مارچ 5, 2021

ولې باید له خبرو کولو مخکې، هرومرو فکر وکړئ؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل
موږ ټولو دا کار ترسره کړی دی. هغه شېبه، چې د کلمو یوه ډله زموږ له خولې څخه بهر الوزي، پرته له دې، چې د هغو په اړه مو فکر کړی وي او پرته له ځنډه، خپله پښېماني د مخ د سره کېدو او د پرله پسې بښنې غوښتلو په بڼه ښکاره کوو. کاشکې دا مو کولای شوای، چې له خبرې کولو مخکې مو فکر کړی وای! نباید داسې وي، په حقیقت کې په لږ تمرین کولو سره، کولای شو د دې پېښو مخه ونیسو.
ناپیلیون هېل وایي: هڅه وکړئ، چې تل له خبرو کولو مخکې فکر وکړئ، ځکه ستاسو کلمې او اغېزې د نورو په ذهن کې د بریا، یا ماتې تخم کري.
آیا موږ په یوه ورته ژبه خبرې کوو؟
مور مې په دې وروستیو کې را ته پیغام پرېښود، ترڅو د هغې په الوتونکو باندې د پام له کبله، له ما څخه مننه وکړي. هغې پیغام د لول ( LOL ) په عبارت سره لاسلیک کړی و. زما په ژبه کې د دې عبارت مانا یانې ( لوړ وخانده ) ( Laugh Out Loud ) او د هغې په ژبه کې مانا یې دا وه، چې ( په ډېره مینه ) ( Lots Of Love ). حیرانونکې ده، چې موږ کولای شو، له یو بل سره خبرې وکړو.
کله چې خبرې کوو، خپلو خبرو ته، په هغو کلمو او عبارتونو سره، چې زموږ لپاره شخصي شوي دي، رنګ ور بښو. موږ دا عبارتونه له خپلو دوستانو، کورنۍ یا حتا هغو طنزي مطالبو څخه، چې په انټرنېټ کې یې لولو زده کړي دي. د کلمو دا ترکیب، طبیعي ښکارېږي او موږ له اورېدونکو یا لوستونکو څخه دا تمه لرو، چې زموږ موخې ته پام وکړي. که چېرې واقعاً غواړئ، چې اورېدونکی ستاسو موخې ته پام وکړي، نو هڅه وکړئ، چې له خبرې کولو مخکې لږ فکر وکړئ او وروسته له هغو کلمو او عبارتونو څخه ګټه واخلئ، چې ښایي هغوی په خپله ترې ګټه واخلي.
آیا زه لټ شوی یم
کله چې له یو چا سره د یوې مودې لپاره اړیکه ولرئ، عجیب بدلون رامنځته کېږي، خلک لاپسې لټ کېږي، داسې چې له یو بل سره د خبرو کولو پرمهال، ډېر کم د مقابل لوري د افکارو او احساساتو په اړه فکر کوي. تېروتنه مه کوئ! هېڅ بد نیت پکار نه دی؛ موږ یوازې له یو بل سره یوې هوسا محدودې ته ننوځو او پوهېږو، چې مقابل لوری زموږ موخې ته متوجه کېږي.
په دې ځای کې د ارواپوهنې له یوه متن څخه یادونه کوم، ترڅو خپله موخه په روښانه او واضحه توګه بیان کړم:
د اړیکې په لومړیو ورځو کې
ګرانه نه غواړم، چې له موخې څخه مې ناسمه اخیستنه ونه کړې، خو دې ته مې پام شو، چې د سر د پاسنۍ برخې وېښتان دې نري شوي دي. پوهېږم، چې نارینه د خپلو وېښتانو په له لاسه ورکولو کې ډېر حساس دي، خو نه غواړم، کوم بل کس، پرته له دې، چې تمه یې ولرې، دا خبره تاته وکړي او خجالت دې کړي.
هغه مهال، چې اړیکه په ښه توګه رامنځته شوې ده
دې ته پام شوی دی، چې د شا له خوا د سر د وېښتانو زیاته برخه دې دوړېدلې ده؟ ږمنځول یې نور ګټه نه لري، که چېرې په اړه یې بد احساس لرې، نو یوه خولۍ په سر کړه. ډېری نارینه د خپل سر د پاسنۍ برخې وېښتان له لاسه ورکوي او دا اصلاً کومه مهمه موضوع نه ده.
په بشپړه توګه معلومه ده، چې له دوو احساسونو څخه کوم یو یې ډېره همدردي لېږدوي او ډېر زیات احتمال شتون لري، چې مثبته اخیستنه رامنځته کړي. د خبرو کولو پرمهال د دې مورد تشخیصول، کولای شي لږ ستونزمن کار وي، خو په لږ تمرین سره، په هوسا کار باندې بدلېږي.
آیا واقعاً د ویلو لپاره خبره لرم؟
د کوچني توب پرمهال به مې نیا راته ویل: که د ویلو لپاره ښه خبره نه لرې، نو هېڅ خبرې مه کوه. نیا مې د غیبت د اورېدو زغم نه درلوده، نو دا خبره یې په بشپړه توګه منطقي ښکارېده. کولای شو دا عبارت لږ اصلاح کړو. ( که چېرې د ویلو لپاره خبره نه لرې، نو هېڅ خبرې مه کوه! ).
ډېری وختونه خلک یوازې د ناخوښه چوپتیاوو د له منځه وړلو لپاره، خبرې کوي؛ یوازې د دې لپاره، چې باور لري د یو څه، یا هر څه ویل، له دې څخه غوره دي، چې په یوه ګوښه کې چوپ کېني. دا حتا شونې ده، د ځینو کسانو لپاره د ژور خپګان او اندېښنې سبب شي.
کله چې بل شخص خبرې کوي، نو هغه ته غوږ ونیسئ. د خبرو کولو موکې ته په تمه مه اوسئ، یوازې غوږ ونیسئ. په حقیقت کې هغه څه، چې مقابل لوری یې وایي، واورئ، په اړه یې فکر وکړئ او د اړتیا په صورت کې ځواب ورکړئ.
آیا زه د سم انځور د انځورولو په حال کې یم؟
د خبرو کولو پرمهال د ناسم پوهاوي یو له دودیزو ډولونو څخه د سرچینې د معلومولو نه شتون دی. لکه: د ځانګړو او خاصو کلمو له ذکر کولو څخه پرته، په تولیزه او ابهامي توګه خبرې کول، د بېلګې په توګه: د دوو ساده عبارتونو ته پام وکړئ: کېدای شي، چې هغه ماته راکړې؟ او کوم څیز، چې په هغه ځای کې دی ماته یې راکړه. په ورځینو خبرو اترو کې دې ته ورته څومره جملو څخه ګټه اخلئ؟
اورېدونکی له کومه ځایه ستاسو موخې ته متوجه شي؟ څوک چې ستاسو خبرې اوري، نو دا پیلوي، چې تش ځایونه په هغو څیزونو سره، چې ښایي ستاسو له موخې سره توپیر ولري، ډکوي. تاسو ( مالګه راکړه) په اړه فکر کوئ، خو پرځای یې تاسو ته فلافل درکول کېږي. دا کولای شي د اورېدونکي د خواشیني کېدو سبب شي او له دې څخه مهمه دا چې د درک د نه شتون او کله وخت د لانجې سبب هم کېږي؛ له دې امله غوره ده، مخکې له خبرو کولو څخه، هڅه وکړئ، چې خلک، ځایونه او څیزونه معلوم کړئ؛ په داسې توګه، چې هر اورېدونکی ستاسو په خبرو باندې پوه شي.
زه له کومو کلمو څخه ګټه اخلم؟
په بشپړه توګه معلومه ده، هغه کلمې او فعلونه، چې موږ ترې ګټه اخلو، یا یې نه اخلو د هغه ځای ښکارندویي کوي، چې موږ پکې ستر شوي یو او دغه راز زموږ د زده کړو، افکارو او احساساتو څرګندونه هم کوي. که لږ یې روښانه کړو، له هغو ضمیرونو څخه، چې ګټه اخلو. په هغو جملو کې زموږ د احساساتو په اړه لید وړاندې کوي، کومې چې بیان کړې مو دي.
د یوې جملې پیلول ( زما په اند ) سره، له اورېدونکي څخه د همدردۍ پرځای په خپل ځان باندې تمرکز کول دي؛ په داسې حال کې له ویونکي څخه د هغو خبرو په اړه د لا ډېرو توضیحاتو غوښتنه، کوم چې کړې یي دي، د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو هغو ته غوږ نیسئ او حتا که چېرې له خبرو سره یې همغږي هم ونه اوسئ، نو درنښت ورته کوئ.
آیا نقشه واقعاً د قلمرو ښکارندویي کوي؟
له خبرو کولو مخکې، موږ کله وخت سناریو جوړوو، چې د دې سبب ګرځي، داسې چلند وکړو، چې د اړتیا له مخې رښتینی وضعیت نه منعکسوي. لږ مخکې یو له دوستانو څخه مې، له ماسره ژمنه وکړه، په هغه پروژه کې له ماسره مرسته وکړي، په کومه باندې مې، چې دم ګړۍ کار کاوه. له لومړنیو لیده کاتو او څو سترو ژمنو وروسته، موږ یوه نقشه وکښله او ترسره کول مو یې پیل کړل. یوه اوونۍ او څو ورځې تېرې شوې او ما هڅه وکړه، چې له خپل دوست څخه پوښتنه وکړم، چې وضعیت څنګه پرمخ ځي. له غږیزو پیغامونو او بې ځوابه برېښنا لیکونو او اوږده سکوت وروسته، یوه اوونۍ وروسته مې بیا هڅه وکړه او یو ځل بیا مې ځواب تر لاسه نه کړ.
ناهیلی شوی وم د لږ ډېرې وېرې او غوسې احساس مې درلوده. په څرګنده توګه ووایم، هغې پروژې ماته ډېر زیات ارزښت درلوده او مایې د لېونۍ مینې له مخې د ټولو ډولونو په جوړولو پیل وکړ، بالاخره وتوانېدم، چې دوست مې پیدا کړم او پرته له ځنډه مې د هغه لپاره د هغو ژمنو او هوکړه لیکونو په اړه، چې د ساتلو وړتیا یې نه لرله، یوه ښکلې او جانانه وینا پیل کړه، خو هغه زما د خبرو په منځ کې د خپل ورور د مړینې په خبر سره، زه ودرولم. کاشکې له خبرو کولو مخکې مې لږ فکر کړای وای.