ځينې هغه څښاکونه چې د وينې د فشار کچه ښکته راولي

که انسانان د وينې لوړ فشار د ډېر لوړېدو مخنیوی ونه کړي کېدای شي دغه ناروغي د مرګ لامل شي. موږ تر دې دمه د وينې د لوړ فشار او دا چې څه ډول یې د خوړو او څښاکو په واسطه درملنه وکړو ډېرې خبرې اورېدلي دي.

خو په نننۍ لیکنه کې تاسو ته درې داسې څښاکونه در پېژنو چې څښل یې د وينې د لوړ فشار نه مخنیوی کوي د لیکنې تر پایه مو ملتیا وکړئ!

د دې لپاره چې د وينې لوړ فشار ښکاره نښې نه لري د غلي قاتل په نامه هم مشهوره دی.

که چېرې د يوه انسان په بدن کې د وينې د فشار کچه لوړه شي د وينې جريان د وينې له رګونو سره ونښلي او يا په ټکر کې واقع شي کېدای شي د زړه او يا د ماغزو د سکتې لامل شي.

خو له نیکه مرغه چې په دې وروستيو کې څېړونکو ځينې داسې څښاکونه خلکو ته ور پېژندلي دي چې په څښلو یې د وينې د لوړ فشار کچه ښکته راځي.

لومړی: هغه شيدې چې د غوړيو کچه یې لږ وي

هغه شيدې چې په لږه کچه غوړي لري د فسفر، پوټاشيم او کلسیم غوره سرچینه ده او د دغو دريو مغذي موادو خوړل د وينې د فشار کچه ښکته راولي.

همدارنګه هغه شيدې چې په لږه کچه غوړي لري په پریمانه کچه ويټامين D هم لري، چې دا ويټامين هم د وينې د فشار د کچې په ښکته والي کې ډېره ونډه لرلای شي.

دویم: د انار اوبه

د انار اوبه هم د هغو شیدو په څېر چې په لږه کچه غوړي لري د پوټاشيم او نورو مغذي موادو غوره سرچینه ده له همدې امله زړه ته ډېره ګټه لري او د شنه چای په پرتله درې برابره انټي اکسيډنټ لري.

يوه څېړنې چې په ۲۰۱۷ کال کې ترسره شوې وه ښيي چې د انار د اوبو څښل کولای شي چې د وينې د لوړ فشار کچه ښکته راولي.

درېیم: چای

يوې بلې څېړنې چې په ۱۵۰۰ چینايي نارينه وو باندې ترسره شوې وه، ښيي چې د ورځې په اوږدو کې د نیم ګیلاس چای څښل کولای شي د وينې په لوړ فشار د اخته کېدو ۴۶ سلنه خطر د هغو خلکو په پرتله راښکته کړي چې د ورځې په اوږدو کې هېڅ چای نه څښي.

هغه کسان چې د ورځې په اوږدو کې دوه نیم ګيلاسه چای څښي په لوړ فشار د اخته کېدو کچه یې ۶۵سلنه راښکته کېږي.

څېړونکي وايي د دې لپاره چې د چای څښل د وينې د لوړ فشار کچه ښکته راولي نو په خپل چای کې يو او يا نیم لېمو هم ور زیات کړئ.

ځکه چې د هغوی څېړنو دا ثابته کړي دي چې لېمو د وينې د لوړ فشار د کچې په ښکته راوړلو کې ډېره مرسته کوي.

په جاپان کې ترسره شوې يو شمېر څېړنې ښيي هغه ښځې چې هره ورځ پياده مزل کوي او ترڅنګ یې هره ورځ په خپلو خوړو کې لېمو کاروي د وينې د فشار کچه یې د‌ هغو ښځو په پرتله چې دا کړنې نه ترسره کوي ډېر ښکته وي.




وروستي مطالب