لیکنه: مجیب حلیمي
په ننې عصر کې زیاتره وېبپاڼې او اپلېکشنې په دوه قسمه تیمونو یعنې رنګونو سره جوړیږي،چې یو قسم یې تور رنګ لري، او بل يې خړ سپین رنګه.
ایا د سترګو په نظر باندې کوم یو یې ډېر تاثیر ګزاره دی ؟ کوم یو باید انتخاب شي،او د کوم یو څخه ګټه واخیستل شي؟
د ګرافیکي پوهې له لحاظه باید یوه وېبپاڼه،یا آپ په درې رنګونو باندې باید مشتمل یا مشتمله وي،چې زیاته برخه یې باید ابي سپین وي،خط یې باید تور وي،او بیګراونډ یې باید سپین خړ رنګې وي لکه د لوګی رنګ،خو که مونږ تور تیم هم په وېبپاڼه کې ولرو،نو بیا بیګراونډ باید تور روښانه وي،او خط یې خړ سپین رنګې یا لوګي شکله وي.
ځینې وېبپاڼې بیا خپل کاروونکو ته دا خوښه ورکوي چې پراګراف،عنوان،او د نورو کارنو معلومات په کوم رنګ کې ځانته انتخاب کړي،تر څو کارن ته دلچسپه وي،لکه ښه مثال يې د ټویټر اجتماعې صفحې دی چې تاسې د لومړی صفحې،لکینې،عنوانونه،د کارنو لیدل په کوم رنګ کې چې وغواړئ انتخابولی شئ،همدا رنګه په یوټیوب کې تاسې بیا دوه اختیاره لری،خړ رنګې سپین تیم او بل تور یا بلک تیم،فیسبوک صفحه او اپ یې یواځې یو قسمه تیم لري چې سپین رنګې خړ دی،او زیاتره عنوانونه،پېغامونه پکې په ابي سپین رنګه وي،چې کارن پکې خوشحاله وي،او د تنګېدو احساس نه کوي،اما مسینجر اپ یې بیا دوه رنګې تیم لري،چې تور او سپین.
رنګونه په وېبپاڼو کې ډېر تاثیر ګزاره وي،چې د ګرافیک ډېزاینرانو په وېنا که یوه وېبپاڼه ډېر تېز او مختلف قسمه رنګونه ولري، نو لیدونکي به یې کم وي،که برعکس لکه پورته چې یې ذکر وشو نو لیدونکي به یې ډېر وي.
اوس به راشو دېته چې تور رنګه تیم او سپین رنګه تیم د سترګو په نظر څه تاثیر لري که نه؟
په ۱۹۸۰ م کال کې د باور ډي په نوم یو انګلنډي ډاکټر په پورته رنګونو باندې تحقیق کړې دی،چې تر اوسه پورې زیاتره ساینس پوهان یې مثبت ارزیابي کوي،او مني یې.
چې د تور رنګه تیم څخه سپین رنګه تیم غوره او بهتره دی، سترګې مو نه خرابه وي.
همدا رنګه جېسن هاریسن د کولمبیا پوهنتون د تحقیق د څانګې مشر په خپل تحقیق کې وایې،که تاسې تور رنګه خط په سپین بګراونډ سره وګورئ نو ستاسې د سترګو لینز به کوچنې او غټیږي،چې پدې سره ستاسې د سترګې نظر ممکن تر یوه حده ثابت پاتې شي،ځکه چې د سترګو نظر ته شعاوې په ډېره اندازه نه داخلیږي،د جېسن په وینا د نړی ۵۰ فیصده نفوس اوس هم تور رنګه حروف په سپین بګراونډ نه شي لیدلې،علت یې د تور بګراونډ استعمال دی.
که چیرته تاسې تور رنګه تیم یا بګراونډ وکاره وی،او لیکل پرې خړ رنګي وي،نو په دې سره ستاسې د سترګې لینز پراخیږي او په یو حالت کې وي، او ډېرې شعاوې مو نظر ته داخلیږي چې د نظر د کمېدو سره مو مخ کوي.
زما سپارښتنه!
که چېرته تاسې د ۳-۷ ساعتونو پورې د کمپیوټر،مبایل او یا هم ډېجټلي وسایلو څخه کار اخلئ نو پکار داده چې د وسایلو بګروانډ ابي سپین کړی،رنګونه په خپله خوښه جوړ کړی داسې رنګونه استعمال کړئ چې ستاسې د ډېر تاکید سبب نه کیږي،لکه ابي رنګه سپین،زرغوني سپین.
د ډېجټل وسایلو برایټنیس یعنې روښنایې مو کمه کړی،بلخصوص د شپې لخوا خو بیخي د وسایلو رڼا د ۲۰ فیصده څخه مه پورته کوی،فونټونه مو لوی کړی،او همدارنګه که ساده د ابي رنګه شعاو ضد چشمی وکاره وی لا غوره ده.