تیم‌سوتي: روهیت شرما په درې‌واړه فارمټونو کې فوق‌العاده لوبغاړی دی

د نیوزیلینډ د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي تیم سوتي تازه په یوې مرکه کې د هند کرکټ ملې لوبډلې او د هند ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي روهیت شرما په اړه څرګندونې کړي.

تیم سوتي ویلي، روهیت شرما په درې واړه فارمټونو کې غوره لوبغاړی دی او هغه کولای سي، په درې واړه فارمټونو کې هر وخت لوبه په خپل کنټرول کې واخلي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې هند غوره توپوهونکي لري، چې د یادو غوره لوبغاړو له ډلې یو هم روهیت شرما دی.

تیم سوتي وویل:

«بلې هو روهیت شرما د کرکټ په درې واړه فارمټونو کې یو غوره لوبغاړی دی، هغه یو داسي لوبغاړی دی، چې زه مینه لرم د هغه لوبې وګورم، روهیت شرما کولای شي لوبې په خپل کنټرول کې واخلي، د یوه توپ‌اچونکي په توګه زه پوهېږم، چي هند کرکټ ملې لوبډله غوره توپوهونکي لري، چې د هغو له ډلې څخه یو هم روهیت شرما دی.»

 

 

تیم سوتي پر داسي مهال دا څرګندونې کوي، چې سبا جمعه ماپښین ۲ بجې د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه کې هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلې مخ کیږي.

دې دواړو هیوادونو وار له مخې سبانۍ لوبې ته لوبډلې اعلان کړې دي او ورته یې د پوره چمتوالي خبر ورکړی.

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبه د انګلستان په ساوتمټن ښار کې ترسره کیږي.