مارچ 8, 2021

د نړۍ لس غوره رسټورانټونه

Advertisements
ژباړه: عایشه حیدري

په رسټورانټ کې ډوډۍ خوړل او رسټورانټ ته تګ یوه عادي خبره ده او کېدای شي هر انسان په سلګونو ځلو بېلابېلو رسټورانټونو ته تللی وي او هلته ‌یې ډول ډول خوندور خواړه خوړلي وي، خو په نړۍ کې داسې رسټورانټونه هم شته چې ډېر حیرانونکي دي او ډېرو لږو خلکو به لیدلي وي او د دغو رسټورانټونو د خوړو خوند به یې څکلی وي.
د یوه رسټورانټ د ښه‌والي تر ټولو غوره نښه د هغه رسټورانټ خواړه دي او ور پسې بیا د رسټورانټ سینګار او ښایست ډېر اړین دی.
په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته د نړۍ لس غوره رسټورانټونه در وپېژنو، چې خواړه یې ګران، خوندور، جالب او عجیب دي. یاد مو وي چې په دې لیکنه کې د دوو تنو د خوړو د لوړ لګښت پر بنسټ درجه‌بندي شوې ده. راځئ ملتیا مو وکړئ چې په ګډه د نړۍ د غوره رسټورانټونو په سفر ووځو:

۱ – نوما رستورانټ Noma Restaurant

نوما رستورانټ د ډانمارک هېواد په کپهانګ ښار کې واقع او د یوه څاښت د خوړو لګښت یې دوو نفرو لپاره ۶۰۰ ډالرو ته رسېږي.
نوما یو لوکس او ښکلی رسټورانټ دی، چې درې کاله د نړۍ تر ټولو غوره رسټورانټ نوم خپل کړی دی.
نوما رسټورانټ د جغرافیې له اړخه په يوه ښه ځای او د نهنګانو په یوه پخواني انبار کې جوړ شوی دی.
نوما رسټورانټ د خوړو پخوونکی داسې یو ماهر مشر اشپز ټاکلی دی چې ډېر ځانګړي مهارتونه لري او کولای شي سمندري و سکنډناویایي خواړه په بېلابېلو بڼو پاخه کړي او هر ځل د خوړو په پخلي کې په ډېر مهارت بدلون راولي. دا پخلی مشر ردزیپي نومېږي او ډېر ژر ژر خپلو همکارانو سره یو ځای په خوړو کې بدلون را منځته کوي.
له دې کبله چې نوما رسټورانټ د نړۍ په غوره رسټورانټونو کې لومړی ځای لري، هر کال د ډېرو هېوادونو وګړي د دغه رسټورانټ لیدو ته ورځي، که تاسو هم غواړئ د سمندر په غاړه طبیعي چاپېریال کې له خوړو خوند واخلئ، نو د اروپا شمال ډنمارک هېواد ته سفر و کړئ او په دغه رسټورانټ خوراک مه هېروئ.

۲ – ارزاک رسټورانټ Arzak Restaurant

ارزک رسټورانټ د اسپانیا په سن سبېټین ښار کې واقع دی او د دوو تنو د یوه څاښت د خوړو لګښت یې نږدې ۵۳۰ ډالرو ته رسېږي.
د دغه رستورانټ چارې دوو تنو چې په خپلو کې سره پلار او لور دي، پر مخ وړل کېږي او د دغو دواړو ګډ کار د دې لامل شوی چې دا رستورانټ د نړۍ په غوره ریسټورانټونو کې ځای ولري.
یوان ماري ارزاک Juan Mari Arzak، د خوړو پخولو یو ستر نابغه دی چې له خپلو مهارتونو په ګټې اخیستنې، ډېر خوندور خواړه پخوي. نوموړی د خپلې لور اېلېنا ارزاک Elena Arzak په ملتیا په دې توانېدلی چې خپل هوټل د هسپانیې او نړۍ د غوره ریسټورانټونو په کتار کې و دروي.
د یادونې وړ ده چې ارزاک رسټورانټ دوه مشر پخوونکي (سر اشپزان) لري چې هغه له یووان او اېلېنا پرته بل څوک نه دي.
د یاد رسټورانټ یو ډول خواړه چې له کبانو پخېږي ډېر پېژندل شوي او خلک یې ډېر خوښوي.
او دا مو هم باید په یاد وي چې هسپانیا د فوټبال هېواد دی او دغه رسټورانټ هم د بارسلونا د پلویانو رسټورانټ دی، نو پام مو وي چې د فوټبال ناندرۍ له ځان سره دغه رسټورانټ ته ور نه وړئ.

۳ – موګاریتز رسټورانټ Mugaritz Restaurant

د موګاریتز رسټورانټ د اسپانیا په ارینتېریا ښار کې واقع دی او د دوو تنو د یوه څاښت د خوړو بیه په ۴۷۰ ډالره تمامېږي. موګاریتز ریسټورانټ د اسپانیا هېواد دوم ریسټورانټ دی او د ځانګړو درلودلو له امله یې د نړۍ په لسو غوره رسټورانټونو کې ځای موندلی دی.
که تاسو د هسپانیا هوټلونو او رسټورانټونو ته ورشئ، نو د اروپا د دغو لرغوني هېواد د خلکو مېلمه‌پالنه به در مالومه شي.
د موګاریتز رسټورانټ مسوول په پخلي کې ډېر زیات مهارت لري، تل هڅه کوي نوي خواړه پاخه کړي او په کومو لوښو کې چې د دغه رسټورانټ خوړو مېلمنو ته وړاندې کېږي، رومي بانجانو ته ورته جالبه بڼه لري.
د دغه هوټل ځینې خواړه ډېره جالبه بڼه لري چې Potato Stones یا ډبرین کچالو یې بللی شو، د خوړ د سولېدلو تیږو ته ورته بڼه لري، پیرېدونکي دا احساس کوي چې د دغو خوړو په خوړلو سره به یې ټول غاښونه مات شي، خو کله چې په خوراک پیل وکړي، نو خواړه ډېر نرم او خوندور وي.
دا رسټورانټ د بارسلونا د ټیم پلویانو ته ځانګړی شوی او که تاسو د ریال مډرېډ د لوبډلې پلویان یاست په ډېر احتیاط سره هلته ورشئ، ځکه د دغه رسټورانټ مسوولین او پیرېدونکي چاسره ټوکې نه لري‌.

۴ – ایلون مېډېسن پارک رسټورانټ Eleven Madison Park

ایلون مېډېسن پارک رسټورانټ د متحده ایالتونو په نیویارک ښار کې واقع دی او په دغه هوټل کې د دوو تنو د یوه څاښت د خوړو لګښت ۴۵۰ ډالره دی.
د دغه هوټل مسوولانو د رسټورانټ لپاره داسې مینو جوړه کړې چې پکې ټول روغتیايي خواړه ځای پر ځای شوي، هڅه کېږي چې خپلو پېرودونکو ته ځانګړي خواړه چمتو کړي.
د دغو خوړو په منځ کې یو هم د کب او ګازرو خواړه دي چې د یوې ګردې ډوډۍ په سر کب او لږ ګازرې ږدي، یاد خواړه د دغه رسټورانټ تر ټولو خوندور خواړه دي.
د ایلون مالیسن پارک رسټورانټ مسوولین دومره مېلمه‌پالونکي دي چې د دوی مېلمه‌پالنه د دې لامل شوه چې یاد رسټورانټ د نړۍ په لسو غوره رسټورانټونو کې شامل شي.

۵ – الینیا رسټورانټ Alinea Restaurant

الینیا رسټورانټ د متحده ایالتونو په شیکاګو ښار کې واقع دی او د دوو تنو د یوه څاښت د خوړو (له شرابو او څښاک پرته) لګښت یې نږدې ۴۲۰ ډالرو ته رسېږي.
الینیا رسټورانټ پرمختللی، عصري او هر څه یې ښکلي او زړه‌راښکونکي دي. د دغه رسټورانټ مشر پخوونکی یا سر اشپز ګرانټ اچاتز Grant Achatz په پخلي کې تل له نوښتونو کار اخلي او ډېری مهال لرغوني دودیز خواړه پخوي.
د رسټورانټونو د چارو ماهرین وايي چې دا ډول رسټورانټونه چې راتلونکي کې به هغو رسټورانټونو شمېر لوړ شي چې دودیز پخواني خواړه وړاندې کوي.

۶ – ډي او ام ریسټورانټ D.O.M

ډي او ام D.O.M رسټورانټ د برازیل هېواد په ساوپاولو ښار کې واقع دی او د دوو تنو د یوه څاښت د خوړو لګښت یې نږدې ۴۰۰ ډالرو ته رسېږي.
کله چې تاسو د برازیل نوم اورئ، نو ستاسو ذهن ته به ارومرو د امازون د ځنګلونو او یا هم د دغه هېواد د مشهورو فوټبالرانو نوم در یادېږي، خو د برازیل له نامه سره ډي او ام D.O.M رسټورانټ هم ډېر یادېږي او کله چې د برازیل هېواد د ډي او ام رسټورانټ خواړه وخورئ، تاسو به د دغه رسټورانټونه او خواړه هېر نه کړئ او امازون، نیمار او د برازیل رسټورانټونه به په ګډه ستاسو د یادونو مېلمانه وي.
ډي او ام یو D.O.M ښایسته او مجلل رسټورانټ دی چې د دغه رسټورانټ مشر پخوونکی (سر اشپز) الېکس اټالا Alex Atala د امازون د ځنګله سبو او د امازون حوزې له نورو موندل کېدونکو څارویو او غوښو خواړه برابروي.

۷ – اېل سلر ډي کان روکا ریسټورانټ El Celler de Can Roca

اېل سلر ډي کان روکا ریسټورانټ د‌ اسپانیا د کټلونیا په جېرونا ښار ګوټي کې واقع دی. د دغه رسټورانټ خواړه هم د نړۍ د ګرانبیه رسټورانټونو په کتار کې راځي او د دوو تنو د یوه څاښت د خوړو لګښت ۳۹۰ تر ۴۸۰ ډالرو ته رسېږي. اېل سلر ډي کان روکا ریسټورانټ د اروپا یو مجلل او ښایسته رسټورانټ ده.
اېل سلر دو کان روکا رسټورانټ کارونه د روکا کورنۍ درې وروڼه پرمخ وړي.
روکا وروڼو له خپلې مور او پلار څخه پخلی زده کړی دی. مشر ورور یې یووان روکا د دغه رسټورانټ د ډوډۍ پخوونکو مشر دی، دویم ورور یې جوزېپ روکا د دغه رسټورانټ هر ډول څښاک مسوول او درېیم ورور جورډي روکا د خوږو خوړو پخوونکی دی.
دغه درې ورونه ډېر ښه او نرم خویونه لري، ځکه یې خلکو ته د داسې خوړو لیست برابر کړی چې نوم یې (نړۍ وخوره) اېښی دی او دغه لیست (مینو) پنځه برخې لري چې په هره برخه یې د يوې سترې وچې (قارې) نوم لیکل شوی دی او په پنځو واړو برخو کې یې بیا د پنځو سترو وچو د خوړو نومونه لیکل شوي دي.

۸ – اوسټېریا فرانسسکانا Osteria Francescana

اوسټېریا فرانسسکانا د ایټالیا ښار په مودنا ښار کې واقع او په یوه څاښت کې د دوه تنو د خوړو لګښت ډالرو ۲۵۲ نه تر ۳۶۰ رسېږي.
نه یوازې د اوسټېریا فرانسسکانا رسټورانټ ظاهري بڼه ډېر ښکلی دی، بلکې د دغه رسټورانټ د پخوونکو مشر ځیرک او لایقه اشپز دی چې ډېر خوندور خوراکونه تیاروي.
که څه هم دغه رسټورانټ یو دودیز رسټورانټ دی، خو کله چې رسټورانټ ته ور ننوځي. لومړی داسې یوه نقاشي وینئ چې تاسو ته دا احساس درکوي چې تاسې يوه ایټالیایي سنتی رسټورانټ ته نه یاست راغلي، بلکې تاسو به احساس وکړئ چې د ایټالیا یوه پرمختللي رسټورانټ ته راغلي یاست.
دغه هوټل له ور (دروازې) څخه نیولې بیا تر ميزونو او چوکیانو پورې ټول په یوې ښکلې بڼې ډیزاین او طراحي شوی جوړ شوی دی.
دغه رسټورانټ د سمندري خوړو برسېره ایټالیایي او د نورې نړۍ مشهور خواړه هم پخوي او ستاسو سمندري خواړه نه خوښېږي اندېښنه مه کوئ، په اوسټېریا فرانسسکانا کې ډول خواړه پخېږي او د دغه رسټورانټ څښتن هېڅکله هم نه غواړي چې تاسو له دې ترې وږي لاړ شئ.

۹ – لېډبري ریسټورانټ The Ledbury

لېډبري رسټورانټ د‌ انګلستان د لندن په ښار کې واقع دی او په یاد رسټورانټ کې د دوو تنو د یوه څاښت د خوړو لګښت ۲۷۰ ډالرو ته رسېږي، یاده دې وي چې په دغو ۲۷۰ ډالرو کې د څښاک (شرابو او نورو څښاکونو) لګښت نه شاملېږي.
لېډبري رسټورانټ د نړۍ له مشهورو خوړنځایونو څخه دی او په انګلیستان کې هم د غوره رسټورانټو په سر کې راځي.
د دغه رسټورانټ مشر پخوونکی په اسټرالیا کې زېږېدلی برېټ ګراهام Brett Graham دی، نوموړی وايي چې تر هر څه ور ته د خوړو خوند ډېر اړین دی او ډېره هڅه کوي چې خواړه یې ښه خوند ولري.
ګراهام برېټ د ښکار شوقي هم دی او کله کله د خپل ښکار غوښې په خپلو پېرودونکو هم خوري او د رسټورانټ مینو یا د خوړو په لیست کې غوښې او سابه دواړه موندلی شئ.

۱۰ – ډېنربای هېسټن بلومنتل ریسټورانټ Dinner by Heston Blumenthal

ډېنربای هېسټن بلومنتل رسټورانټ Dinner by Heston Blumenthal د انګلستان په لندن ښار کې واقع او د دوو تنو د یوه څاښت د خوړو بیه په ۲۳۰ ډالره تمامېږي.
په دغه رسټورانټ کې مشر پخوونکی (سر اشپز) اېشلي پالمر واټس Ashley Palmer-Watts د اوولسمې او اتلسمې پېړۍ له دودیزو خوړو څخه په خپلو مینوګانو کې کار اخلي او خلکو ته تاریخي خواړه ورکوي.
یاد رسټورانټ د ساترنس په نامه کړۍ ډوله کېک پخوي چې له همدې امله یې د نړۍ په لسو غوره رسټورانټونو کې ځای موندلی. ممکن ډېنربای هېسټن بلومنتل د انګلستان تر ټولو غوره رسټورانټ نه وي، خو که تاریخي خواړه مو خوښېږي، نو ډېنربای هېسټن بلومنتل رسټورانټ ته ارومرو ورشئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ