مارچ 2, 2021

دا له لرې ځایه کابل ته تللی معلول ځوان وايي، ‌په څو سببونو د ګلبدین نائب مېنوال دی

ليکوال: مدثر دعوت
په نړيواله کچه خورا ډېر کريکټران سته، اکثره يې په خپل مسلک کې خورا پياوړي او تکړه هم دي او ځانګړی شهرت لري.
اې بې ډيلورز،ويرات کهولي،ډېوېډ وارنر،مهندرا سينګ ډهوني،محمدنبي،براين لارا، راشدخان،کمار سنګکارا او شاهد افرېدی، دا هغه کريکټران دې چې د خپل هيواد څخه دباندې په ډېريو هيوادونو کې لېوني مينوال لري.
خو ځينې لوبغاړي بيا په خپلو هيوادونو کې خورا سخت مينوال لري چې د هغو له ډلې څخه نجيب الله ځدران،ګلبدين نائب،اصغر افغان،هشمت شهيدي او محمدشهزاد يادولای سو.
په کابل کې روان شپږيزه ليګ هم د نندارچيانو څخه خالي نه دی، هرې لوبډلې ځانته ځانګړي مينوال لري،خو د دوی په ډله کې داسې مينوال هم وه چې يوازې د يو لوبغاړي د کتلو لپاره لوبغالې ته راځي چې يو له هغو څخه يو معلول دی چې پر ګلبدين نائب عاشق دی.

عبدالله يوه پښه نلري خو د ګلبدين نائب د لوبې د کتلو لپاره د ننګرهار څخه کابل ته راغلی او د بست ساتونکو هره لوبه له نيږدې څخه ګوري.
نوموړی وايي د ګلبدين نائب د استعداد او ښو لوبو پخاطر ورسره ډېره زياته مينه لرم،او تر ټولو ستر ارمان مې د نائب ليدل دي.

د ملي راډيو ټلوېزيون په مرسته عبدالله د ګلبدين نائب سره وليدله او څو شېبې يې ټينګ په غېږ کې نيولی وو او د نائب مينې او رويې لاهم متاثره کړ.

ګلبدین نائب ترې مننه وکړه چې خاص دده د ليدلو لپاره لوبغالې ته راځي او د لوبې خوند اخلي،او دا يې وويله چې د افغانستان د کريکټ بريا د مينوالو د شتون او د هيوادوالو د تشويق او ملاتړ له امله ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ