اپریل 20, 2021

شاهرخ خان: د باليووډ قېمت ترين لوبغاړی؟!

د باليووډ سېنما مشهور اداکار به د ګرانبيه اداکار ريکارډ ثبت کړي.

شاهرخ خان چې د دريو کلونو راهيسي د سېنما پر پرده ندی راښکاره سوی ،مينوال يې سخت ورته انتظار دي اونوي فلم ته يې شېبې شماري.

زيرو فلم يې وروستنی وو چې په ۲۰۱۸ز کې ريلېز سو او د لوی ناکامه فلم لقب يې وګټی.

د باليووډ باچا دا ځل د پټان په نامه فلم کې د ډپيکا پاډوکان او جان ابراهيم سره فلمي نړۍ ته راځي.

له څو ورځو راهيسې په باليووډ کې داسي خبري روانې دي چې شاهرخ په خپل راتلونکي فلم کې په ۱۰۰ کروړه هنديو روپيو رول ادا کوي چې دا به د باليووډ په تاريخ کې يو ريکارډ وي،تر دې وړاندي د باليووډ په تاريخ کې په دومره لوړ مزد سره چا په فلم کې رول نه وو ادا کړی.

پټان يو اکشن فلم دی چې سيدارت انند يې د اديتيا چوپړا د کمپنۍ يش راج له لورې جوړوي او په ۲۰۲۲ز کې سېنماوو ته وړاندې کېږي.

شاهرخان په تېرو ۲ لسيزو کې پر باليووډ سېنما راج کوي او د باچا لقب له ځانه سره لري.

وروستي مطالب