هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

د بریتانیا لومړۍ وزیره: نور د ډیموکراسۍ په نوم هیوادونه نه اشغالوو

د بریتانیا لومړۍ وزیره وايي، بریتانیا او امریکا په ګډه د نړیوال مشرتابه مسولیت لري، ځکه کله چې موږ شاته کیږو او نور رامخې ته کیږي، دا د امریکا او بریتانیا او نړۍ د ګټو په زیان ده.

خو تریسا مې وايي، بریتانیا باید نور” په خپله طبعه د نړۍ جوړول “ پریږدي. نوموړې دا خبره د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر لیدنې دمخه په یوه وینا کې کړې.

تریسا مې وايي” هغه ورځې تېرې شوې چې د بریتانیا سرتیري نورو هېوادونو ته ورتلل څو هغوی لا ډیر ډیموکراټ کړي، هغه څه چې په عراق او افغانستان کې موږ وکړل.“

د امریکا په فیلادلفیا کې ددې هیواد د ګانګرس ځینو غړیو ته په وینا کې د بریتانیا لومړۍ وزیرې ټینګار وکړ چې د امریکا او بریتانیا ګټه په دې کې ده چې د خپلو ارزښتونو څخه د دفاع لپاره یو و اوسو. خو دا په دې معنی نه ده چې پخوانیو ناکامو شویو پالیسیو ته ستانه شوو.

د بریتانیا لومړی وزیرې زیاته کړه، هغه ورځې تیرې شوې چې امریکا او بریتانیا خپلواک هېوادونه ددې لپاره چې زموږ په طبعه برابر شي، اشغالول.

لویدیځې رسنۍ وايي، د بریتانیا د لومړۍ وزیرې دا څرګندونې ددې هیواد د هغې بهرنۍ پالیسۍ څخه په څټ راستنیدل دي، چې په تیرو شلو کلونو کې ټوني بلیر، ګورډن براون او ډیویډ کامرون مخ ته بېولې وه.

په عین حال کې ددې څرګندوی هم ده چې بریتانیا غواړي د امریکا د نوې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغې نوې نړیوالې پالیسۍ کې ځان ورګډ کړي چې وايي، په نړۍ کې به امریکا له هغو جګړو چې درنه بیه غواړي وباسي.

پر دې سربیره تریسا مې وویل، بریتانیا به لا هم د ولادیمیر پوتین په مشرۍ د روسیې له شره د ختیځې اروپا او د منځني ختیځ د ځینو هیوادونو له شره د اسرایلو د ساتنې لپاره مداخله وکړي.

نوموړې ویلي، دا کار به هم هغه وخت کوي چې ګواښ ریښتیني وی او مداخله زموږ په ګټه وي.

تریسا مې وویل” موږ باید پیاوړي، هوښیار او سخت سري واوسو. او کله چې د خپلو ګټو لپاره دریږو باید لازم مقاومت وښیو.“

د بریتانیا لومړۍ وزیره دا مهال امریکا کې ده او د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره به د لومړنۍ بهرنۍ مشرې په توګه خبرې کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */