Advertisements
بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

وخت مو له دغو ۸ لارو مدیریت کړئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

د وخت مدیریت یعني له وخته استفاده چي ورته د رسېدو له پاره ئې مختلف روشونه سته. د ارواپوه ابراهیمي مقدم له قوله: د وخت غاصبین هغه عوامل دي چي وخت تلفوي او فرد د هغو د مدیریت کولو له پاره ځانګړی پروګرام نه لري.

ضرور ده چي فرد د لازمو پروګرامونو او سهی مدیریت په مرسته دغه عوامل راکم کړي څو کولای سي چي له خپل وخته بنسټیزه استفاده وکړي. لاندي عوامل وخت غصبوونکي هغوی بلل او شمېرل کېږي:

۱ـ پرله پسې تلیفوني تماسونه یا د تلیفوني تماس تر حد زیات اوږدېدل؛

۲ـ له مخکینۍ خبرتيا پرته د خلګو د اوسېدو یا کار محیطونو ته د افرادو ورتلل؛

۳ـ هغه وختونه چي په ځینو خاصو ځایونو کي تلفېږي لکه په ګڼه ګوڼي کي؛

څنګه کولای سو چي خپل وخت مدیریت کړو؟

۱ـ د لومړیتوبونو له مخي د کارونو طبقه بندي کول

د خپلو ورځنیو یا اوونیزو کارونو یو لیست جوړ کړئ او بیا ئې د هغوی اهمیت ته په کتلو سره طبقه بندي کړئ. وروسته تر دې چي فهرست مو جوړ کړ له وخته د استفادې ډول ته مو توجه وکړئ او کوښښ وکړئ چي وخت مو پر مهمو فعالیتونو باندي متمرکز کړئ.

۲ـ د نن کار سبا ته مه پرېږدئ

کار چي هر څوندي ناخوښ او له سټریس او فشاره ډک وي، هغوندي ئې د ځنډېدو احتمال زیات وي نو له دې عادته د خلاصېدو له پاره کولای سئ چي له لاندي نقاطو ګټه واخلئ:

  • پلان جوړونه وکړئ او ددې کار له پاره له یوې کوچنۍ کتابچې څخه کار واخلئ او خپل ورځني يا اوونیز کارونه پکښي یاداښت کئ او لوی یا ستر کارونه پر کوچنیو برخو باندي ووېشئ.
  • کېدای سي ځیني وختونه داسي احساس وکړئ چي د خپل پلان له مخي مخ ته نه یاست تللي، مشکل نسته، پر نفس باور او مثبت تفکر ستاسي سره مرسته کوي څو بیاځلي خپل اصلي مسیر ته راسته سئ.

۳ـ خپل تعهدات او خپلي ژمني مدیریت کړئ

ډېري ژمني او هم ډېري کمي ژمني سټریس رامنځ ته کوي ځکه نو د هغوی د مدیریت له پاره لاندي ټکیو ته پاملرنه وکړئ:

  • هغو کارونو او مسایلو ځانونه مه متعهدوئ، چي ستاسي له پاره مهم نه وي.
  • د مسئولیت احساس وکړئ، خپل کړی تعهد مو جدی ونیسئ او له کاره ځان مه کاږئ.
  • نوي نظریات او وړاندیزونه ومنئ او کوښښ وکئ چي ډېره زدکړه ورڅخه وکړئ.

۴ـ غیر ضروري وړاندیزونو او غوښتنو ته نه ووایاست

ډېری وختونه د نورو کسانو بې ځایه او ناسمي غوښتني قبلول ستاسي ډېر وخت تلفوي، که وکولای سئ په نه ویلو سره د دغو کارونو له کولو څخه پرهېز وکړئ – بریالي سوي یاست چي خپل زیات وخت مدیریت کړئ.

۵ـ له مړه سوو وختونو څخه استفاده

تر اوسه مو فکر کړی دئ چي هره ورځ ستاسي څوندي وخت د موټرانو په تمځای، د ډاکټر په معاینه کي او… په انتظار تلفېږي؟ تاسي کولای سئ چي له دغو وختونو څخه د خپلو مختلفو درسي (لکه ادبیات، ژبو، شعر او…) فلش کارتونو یا خپلو یاداښتونو په لرلو سره له دغو مړه سوو وختونو څخه په بنسټیزه توګه استفاده وکړئ.

۶ـ د اغېزناکي مطالعې مهارتونه زده کول

د مطالعې مهارتونه لکه تېز ویل، لنډیز را ایستل او یاداښت اخیستل، د درسونو لوستلو روش، تر دې چي تېز لیکل او ښه لیکل کولای سي ستاسي سره د وخت په سپما کولو کي خورا زیات اغېزناک اوسي ځکه نو کوښښ وکړئ چي دغه مهارتونه زده کړئ څو وخت مو لا ښه مدیریت کړه سي.

۷ـ د تفرېح او فارغو وختونو کنټرول

پر ځای او موقعې باندي تفرېح او استراحت کول ستاسي د اصلي فعالیتونو ترسره کولو له پاره ستاسي د جسمي او روحي انرژۍ د راژوندۍ کېدو سبب کېږي ځکه نو که تفرېح مو ډېر وخت ځان ته ورکوي، نو بیا دلته موثریت نه لري او باید محدوده کړه سي، په دې کار سره ځان ته نوی وخت پیداکوئ.

۸ـ د خوب د وختونو تنظیمول

شپه د خوب او استراحت له پاره بهترین وخت دئ په همدې آساس داسي عادت ونیسئ چي د ورځي خپل درسي فعالیتونه او نوري خوارۍ وکړئ او د شپې له طرفه خوب وکړئ دا ځکه چي کم خوب د تمرکز د کمېدو سبب کېږي او ډېر کم خوب په انسان کي د مریضۍ راپیداکېدو سبب کېږي، دا په داسي حال کي، چي کافی خوب کول د تمرکز زیاتېدو سبب کېږي.

په کار کي د وخت مدیریت:

په کارځای کي له وخته د بنسټیزي استفادې له پاره یو لړ کلي لارښووني سته چي په لاندي ډول دي:

۱ـ په مناسب وخت کي مناسب کار وکړئ

د ورځي تر پایه له فهرسته هغه کارونه وکړئ چي لومړیتوب لري، دا کار ډېر هوسا دئ او کومي خاصي مېتودولوژۍ ته اړتیا نه لري په داسي حال کي، چي موږ ډېر کم مناسب کار په مناسب وخت کي کوو. ځکه نو کارونه د هغوی د لومړیتوبونو له مخي کولو سره لا ښه کولای سو چي وخت مدیریت کړو.

۲ـ د سبا کارونو فهرست نن جوړ کړئ

د کارونو فهرست او لیست بررسي کړئ داسي چي پاته سوي کارونه اول راولئ او ترسره سوي هغوی پاک کړئ دا کار ددې سبب کېږي هغه اقدامات چي په دوهمه مرحله کې باید وکړئ، در په یاد کړئ.

۳ـ د خپل کاري اوج ساعتونه مو معلوم کړئ

د خپل کاري اوج ساعتونه مو پیداکړئ. په دغو ساعتونو کي تاسي زیاته انرژي او ډېر تمرکز لرئ او کولای سئ چي په دغو وختونو کي هغه سخت کارونه وکړئ.

۴ـ د اعظمي غونډو څخه استفاده وکړئ

د غونډي نیولو له پاره باید دا لاندي ټکي مدنظر ونیسئ:

  • غونډه داسي وخت ونیسئ چي موضوع ئې رامنځ ته سوې وي.
  • د بحث ناحیې باید اولیت بندي کړلي سي
  • د غونډي د دقیق وخت تنظیمول

۵ـ خپل مېز مو پاک او مرتب کړئ

هغه کس چي پر ګډوډ مېز باندي کار کوي په متوسط حد په ورځ کي یو او نیم ساعتونه، یوازي پر خپل مېز باندي په خپلو شیانو پسي ګرځي چي د مېز په پاک ساتلو سره کولای سي خپل کار ته په هفته کي پر خپل کار باندي لس نیمه ساعتونه اضافه کړي.

۶ـ روشونو ته د ځانو سره سم تطابق ورکړئ

د وخت د کامیابه مدیریت له پاره، باید د ځان یو د وخت مدیریت کولو سیسټم طرح کړئ.

د وخت په برخه کي، د دغو ټولو کارونو علمي نتیجه، له داسي شي څخه استفاده کول دي چي بیرته نه راګرځي او بیا په لاس راوړل ئې امکان نه لري. دا ځکه چي هر فرد یوازي یو واري په يوه لحظه کي کولای سي و اوسي نو هغه باید ډېر دمخه له هغو لحظو څخه د استفادې له پاره چي پر ده/ې باندي راځي پلان او مدیریت کړي او پوه سي چي د وخت مدیریت په ژوند کي له ټولو مدیریتونو څخه مهم تر دئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي