هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

سلمان خان او کترینا کیف موده وروسته په ګډ فلم کار کوي

سلمان خان او کترینا کیف د هند د سینما دوه هغه څیرې دي چې تر دې مخکې یې یو شمیر شریک فلمونه په پراخه کچه خلکو خوښ کړي دي.

اوس دا دواړه په استرالیا کې د خپل راتلونکې فلم ” ټایګر زنده هی “ په ثبت (شوټنیک) بوخت دي.

ددې فلم ډایرکټر د هندي سینما نامتو فلم جوړونکی علي عباس ظفر دی.

سلمان خان او کترینا کیف د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۲ م کال کې په ” ایک تها ټایګر “ فلم کې په شریکه راڅرګند شوي وو.

سلمان خان په دې وروستیو کې د کترینا کیف سره د خپل دې فلم د ثبت له ځایه یو عکس شریک کړی چې د ګڼو هندي رسنیو پاملرنه یې ور اړولې ده. سلمان خان په خپل انسټاګرام کې له دې عکس سره لیکلي” په ټایګر زنده هی – کې بیرته یو ځای“

BACK TOGETHER , IN TIGER ZINDA HAI .

A post shared by Salman Khan (@beingsalmankhan) on


د سلمان خان او کترینا کیف” ټایګر زنده هی“ فلم د د دوی د پخواني فلم ” ایک تها ټایګر “ په سلسله جوړیږي.

په دې فلم کې سلمان خان د ټایګر په نوم د هند د استخباراتي ادارې ( RAW) د ایجینټ رول لوبوي او کترینا کیف بیا د ځویا په نوم د پاکستان د یوې جاسوسې په رول کې راڅرګندیږي.

د فلم ډایرکټر علي عباس ظفر هم ددې فلم د شوټینګ یوه صحنه پر خپل ټویټر شریکه کړې ده.

د هند او پاکستان تر منځ سیاسي، استخباراتي او پوځي رقابت او د دواړو هیوادونو د کلتورونو شراکت د هندي فلمونو د جوړونکو او لیدونکو لپاره تل یو په زړه پورې موضوع ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */