سینما او موسیقي کلتور او هنر

حکومت د کابل تاريخي سېنماوې له منځه وړي

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د کابل ښاروالۍ د ولسمشر د لومړي مرستيال په هدايت سره د کابل د ۲ مشهورو سينماوو د له منځه وړلو کار پيل کړی.

د پارک سېنما چې د شهر نو په پارک کې موقعيت لري د له منځه وړلو چارې يې پيل سوي او ورسره سم مدني فعالانو، فرهنګيانو او بيلابيلو چارواکو ددې سېنما د ورانولو په اړه غبرګونونه ښودلي.

د پارک سېنما د ۵۰مې لسېزې په وروستيو کې د سردار محمد داو خان د حکومت په وخت ګې جوړه سوې، هماغه مهال د باليووډ سېنما فلمونه نندارې ته وړاندې کېدله او په ډلو ډلو نارينه او ښځينه به يې نندارې ته ورتله،خو په وروستيو لسېزو کې دا سېنما د کوترو په ځالو او د معتادينو په ساقي خانې بدله سوې وه.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د کابل ښاروالۍ ته هدايت کړی چې دا سېنما له منځه يوسي او پر ځای يې يو بل فرهنګي مرکز جوړ کړي.

د کابل ښاروال چې په خپله د پارک سېنما څخه ليدنه کړې رسنيو ته يې ويلي چې ددې سېنما بيا جوړول هيڅ امکان نلري او باید له منځه يو وړل سي،او له انجنيرانو او فرهنګپالانو څخه يې غوښتي دي چې د نوې ځای لپاره خپلې طرحې ورسره شريکې کړي.

خو د افغان فلم رئيسې صحرا کريمي د پارک د سېنما له منځه وړلو طرحه په کلکه غندلې او ويلي يې دي:” د پارک سينما د افغانستان او د کابليانو د فرهنګ يوه برخه ده،د تاريخي او فرهنګي ځايونو له منځه وړل د يو کار حل ندی بلکې په دوامداره ډول د فرهنګ له منځه وړل دي،د افغان فلم ادارې په پرلپسې ډول د کابل ښاروالۍ څخه غوښتنه کړې چې د پارک سېنما او نورې سېنماوې دې ادارې ته وسپاري خو په بيا بيا ځلې د کابل ښاروالۍ د مسولينو له مخاليفتونو سره مخ سوي يوو،خو په هر حالت کې موږ غوښتنه کوو چې سېنما ګانې دې له منځه نه وړل کېږي”.

دا همدا راز زياتوي چې که پنځوس کلونه وروسته په تاريخ کې د حکومت د چارواکې نوم د فرهنګ او تاريخ د له منځه وړونکي په نوم وليکل سي نو ځومره د شرم ځای به وي.

د ټولنيزو رسنيو ډېرو کارکوونکو په ټويټر کې يو هشټګ پيل کړی، له حکومته يې غوښتي چې د پارک سېنما دې له منځه نه وړي.

د “”سینماپارکراویراننکنید “” هغه هشټګ دی چې د تېرو څو ورځې راهيسي زرګونه ځله ټويټ او ريټويټ سويدی.

خو حکومت د پارک د سېنما سره سره غواړې د کابل ښار يو بله مشهوره د خيرخانې سېنما هم له منځه يوسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ