هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه

د خوشاله ژوند راز څه دی؟ د هارورډ پوهنتون يې ځواب پسې ۷۵ کاله لټه وکړه

د هارورډ پوهنتون د ۷۵ کاله پرله پسې څیړنې وروسته د خوشاله ژوند د راز په اړه خپل نظر په ډاګه کړ.

دا څیړنه، چې له ۱۹۳۹ کال څخه پیل شوې وه او تر ۲۰۱۴ کال يې دوام وکړ، په دوو اساسي برخو ویشل شوې وه.

لومړۍ برخه يې چې (ګرانټ) نومیږي په باسټن ایالات کې په ۴۵۶ بیلابیلو بې وزلو خلکو په یاده موده کې ترسره شوې ده.

دوهمه برخه يې بیا د (ګلویک) په نوم یادیږي، چې د هارورډپوهنتون څخه په ذکر شوې موده کې په ۲۶۸ نارینه فارغ التحصیل محصلینو ترسره شوې ده.

څیړنه کې د مختلفو نسلونو د وینې او دماغو نمونې اخیستل شوي؛ سرويې يې کړې ده، هغوی یې په دې موده کې څارلي او د ګډونوالو سره مخامخ مرکې هم پکې شوې دي.

د هارورډ پوهنتون د ځوانانو د پرمختګ د برخې د مطالعاتو مشر روبرټ والډینګر ددې ۷۵ کاله مطالعې نچوړ او خلاصه په یوه جمله کې وړاندې کوي.
نوموړی وايي:
” یوازینی روښانه پیغام چې موږ له دې ۷۵ کلنې مطالعې څخه تر لاسه کړ، هغه ښې اړیکې دي، چې موږ ته خوښ او خوشاله ژوند را په برخه کوي.“

د نوموړي په باور چې د خلکو او ټولنو سره ښه مناسبات او راشه درشه تاسې په ژوند خوښ او راضي ساتي.

د څیړونکو په باور، د خوشاله ژوند راز یوازې او یوازې د نورو په وړاندې مینې او عاطفې پورې تړلی دی. دا مهمه نه ده، چې تا څومره مشهورو کمپنیو سره کار کړی؛ څومره لیکنې مو کړي او څومره لاس ته راوړنې لرئ؛ بلکې مهمه داده، چې ته څومره ښې اړیکې او محبوبیت لرې.

د څیړونکو په وینا، باوري او د ډاډ وړ ملګري د انسان روحي فشار کموي او د مغزو د روغتیا لپاره هم ګټور تمامیږي. په دې سره د انسان احساساتي او فزیکي کړاو کمیږي.

دا موندنې هغه موندنو ته نسبتا نژدې دي، چې وايي، یوازیتوب او تنهايي جسم کمزوی کوي او د ژر مړینې لامل کیږي.

د یادې څیړنې مشر والډینګر زیاتوي، چې د مناسباتو او اړیکو څخه موخه د پراخو اړیکو او زیاتو دوستانو درلودل نه دي؛ بلکې د باوري او ډاډ وړ دوستانو او ورسره د ښو او صمیمي اړیکو درلودل دي.

لیکنه په ساده ټکو کاږي ” یو اعتباري او باوري ملګری، تر یوه ډله بې باوره ملګرو ښه دی. د خوشاله ژوند د تیرولو لپاره ته یو داسې کس ته اړتیا لري، چې پرته له دې ویرې او ډار چې ګنې رازونه به دې افشا او رسوا کړي، خپل راز ورته ویلی شې. “

څیړونکی جورج ویلانټ چې یاده مطالعه يې له ۱۹۷۲ څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې رهبري کړې؛ لیکې، چې د خوښ او راضي ژوند لپاره ښې اړیکې مهمې دي، خو ښه ژوند دوه مهم عناصر لري: لومړی مینه او دوهم په ژوند کې داسې چلن اختیارول دي، چې شته مینه درڅخه کډه ونه کړي.

والډینګر وايي، چې اړیکې پیچلې دي او ګرانه ده چې تشریح شي؛ خو موږ ویلای شو، چې سالمې او ښې اړیکې د ژوند د خوښۍ یوازینې راز دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */