هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

تیرزا مې د ټرمپ لومړنۍ بهرنۍ میلمنه وه

د بریتانیا لومړۍ وزیره تیریزا مې لومړنۍ بهرنۍ مشره وه چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسیدو وروسته یې له نوموړي سره په سپینه ماڼۍ کې وکټل او دواړو په یوه شریکه خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

تیریزا مې وویل، له ډونالډ ټرمپ سره یې په لومړۍ لیدنه کې د امریکا او بریتانیا شته اړیکې نورې هم نژدې کړي او د امریکا ولسمشر د بریتانیا د رسمي سفر هغه بلنه منلې چې د ملکې ایلیزابت له خوا ورکړل شوې. او ددې کال وروستیو کې به بریتانیا ته سفر وکړي.

تیریزا مې له ټرمپ سره په ګډه خبري غونډه کې د نوموړي انتخاباتي ”بریا حیرانونکې “ وبلله او مبارکي یې ورکړه.

مې وویل، له ناټو سره یې د امریکا د ملاتړ ډاډ تر لاسه کړی، او د امریکا او بریتانیا ترمنځ د سوداګرۍ د تړون په برخه کې یې هم لومړنی پرمختګ کړی دی.

د بریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن مې وویل، غواړي د امریکا له حکومت سره خپل اختلافات هم ووايي او زیاته یې کړې” داسې مسلې هم شته چې موږ به په کې موافق نه یوو، ددې ځانګړو اړیکو یو ښه ټکی دا دی چې موږ به په خپلو بحثونو کې ډانګ پیلي او پرانیسې خبرې کوو. “

یو ددې احتمالي اختلافاتو څخه چې د دواړو مشرانو په خبري کنفرانس کې رابرسیره شو، پر روسیې د امریکا د بندیزونو مسله وه چې تیریزا مې ویل، دا پر روسیې د بندیزونو د دوام پلوي ده تر هغې چې روسیې د مینسک تړون په بشپړه توګه عملي کړی نه وي. خو ولسمشر ټرمپ وویل، دا ډیر وختي دی چې د بندیزونو په اړه خبرې وشي او زیاته یې کړه دا له روسیې سره ښو اړیکو ته هیلمن دی.

ټاکل شوې ده چې ډیر زر به ولسمشر ټرمپ د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره لومړنۍ ټیلفوني خبرې وکړي.

که څه هم له تیرزا مې د بریتانیا د پارلمان په ځانګړې توګه ځینو مهمو محافظه کارو غوښتي و چې د شکنجې په اړه دې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې وغندي، خو تیرزا مې په دې اړه په خبري غونډه کې غلې پاتې شوه.

په دې غونډه کې ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ټنګار وکړ چې شکنجه کار ورکوي، خو زیاته یې کړه دا پریکړه یې د دفاع وزیر جیمز ماټي ته پرېښې چاچې ټینګار کړی د قانون په چوکاټ کې به اقدمات کوي.

که څه هم تیرزا مې په نړیوالو سازمانونو لکه ناټو کې د امریکا د فعال ګډون پر دوام ټینګار وکړ، خو ټرمپ چې تر دې مخکې یې ناټو یو خنډ بللی و، د خپل دریځ د بدلیدو په اړه څه ونه ویل.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */