اقتصاد بریا او پرمختګ

د هلمند کرنې رياست:د خرما ونو تر پخوا ډېر حاصل کړی!

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د هلمند د کرنې رياست مسؤلين وايي سږکال د خرما ونو تر بل هر وخت ښه حاصلات ورکړي.

د هلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسولين وايي چې ددې رياست د فني کارکوونکو له لورې په تېرو دوو کلونو کې په لښکرګاه او ځينو ولسواليو کې د خرما پخوانۍ وني په فني او مسلکي ډول القاح او اصلاح کړيدي.

د هلمند د کرنې د رياست د پلان او برنامو مسئول سيد رفيع الله قلم ياران ته وويل، هغو بزګرانو ته چې د خرماوو بڼونه يې درلودل او د خرماوو وني يې مخکي القاح سوي وې، د ښې روزنې او پالني پخاطر يې ورته عامه پوهاوی او ورکشاپونه ورکړي دي.

قلم وايي هغه مهال چې د خرما وني نه وې پيوند سوي حاصل يې هم نه ورکوی، ځکه بزګرانو او بڼوالو عامه پوهاوی نه درلودی، دده په خبره په تېرو ۲ کلونو کې د کرنې د رياست له لورې شاوخوا ۱۵۲ درختي القاح سويدي،خلکو ترې زده کړه تر لاسه کړې او سږکال يې پخپله القاح او پيوند کړيدي.

سږکال په هلمند کې د خرما تر څنګ لېمو،کېلې،انګورو او ځينو نورو مېوو هم تر دې مهاله خورا ښه حاصل ورکړی.

د هلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست په پام کې لري چې سږکال به بزګرانو ته په ۲۵ جريبه ځمکه کې د خرما تجارتي باغونه جوړ کړي،تر څو ددې ونو باغونه عام سي او د هلمند ټولو ولسواليو او سيمو ته تکثير او ترويج سي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ