بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د وخت په مدیریت کې ۱۰ دودیزې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

آیا تاسو خپل وخت په سمه توګه مدیریت کوئ؟ که تاسو هم د نورو کسانو په څېر وئ، نو ځواب مو په بشپړه توګه مثبت نه دی، ښایي کاري پنډوالی (حجم) مو له بریده زیات وي او اړ یاست، چې په بشپړه توګه د کارونو د ترسره کولو لپاره، تر ځنډه کار وکړئ، یا ښایي ستاسو لپاره د نورو ورځو په څېر یوه بحراني ورځ ده او دا حالت په تاسو کې د اروایي فشار (سټرس) د رامنځته کېدو او دغه راز ستاسو د روحیې د کمزوري کېدو سبب ګرځي.

ډېری کسان په دې باندې پوهېږي، چې د وخت د ښه مدیریت کولو وړتیا لري، خو د هغو تېروتنو پېژندنه، چې کوي یې او د هغو د حل کولو په ډول باندې پوهېدل، کولای شي ستونزمن کار وي. سره له دې کله چې وخت په ښه توګه مدیریت کوئ، په استثنایي ډول کړنې مو ښې او د اروایي فشار کچه مو راټیټېږي. د وخت په سم مدیریت کولو سره، کولای شو، چې خپل وخت په زړه پورې او با کیفیته پروژو ته ځانګړی کړو، چې کولای شي د یوه کار په بهیر کې ستر او د پام وړ توپیر رامنځته کړي. که په لنډه توګه ووایم، د وخت په ښه مدیریت کولو سره، موږ به ډېر خوشاله انسانان واوسو.

په دې لیکنه کې د وخت د مدیریت په ۱۰ دودیزو تېروتنو، دغه راز د ستراتیژیانو په پېژندلو او په هغو باندې د غلبې په ټکو باندې رڼا اچوو. دا لس تېروتنې عبارت دي له:

۱ ـــ له مخکې پرتو کارونو څخه د لړ لیک نه لرل

آیا تر اوسه مو خپل ځانته دا ډول اروایي فشار زېږونکې جملې ویلې دي؟ « داسې احساس کوم، چې د کار مهمه برخه مې هېره کړې ده؟ » که ځواب مو مثبت وي، نو په احتمالي توګه د مخکې پرتو کارونو له لړ لیک څخه ګټه نه اخلئ، ترڅو په مرسته یې هېڅ څیز له قلمه ونه غورځوئ، خو که د مخکې پرتو کارونو له لړ لیک څخه ګټه اخلئ او بیا هم د کوم کار د هېرولو اندېښنه لرئ، نو له دې لړ لیک څخه په سمه توګه ګټه نه اخلئ!

د مخکې پرتو کارونو له لړ لیک څخه د سمې ګټه اخیستنې تګلاره، د هغه په لومړیتوب بندي کې نغښتې ده. ډېری کسان د کوډ لیکنې، حروف او یا هم شمېره لیکنې له سیسټم څخه ګټه اخلي او پر بنسټ یې د A کوډ یا د ۱ شمېره پورتني لومړیتوب ته ورکوي او په دې ترتیب لومړیتوبونه درجه بندي کوي.

که په یوې سترې پروژې باندې کار کوئ او دقیق ونه اوسئ، د مخکې پرتو کارونو د لړلیک ثبت کولای شي، مبهم او بې پایلې وي. د بېلګې په توګه، ښایي داسې مو لیکلي وي: « د بودیجې وړاندیز ته رسیده ګي»، خو د دې رسیده ګۍ لپاره کوم څیزونه اړین دي؟ د یوه کار د اړینو توکو نه مشخصول، ښایي د هغه کار د ځنډېدو او یا هم د هغه د مهمو برخو د هېرېدو سبب شي، نو هرومرو ستر کارونه او یا هم سترې پروژې په مشخصو او د ترسره کېدو وړ برخو باندې ووېشئ، ترڅو د کار هېڅ مهمه برخه هېره نه کړئ.

په زیاتو او سترو پروژو باندې د هم مهالي کار پرمهال، د کارونو د مدیریت لپاره، کولای شئ، له عملیاتي پروګرامونو څخه هم کار واخلئ. عملیاتي پروګرامونه، د مخکې پرتو کارونو د لړلیک صنعتي شوې نسخې دي.

۲ ـــ د شخصي موخو نه ټاکل

پوهېږئ، شپږ میاشتې وروسته وغواړئ کوم مقام ولرئ؟ یو یا حتا لس کاله وروسته څنګه؟ که نه پوهېږئ، نو وخت یې را رسېدلی دی، چې خپلې شخصي موخې وټاکئ.

د وخت په مدیریت کې د شخصي موخو بدلون او ټاکنه، یوه اړینه چاره ده، ځکه موخې تاسو ته غوښتنه او لر لید درکوي، ترڅو له هغو سره په یوه لوري کار وکړئ. کله چې موخې وپېژنئ، نو کولای شئ هغو ته د رسېدو لپاره، لومړیتوبونه، وخت او سرچینې مدیریت کړئ. بله مرسته، چې موخې یې له تاسو سره کولای شي داده، کولای شئ تصمیم ونیسئ، چې کوم کارونه د دې ارزښت لري، چې وخت پرې ولګوئ او کوم کارونه تاسو له خپلې اصلي موخې څخه لرې کوي.

۳ ـــ لومړیتوب بندي، نه کول

ستاسو کارکوونکی د بحران له یوه خبر سره تاسو ته راځي، ترڅو تاسو په هماغه شېبه کې هغه ته رسیده ګي وکړئ، خو تاسو له یوه پېرېدونکي (مشتري) سره د خبرو کولو په حال کې یاست. شک نه لرئ، چې د هغه د بازار موندنې د کمپاین لپاره یوې غوره آیډیا ته د رسېدو په حال کې یاست، خو د دې بېړني موقعیت په خاطر د افکارو د ګډوېډو احتمال مو شتون لري.

کله وخت د لومړیتوب په څرنګوالي باندې پوهېدل ستونزمن کار دی، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې په ظاهره د بېړني کارونو له څپېړې سره مخامخ کېږئ، سره له دې که وغواړئ، چې وخت مو په ښه توګه مدیریت کړئ، نو د کارونو د اغېزمنې لومړیتوب بندۍ په څرنګوالي باندې پوهېدل ډېر اړین دي.

یوه وسیله، چې په اغېزمنه لومړیتوب بندۍ کې له تاسو سره مرسته کوي، د کار د لومړیتوب چوکاټ دی، چې دا ټاکي د یوه کار لومړیتوب لوړ او ارزښتمن دی یا ټیټ او بې ارزښته دی. که د خپل کاري لومړیتوب ترمنځ په توپیر باندې پوه شئ، نو په غوره توګه کولای شئ، چې د ورځې په اوږدو کې خپل وخت مدیریت کړئ.

۴ ـــ د ګډوډونکو حواسو په مدیریت کې ناکامي

آیا پوهېږئ، چې ځینې کسان هره ورځ کابو د خپل وخت دوه ساعتونه د ګډوډونکو حواسو په خاطر بېځایه تېروي؟ فکر وکړئ، که دا وخت مو بېځایه نه وی تېر کړی، کولای مو شول، چې په دې وخت کې کوم کارونه ترسره کړئ!

توپیر نه کوي، چې د دې ګډوډونکو حواسو سرچینه څه وي؛ برېښنا لیکونه؛ په مسینجر باندې د پیغامونو استول، په بحراني وخت کې له همکارانو سره خبرې کول یا د پېریدونکو له خو ټیلیفوني اړیکې، چې دا ټول له کار سره د مینې او لېوالتیا په وخت کې زموږ مخه نیسي. دا هغه وضعیت دی، چې په هغه کې، د هغه کار له ترسره کولو څخه نه یوازې د ستړیا احساس نه کوو، کوم چې په کې ښېکل یاستو، بلکې ترې خوند هم اخلو.

که غواړئ، چې د خپلې ورځې کنټرول په خپل لاس کې واخلئ او ډېره زیاته هڅه وکړئ، د ګډوډونکو حواسو د راکمولو په څرنګوالي باندې پوهېدل او د دمو مدیریت کول، حیاتي کار دی. د بېلګې په توګه که تمرکز ته اړتیا لرئ، نو چټ کول په بشپړه توګه پرېږدئ او که چېرې نور ستاسو حواس له بریده زیات ګډوډوي، نو هغوی ته خبرداری ورکړئ، چې له خپل دې کار څخه لاس واخلي، حتا که ونه شئ کولای، چې د ګډوډونکو حواسو له شر څخه خلاصون پیدا کړئ، نو باید د تمرکز د ښه والي په لارو چارو باندې ځان پوه کړئ.

۵ ـــ ځنډول

ځنډول، د هغو کارونو شاته غورځول دي، چې باید همدا اوس پرې تمرکز وکړئ، کله چې کوم کار ځنډوئ، نو د ګناه احساس کوئ، هرڅه ژر له دې ځنډ څخه تېر شئ، د هغه له ترسره کولو څخه مو وېره زیاتېږي او په پایله کې، کله چې د هغه کار په وخت د ترسره کولو پرمهال، له ماتې سره مخ کېږئ، ټولې ستونزې په تاسو باندې ختمېږي.

یوه ګټوره ستراتیژي داده، چې خپل ځان ته ووایئ، ټاکل شوې ده، چې د لسو دقیقو په لړ کې یوه نوې پروژه پیل کړم. هغه کسان، چې د کارونو د ځنډولو تېروتنه کوي، تر ډېره داسې احساس کوي، چې د یوه کار د ترسره کولو لپاره، باید له دمې او ځنډ پرته، هغه کار پای ته ورسوي او دا له بریده لوړه هیله د دې سبب ګرځي، چې د پرېښانۍ او وارخطایۍ احساس وکړي. د فکر د دې بڼې پرځای، یو کم وخت د یوه نوي کار د ترسره کولو لپاره ځانګړی کړئ ( یا په اصطلاح کار ټپي کړئ ). بس همدا!

عملیاتي پروګرامونه هم کولای شي، چې ګټور وي، له دې پروګرامونو څخه په ګټه اخیستې سره کولای شئ، سترې پروژې په کوچنیو او د ترسره کېدو وړ برخو باندې ووېشئ، ترڅو په ډېرې آسانۍ سره وکولای شئ، بشپړه پروژه تر نظر لاندې ونیسئ او هر ځل یې یوه کوچنۍ برخه ترسره کړئ. د دې تګلارې پرمټ، د یوې نوې پروژې د پیل پرمهال د وارخطایۍ احساس نه کوئ.

۶ ـــ له بریده زیاتو مسؤولیتونو منل

آیا تاسو د هغو افرادو له ډلې څخه یاست، چې «نه» ویل درته سخت او ستونزمن کار دی؟ که داسې وي، نو په احتمالي توګه نورو ته د «نه» ویلو د کمزورتیا په خاطر ډېر زیات مسؤولیتونه مو پر غاړه دي. دا اخلاق ستاسو کړنې کمزورې کوي، اروایي فشار مو زیاتوي او روحیه مو له منځه وړي.

ښایي هم د هغو مدیرانو له ډلې څخه واوسئ، چې ټینګار کوي، پخپله ټول کارونه کنټرول او یا هم ترسره کړي. (ذره بیني مدیریت) نه شي کولای، چې په نورو باندې باور وکړي، له دې امله یې مسؤولیتونه له بریده زیات او درندېږي، البته دا کولای شي د هر چا ستونزه وي، نه یوازې د مدیرانو!

په هر صورت له بریده زیات مسؤولیتونه منل، له وخت څخه د کمزورې او کمې ګټه اخیستنې ښکارندویي کوي. که دا تګلاره اختیار کړئ، نور تاسو ته د هغه فرد په سترګه ګوري، چې خپل کارونه په بیړه او سطحي توګه ترسره کوي.

هغو کارونو ته د (نه) ویلو ځیرک هنر زده کړئ، کوم چې ستاسو په اوږو باندې اضافي پېټۍ ږدي، دا مهارت مرسته کوي، چې خپل ځان ښکاره کړئ او د نورو په وړاندې خپل ښه احساس خوندي کړئ. که نور په تاسو پورې ونښتل، ترڅو د خپلو غوښتنو لپاره، له تاسو څخه د (هو) کلیمه ترلاسه کړي، هڅه وکړئ، چې په هماغه شېبه د هغوی پر وړاندې غبرګون ښکاره کړئ او خپله آرامتیا وساتئ.

۷ ـــ بوخت اوسېدل، پرمختګ ګڼل

ډېر بوخت اوسېدل، ځینې کسان په اروایي فشار او وارخطایۍ باندې اخته کوي، هغه فرصتونه، چې پای ته نږدې شوي دي، هغه برېښنا لیکونه، چې پای نه لري، د هغو دوسیو ډېرۍ، چې ستاسو لاسونه ښکلوي او خپل ځان په ډېرې بیړې او چټکتیا سره غونډو ته رسول، دا ټول د ادرینالین د ترشح کچه لوړوي.

ستونزه داده، چې په بوختیا باندې روږدی اوسېدل، د بریالي اوسېدو په مانا نه دی او برعکس کولای شي، د اروایي فشار او کمزورې کړنې سبب شي.

پرځای د دې، چې د ځان لپاره بوختیا جوړه کړئ، خپله چټکتیا را کمه کړئ او دا زده کړئ، چې خپل وخت په سمه توګه مدیریت کړئ.

۸ ـــ څو دنده ایزې کړنې

لیلا د دې لپاره، چې د خپلو کارونو له پنډوالي (حجم) څخه شاته پاتې نه شي، معمولاً له پېرېدونکو سره د ټیلیفوني خبرو پرمهال، برېښنا لیک هم استوي، سره له دې، چې لیلا په خپله فکر کوي، چې له خپل وخت څخه سمه ګټه اخلي، خو په دې باندې نه پوهېږي، چې په هم مهالې توګه د څو کارونو ترسره کول، په پرله پسې توګه د کارونو د ترسره کولو په پرتله، د خپل وخت ۲۰ تر ۴۰ سلنه برخه له لاسه ورکوي. د هغې د څو دنده ایزه اوسېدو پایله داده، چې دواړه کارونه په کمزورې او ناسمه بڼه ترسره کوي: د برېښنا لیکونو منځپانګه یې ډېرې زیاتې تېروتنې لري او پېرېدونکي (مشتریان) یې د هغې د نه تمرکز له امله شکایت لري.

تر ټولو غوره کار دا دی، چې څو دنده ایزه اوسېدل هېر کړئ او په وار سره، په یوه کار باندې تمرکز وکړئ، په دې تګلارې سره د کار کیفیت به مو هم ښه شي.

۹ ـــ استراحت نه کول

که موخه، په وروستي مهلت کې د کار پای ته رسول وي، ۸ تر ۱۰ ساعته بې دمې کار، ښه فکر دی، خو خپلو ماغزو ته له استراحت ورکولو پرته نه شئ کولای، چې تمرکز وکړئ او کاري پایله مو با کیفته وي.

استراحت کولو ته د وخت بېځایه تېرولو په سترګه مه ګورئ، ماغزو ته استراحت ورکول د دې سبب ګرځي، چې خلاقانه فکر وکړئ او په اغېزمنه توګه کار وکړئ.

که د کار درول درته ستونزمن وي، نو د خپل ځان د استراحت لپاره وخت وټاکئ یا په زنګ لرونکي ساعت سره، د خپل استراحت وخت تنظیم کړئ، چټک پلی مزل وکړئ یا یوازې د مېز تر شا کېنئ او لږ فکر او سوچ وکړئ، له هر یوه یا دوو ساعتونو څخه وروسته، پنځې دقیقې استراحت وکړئ، هرومرو د سبا ناري خوړلو لپاره کافي وخت ځانګړی کړئ. په وږې خېټه نه شئ کولای، چې کیفیت لرونکی کار تولید کړئ.

۱۰ ـــ د کارونو بې پایلې مهال وېش

آیا د سهار له مخې یا د لمر په ډوبېدو سره مو انرژي زیاتېږي؟ د افرادو انرژي او اغېزمنتیا د ورځې په بېلابېلو ساعتونو کې سره توپیر لري.

کولای شئ، هغه کارونه چې ډېر زیات لومړیتوب لري او مهم دي، د ورځې په هغو ساعتونو کې ترسره کړئ، چې انرژي او اغېزمنتیا مو په لوړه کچه کې وي او هغه کارونه، چې ډېر زیات مهم نه دي، لکه: برېښنا لیکونو یا ټیلیفوني اړیکو ته ځواب ورکول، په هغو ساعتونو کې، چې انرژي مو لږ څه کمه ده، ترسره کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل