې هم رول لري.

کله چې وجود کې پوره ویټامین ډي ونه اوسي، وجود او هډوکي نرمیږي او عضلات کم ځواکه کیږي چې همدا د ستومانۍ او همیشنۍ ستړیا په بڼه څرګندیږي.

د ویټامین ډي د پوره کولو لپاره ځینې طبیعي سرچیني د لمر وړانګې، ماهیان ، د ماهیانو غوړي، د هګۍ زیړ او ځینې نور دي.

نو ډاډمنه کړۍ چې سهار له خوا لږ تر لږه د ورځې ۱۵ دقیقې لمر ته ځان ښکاره کړئ او یا د ورځې خوړو کې هغه خواړه شامل کړئ چې ویټامین ډي ولري.

د زیات وزن لرل هم د ورځنۍ ستومانۍ او ستړیا یو مهم سبب دی او پر دې سربیره د ګڼو نورو ناروغیو لپاره هم یو پیش شرط دی.

چاغوالی د انسولین د مقاومت سبب کیږي. دا یو داسې وضیعت دی که غم یې ونه خوړل شي، د شکرې په څیر ناروغۍ هم زیږوي.

په عمومي توګه خواړه ستاسو وجود کې د خوږې په ځینو بڼو لکه ګلوکوز بدلیږي او په وینه کې حل کیږي. که چې د ویني په بهیر کې خوږه زیاتیږي نو پانکراس اینسولین( هورمون) تولیدوي.

د انسولین هورمون دنده داده چې د وینې څخه خوږه بیله کړي څو د انرژۍ لپاره وکارول شي. کله چې ستاسو وجود د انسولین په وړاندې مقاومت پیدا کړي چې د چاغووالي سره پیدا کیږي، د وجود حجرې د انسولین د فعالیت په وړاندې ورو او یا هیڅ عکس العمل نه ښيي. دا ددې سبب کیږي چې پانکراس د اینسولین هورمون ترشح زیاته کړي. د اینسولین په وړاندې دا مقاومت د وخت په تیریدو سره په وینه کې د خوږې د زیاتیدو او شکر د ناروغۍ سبب کیږي.

ښه خبر دا دی چې دا ډول روغتیايي وضیعتونه په مناسبو خوړو او ورزش سره نه یوازې دا چې کابو کیږي بلکې بیخي له منځه تللی شي.

دلته څو ساده لارې شته چې د ښې روغتیا لرلو کې درسره مرسته کوي:

الف : ډاډمن کړئ چې پوره موسمي تازه میوې او ترکارۍ ستاسو په ورځنیو خوړو کې شاملې دي.

ب : په پخلي کې مو چې څومره وس کیږي کم غوړي وکاروئ.

ج: بسته بندي شوي او پکیج شوي خواړه مه خورئ که څه هم پرې یې لیکلي وي چې (صحي) دي. د خوړو تر طبیعي بڼو هیڅ بله بڼه ډیره صحي نه ده.

د : په وجود کې د ښه میتابولیزم لپاره د ورځې لږ تر لږه دیرش دقیقي ورزش وکړئ. هغه که تیز قدم وهل وي، که ورزشي حرکات وي، که منډه وهل وي او که د تمرین کومه بله بڼه وي.

هـ : د خوړو لپاره ټاکلي وختونه مه قضا کوئ ، پر وخت خواړه وخورئ، د خوړو د اندازې پر ځای ډیر تمرکز د خوړو پر کیفیت او څرنګوالي وکړئ.

و: خپل خوب تنظیم کړۍ د شپې په وخت ویده کیدل او سهار په وخت پاڅیدل ستاسو همیشنۍ ستوماني تر ډیره راکمولی شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */