د اېل‌جي نوی دوه سکرین لرونکی ځیرک مبایل بازار ته وړاندي کیږي

فضل الله فضلي
د جنوبي کوریا د ټکنالوجۍ جوړوونکو توکو کمپنۍ یو شرکت (اېل‌جي) نوی ځیرک مبایل بازار ته وړاندي کوي، چي دوه مخه (سکرینه) لري.
یو سکرین د مبایل پر مخ شتون لري او بل سکرین د مبایل د لومړي سکرین لاندي دئ، چي د لومړي سکرین په څرخولو سره دوهم سکرین ښکاره کیږي.

دا مبایل لومړی ۵ میاشتي وروسته په جنوبي کوریا کي بازار ته راوځي او وروسته به په اروپا کي بازار ته وړاندي سي، خو د بیې په اړه یې تراوسه معلومات نسته.
دې مبایل ته ایل‌جي کمپنۍ د وینګ Wing نوم ورکړئ دئ.

ددې مبایل نوري ځانګړني:

۱- د فلم کتلو په وخت کي لومړی سکرین خپله فعاله وي
۲- ددې مبایل ښيښه د نورو مبایلونو له ښیښو توپیر لري
۳- نوی پنځم جینرېشن یا 5g پکښي کار کوي
۴- دا مبایل د وروستیو ماډلونو په څېر درې کامرې لري

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق ... نور ولولئ