د کريکټ نړيوالي شورا هندي الراونډر رويچندرن اشوين ته د تېري فيبروري مياشتي د غوره لوبغاړي جائزه ورکړه.
د کريکټ نړيوالي شورا سږکال اعلان وکړ چې هره مياشت به غوره کريکټر ته جائزه ورکوي.
اشوين د انګليستان په وړاندي دويمه ټيسټ لوبه کې ۹ ويکټې ترلاسه کړې او سليزه يې هم ووهله،همدارنګه په تېره فيبروري مياشت کې نوموړي په ۲۴ اوسط سره ۲۴ ويکټي ترلاسه کړلې.
رويچندرن اشوين په خپلې غوري کارګردګۍ سره وکولای سوه چې هندۍ لوبډله په ټيسټ چمپينشيپ کې ژوندۍ وساتي او د انګلستان په وړاندي د دويمې لوبې بريا ورپه برخه کړي.
نوموړي په ټول سيريز کې ۳۲ ويکټې واخيستې او ۱۹۲ منډي يې وکړې نو ځکه د لوبلړۍ غوره لوبغاړی اعلان سو.
اشوين لومړنی هندی لوبغاړی سو چې د ټيسټ په سيريزونو کې يې دوه ځلي تر ۳۰ ډېري ويکټي اخيستي دي ،نوموړي په ۲۰۱۵ز کې د سويلي افريقا په وړاندي ۳۱ ويکټې ترلاسه کړې .