ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه ساینس او ټیکنالوژي

د موبايل ډېر استعمال انسان بوډا کوي

لیکنه: ياران
ليکنه: فرزانه زيار

وروستيو علمي څېړنو پر ثبوت رسولې چې له لاسي تليفونونو څخه ډېره ګټه اخيستنه د ځوانانو د زړښت لامل ګرځي.

څه وخت مخکې د قاهرې پوهنتون استاد ډاکټر فاضل محمد علي د نوې تکنالوژۍ او د هغې د زیانونو پر اړه يوه علمي څېړنه وکړه، د دې څېړنې په پايله کې دا جوته شوه چې د انسان بدن ته د تکنالوژیکو فريکونسيو ننوتنه د هغه په وجود کې د فزيکي نیمګړتیاوو سبب ګرځي.

وايي کله چې مقابل لوري ته زنګ ځي يا راځي، نو يو ډول څپې توليدېږي چې دا

څپې مستقيم د انسان پر وجود ورځي دا څپې دومره تیزې وي چې د انسان له وجوده تيرېږي او تر دې چې د انسان وجود زخمي کوي چې د وخت  پر تېريدلو سره دا زخم د بېلابېلو ناروغيو لامل ګرځي.

دې څېړنې دا هم ښکاره کړه چې توليد شوې الکترو مقناطيسي څپې د سیل(سرطان) سبب ګرځي، د دغو څېړونکو د وينا پر بنسټ د لاسي تليفونو زياته کارونه په زړه، مغز او د مردانه جنس پر هورمونونو باندې ډېره ناوړه اغېزه لري او همدا اغېزې بیا د سرطاني غدې د پيدايښت او پياوړتيا سبب ګرځي.

په ځانګړي ډول د تليفون زیاته کارونه پر کوچنيو ماشومانو او ځوانانوباندې ډېرې ناوړې اغېزې لري.

ښه به دا وي چې له اړينې اړتیا پرته د تليفون له کارولو څخه ډډه وشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ