هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

« خیال» او که « فکر»؟

ډېر کسان یوازې خیال او فکر کوي. افغانان یې خيال پلو بولي.

خیال او فکر دوه بېل څیزونه دي. شاعران، چې ټول عمر په خیال تېروي، له فکري اړخه کمزوري راوځي او په ژوند کې د پرمختګ کم چانسونه مومي، خو مفکران، چې فکر او عمل کوي، له حقیقي ژوند سره اړخ لګوي او په ژوند کې د پرمختګ لارې پیدا کوي. خیال له ژونده تېښته او د بې وسۍ نښه ده، خو فکر له ژوند سره مینه او د قوت ټکی دی.

خیال پلو، یا خوب لیدل ژنتیکي عامل نه دی، بلکې د ژوند په اوږدو کې له انساني خویونو زیږي.

خوب او خیال ډېری د هغو کسانو کار دی، چې له واقعیتونو تېښته کوي، یا د فکر او عمل خلک نه دي. هغوی، چې پر خیال پلو تمرکز کوي، د څو شېبو لپاره ځان خوښ ساتي، خو خپل ټول فکر او ذهن پر هغه څه بوخت ساتي، چې عملي اړخ نه لري. دغه فکر او وخت که د خپل اقتصاد پر ښه کولو، د یوه نوي کار په پیلولو، یا پر دې ولګیږي، چې څنګه شتمن او بډای شم، زر ځله ګټور دی.

*******
د نړۍ پنځه پیاوړې ښځې
۷ شیان چې له ویده کیدو مخکې یې هیڅکله مه خورئ
انیل کپور وايي یو وخت یې د سنجي دت دریشي ګانې په کرایه اغوستې
د تاريخ پوروړي – شهرت ننګيال
ژوند کې لوی اهداف ټاکل د پرمختګ راز دی
ولې د ځینو خلکو حافظه کار نه کوي؟
*******

یو شمېر کسان کېدای شي خیال پلو بې مصرفه او د څو شېبو خوښي وبولي، خو حقیقت دادی، چې دا ډول کسان له حقیقي ژونده تېښته کوي. د دوی د فکر او ذهن ډېره برخه پر غیر واقعی مسایلو بوختیږي او دا هغه څه دي، چې له ده سره په پرمختګ او مالي او اقتصادي وضعیت کې مرسته نه شي کولای.

زه خپله شاوخوا پنځه شپږ کاله په خیال پلوونو کې ډوب وم. د افغانستان پاچا وم، لر او بر ټولې سیمې نیسم، امپراتوري جوړوم، نړۍ مې تر واک لاندې ژوند کوي. له کابل او کندهاره پاریس او واشنګټن جوړوم، خو دا هسې یو خیال دی.

په دې سره زموږ پټه او د فکر کولو انرژي مصرفیږي، خو ګټه یې هېڅ. د څلور پنځه کاله کیږي، چې پر خپل کار او ژوند فکر کوم او پایله یې هم مثبته ده. که یو ساعت فکر کوم، په مالي او اقتصادي برخه کې څوساعته ګټه راته کوي. د سباني کار په تړاو زما ۱۰ دقیقې فکر زما د پوره ورځې ټول کار تنظیموي.

خیال پلو ته خلک د سراب مثال ورکوي: (( هرڅومره، چې ور نږدې کیږې، ترې لرې کیږې او بالاخره تږی پاتې کیږې.))

ډېری دوه ډوله خلک په خیال پلوونو کې ډوبیږي. لومړی، هغوی، چې پر ځان اعتماد او باور نه لري او دویم هغه کسان، چې بري ته د رسېدو په ترڅ کې سملاسي له ناکامۍ سره مخ کیږي. هغوی نور پرځان اعتماد له لاسه ورکړی وي او فکر کوي، چې هدف ته نه رسیږي، نور خیال پلو وهي.

خیال پلوه کسان په عملي ډګر کې د هېڅ دي. هغوی یوازې په دې کې تکړه دي، چې نورو ته وغږیږي، خپل خیالونه ورسره شریک کړي، خو چې د عمل ډګر را رسیږي، تېښته کوي. خیال پلوه کسان ډېری نیوکې کوي، په هره مساله کې غږیږي، لکه د افغانستان د حکومنت اپوزیسیون او د یو شمېر ټلویزیونونو کارپوهان، خو په عمل کې دوی یو هم وړ نه دي.

ددې پرځای، چې هره شپه مو یو یا دوه ساعته وخت په خیال پلوونو تېر کړﺉ، یا ټوله ورځ پر نورو نیوکې او د نورو غیبت وکړﺉ، معقوله داده، چې فکر او عمل خپل کړﺉ. د شپې له خوا ۱۵ دقیقې فکر ستاسې د سبا ورځې بشپړ پلان دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */