ژباړه: بشر دروېش
د چورت وهلو په اړه په عامه توګه زموږ خلک ښه نظر نه لري. دوی چورت وهل د وزګارو، عصبي یا بې زړه خلکو کار ګڼي.
په ځینو برخو کې یا تر یو حده کیدای شي همداسې هم وي، خو په ټوله کې داسې نه ده.
په دې مطلب کې به د چورت وهلو له ګټو څخه خبرشئ:
چورت وهل او لوی خلک
د ورځې لخوا چورت وهل سبب کیږي، چې د شپې خوب مو نارامه شي. دا نارامي مو د وجود سلامتۍ ته تاوان رسوي.
له دې سره د تاریخ ځینو لویو خلکو لکه: اډیسن، انشټین، چرچیل، ناپلیون او نور داسې خلک وو، چې هره ورځ به یې چورت وهه او له دې کاره نه تېریدل.
اوس پوښتنه ولاړیږي، چې چورت وهل له زیانونو سره یې ولې د مشهورو څېرو کار و؟
د دې په ځواب کې به ووایو، چې چورت وهل او ګټې یې دوو لاملونو سره تړلي دي.
یو دا چې تاسې څوک یاست او بل دا چې څنګه چورت وهئ؟
دلته د چورت وهلو په ګټو او هغو لارو غږیږو، چې دا ګټې ورسره ترلاسه کیدای شي:
د انرژۍ پیاوړتیا
د چورت وهلو یوه ګټه دا اټکل شوې، چې د انرژۍ د پیاوړتیا سبب کیږي.
البته په دې برخه کې مهمه دا ده، چې نه باید ډیر لنډ او نه هم ډیر اوږده چورتونه ووهل شي.
لږ چورت پر یوې موضوع ستاسې سم سرنه خلاصوي او اوږد چورت مو خوبولي کوي.
په چورت وهلو کې تعادل ساتل یو مهم اصل دی.
د خپګان ختمول
کله چې وضعیت ډیر ګډوډ وي، ښه ده چې ماغزه مو لږ آرام کړئ.
له چورت وهلو سره کولای شئ خپل ذهني کشمکش کنټرول کړئ، یانې د ګڼو موضوعاتو په اړه د فکر او تشویش پرځای پر یوې موضوع تمرکز وکړئ.
دا ډول تمرکز طییعي ده، چې د مشخصو اندیښنو په حل موندلو کې لازمې مرستې درسره کولای شي.
خلاقیت
که په کافي اندازه چورت ووهئ، ماغزه مو نوي شیان کشفوي او د خلاقیت سبب کیږي.
تر چورت وهلو وروسته لازم او آرام خوب او بیا را ویښیدل ستاسو خلاقیت لا پیاوړی کوي.
په لنډو چورتونو کې د خلاقیت امکان کم دی. د یوه خلاق چورت وهلو لپاره لږ ترلږه ۹۰ دقیقې وخت اټکل شوی.
د چورت وهلو ستونزې
چورت وهل له هغومره ګټو سره ځینې زیانونه یا ستونزې هم لري؛ لویې ستونزې دا دي چې بې تدبیره یا بې کنټروله چورت وهل تاسې ته بې حسي او د همېشني خوبولوب احساس پیداکوي.
د چورت وهلو لپاره اړین ټکي
– که د بې خوبۍ ستونزه لرئ، چورت وهل پریږدئ او زړه مه ورته ښه کوئ. البته ترهغه وخته له دې کاره ډډه وکړئ چې خوب مو عادي حالت ته راشي.
– د چورت وهلو لپاره وخت وټاکئ، له۲۰ تر ۳۰ دقیقو یې ټولو نه مناسب وخت دی.
– ۹۰ دقیقې د چورت وهلو لپاره ترټولو اوږد وخت دی، تردې یې هیڅکله مه زیاتوئ.
– د چورت وهلو لپاره درته وخت وټاکئ. دا په پام کې ولرئ چې کوم وخت کې معمولا چورت وهلو ته ډېر جوړ یاست او په دغه وخت کې ښه چورت وهلی شئ.