لس هغه تېروتنې چې سترګې کمزورې کوي

ژباړه: عایشه حیدري

سترګې د بدن له هغو غړو شمېرل کېږي، چې ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري او ډېره وړه بې غوري کولای شي سترګې کمزورې او یا هم ړندې کړي.
د څېړنو پر بنسټ د بدن هر غړی چې په سمه توګه پاملرنه ورته ونه شي، زیان ویني او د دې لپاره چې د بدن غړي ښه او روغ پاتې شي باید سمه او وړ ساتنه یې و شي.
تاسو به غواړئ پوه شئ، کومې کړنې ستاسې سترګې کمزورې کوي؟
اندېښنه مه کوئ! په نننۍ لیکنه کې به موږ تاسو ته لس هغه ټکي در په ګوته کړو چې ستاسو سترګو ته زیان رسوي او د دې لامل کېږي چې ستاسو سترګې کمزورې شي، نو اړینه ده چې د سترګو د روغتیاساتنې لپاره له دغو زیان اړوونکو کړنو څخه مخنیوی وکړئ.

۱ – د عینکو نه کارول

هغه کسان چې د لمر وړانګو په مقابل کې له عینکو څخه ګټه نه اخلي، سترګې یې ډېرې ژر کمزورې کېږي، نو د دې لپاره چې د لمر وړانګې ستاسو سترګې ونه سوځوي تل له عینکو څخه ګټه واخلئ.
د لمر او ماورای بنفش (Ultraviolet) وړانګې د دې لامل کېږي چې د سترګو د پرې شوې برخه یا شبکیه (Retinal) پرده زیانمنه شي او د سترګو د نم (اوبو یا اوښکو) د ډېروالي لامل کېږي. همدارنګه د لمړ وړانګې نور ډېر ناوړه زیانونه هم لري او د پروفیسر Vinay Aakalu په وینا چې د لمر وړانګې د پوستکي د سرطان لامل هم کېږي.
د سکي (Ski) لوبې پر مهال او یا هم د لمر وړانګو لاندې اوسېدل، د سترګو قرنیه برخه سوځوي، چې په پای کې د انسان سترګې له درد او کمزوۍ سره مخ کېږي او سترګو څخه بې ځایه اوښکې بهېږي.

۲ – د سترګو له څاڅکو (قطرو) څخه ډېره ګټه اخيستل

د سترګو ځینې څاڅکي/ قطرې یا په عامه اصطلاح د سترګو (چکک) په لنډ مهال کې د سترګو سور رنګ له منځه وړي، خو په اوږد مهال کې سترګې خرابوي او له څو ساعتونو وروسته سترګې ښه کار نه کوي. دا څاڅکي د سترګو د رګونو د بندښت لامل کېږي او سترګې له پخوا هم لا ډېرې سرې کوي، چې دا کار د سترګو په کمزورۍ کې ډېره ونډه لري او تاسو باید د سترګو له دغو څاڅکو څخه ډېره ګټه وانخلئ.

۳ – د سترګو وچوالی

نږدې پنځه میلیونه تر ۵۰ کلنۍ لوړ عمر لرونکي امریکایان د سترګو له وچوالي څخه رنځېږي، چې له دې ډلې تر ۳ میلیونو زیاتې ښځې او تر ۱،۵ میلیونه نارینه دي. د سترګو وچوالی د سترګو د نم د کمښت او یا هم د اوښکو له کموالي څخه را منځته کېږي چې باید زر تر زره یې علاج وشي او د درملنې لپاره یې له عادي څاڅکو کار وانخیستل شي، د سترګو غوړولو قطرې چې د سترګو لپاره ساتونکي مواد پکې شته او ورځ کې څو ځلې کارول کېږي، سترګو ته زیان رسوي.
د سترګو د وچوالي لپاره باید له مصنوي اوښکو څخه ګټه واخیستل شي، که څه هم هغه مواد چې مصنوي اوښکې جوړوي ډېره ګرانه بیه لري، خو د یادونې وړ ده چې په ورځ کې څلور ځلې کارونه یې ډېره ګټوره ثابتېږي، اوښکې جوړونکې قطرې په یخچالونو کې ساتل کېږي، د دغو څاڅکو یخوالی سترګو ته ښه حس ورکوي، او د انسان سترګې خارښت نه کوي، کوم کسان چې له څاڅکو څخه ګټه اخلي بویه چې په خپل کور کې د رطوبت جوړونکو دستګاه ولري.

۴ – د اوږد مهال لپاره کمپیوټر ته کېناستل

د سترګو رپ مرسته کوي چې د سترګو نم او اوبه ډېرې او تازه شي. خو کله چې انسان د کمپیوټر پردې یا مانیټور ته ځیر شي، تر عادي حالت لږ سترګې رپوي، دا په داسې حال کې ده چې انسان باید په يوې دقيقې کې ۱۲ تر ۱۵ ځله سترګه و رپوي، نو ښکاره ده چې کله انسان د کمپیوټر پردې ته ځیر شئ د سترګو رپ یې کمېږي، په دغه حال کې د سترګو اوبه تبخير کېږي او کله چې سترګې ککړې شي د سوځېدو او د اوښکو توېدو لامل کېږي.
که يو انسان د ډېرې مودې لپاره یو متن په کمپیوټر او مبایل کې ولولي، سترګې یې زیان ویني او د سترګو نږدې لید ته‌ یې هم ډېر زیان رسوي.

۵ – نه پاملرنه او د لېنز څخه ناوړې ګټې

لېنز معمولاً د سترګو ښکلا او رنګ بدلولو لپاره کارول کېږي، خو که چېرې سمه ګټه ورڅخه وانخیستل شي، سترګو ته ډېر زیان رسوي او د سترګو طبیعي ښایست هم له منځه وړي.
که غواړئ چې لېنز مو سترګو ته زیان ونه رسوي لاندې ټکو ته پام وکړئ:

  • لېنز باید د خپلو ځانګړو اوبو سره ووینځل شي؛
  • هېڅکله لېنز په عادي اوبو مه وینځئ؛

  • په حوض، حمام، د سیندونو پر غاړه او بل هر چېرې چې اوبه وي، خپلو سترګو څخه لېنز وباسئ؛

  • ډېری ډاکتران دا توصیه کوي چې د یو ځل لپاره لېنز وکاروئ او بيا یې مه کاروئ؛

– د دې لپاره چې سترګې په بشپړ ډول اکسیجن تر لاسه کړي د خوب پر مهال له سترګو نه لېنز لرې کړئ؛

  • کله چې مو لېنز اخیسته د سترګو له ډاکټر سره مشوره وکړئ، پرته له دغه کار نه لېنز مه کاروئ؛
  • د لېنز کارول د دې لامل کېږي چې سترګې مکروب ونیسي او د سترګو مکروب ورو ورو ډېر شي، ځکه د لېنز د ایستلو پر مهال د دې امکان شته چې د سترګو پردې زخمي شي، چې دا کار هم د مکروب ډېرېدو لامل ګرځي.

۶ – د تاریخ تېرو سینګار توکو کارول یا سینګار سره ویده کېدل

ښځې او نجونې باید وروسته له درې میاشتو خپل سینګار توکي ونه کاروي. او تر دې وړاندې چې ویدې شي باید خپل سینګار ووینځي، ځکه ټوله شپه په سترګو کې د سینګار توکو پاتې کېدل، سترګو ته زیان اړوي.
۷ – له ساتونکو عینکو څخه ګټه نه اخیستل
ځینې خلک ساتونکې عینکې یوازې د لامبو پر مهال کاروي، په داسې حال کې چې ډاکټران وایي چې له ساتونکې عینکو څخه د ترکاڼۍ، معمارۍ او ان د چمن په رېبلو کې باید ګټه واخلو، چې خس او خاورې زموږ سترګو ته دننه نه شي او سترګې زیان ونه ویني.

۸ – سګرت څښل

د سګرټو له څښولو ډډه وکړئ. سګرت څښل د سترګو اوبو او د سترګو د شبکیه پردې د زیانمنېدو لامل کېږي. د سګرټو څښل د دې لامل کېږي چې بدن ته په سمه توګه اکسیجن و نه رسېږي. چې سترګو ته د اکسیجن نه رسېدل د سترګو د کمزوري کېدو لامل کېږي.

۹ – د سترګو نه معاینه کول

وخت پر وخت د معاینې لپاره د سترګو ډاکټر ته ورشئ، خصوصاً کله چې د شکر ناروغي او یا هم د وینو لوړ فشار لرئ. کله چې د شکر ناروغي کنترول نه شي د سترګو د کمزوري کچه ډېرېږي، ان تر دې چې د د ړندېدو لامل کېږي. نو د یادو ناروغیو، ناروغان باید هرو مرو د سترګو ډاکټر ته ورشي او خپلې سترګې معاینه کړي.

۱۰ – زیان نښو ته نه پاملرنه

د سترګو جال جال لید، درد، نه لیدل، د سترګو سره کېدل او سوځېدل په خپل سر نه جوړېږي، که چېرې له دغو نښو سره مخ شوئ، ارومرو د سترګو ډاکتر ته ورشئ. مثلاً که یو څوک یو څه ویني، خو وروسته یې په سمه توګه نشئ لیدلای، باید پوه شي چې د سترګو شبکیه ته یې زیان رسېدلی که چېرې دغه حالت عادي ونیسئ سترګو ته به مو دومره زیان ورسېږي چې د جراحی حالت ته به ورسېږئ. هېر مو نشي چې د لېنز سره ویده کېدل د انسان د ړندېدو لامل کېږي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د کابل او لوګر بریدونو کې له ټپيانو سره د مرستي په پار خپل مډالونه لیلاموي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د آزادي مبارزې او جوجیتسو تکړه لوبغاړی حسین بخش صفري خپل دوه نړیوال مډالونه لیلاموي، تر څو په پيسو یې د کابل د لوېدیځ او لوګر د بریدنونو له ټپيانو سره مرستي وکړي. ... نور ولولئ