افغانستان اقتصاد بریا او پرمختګ ژوند بڼه مخکښان

د ناکامورا لور افغانستان ته راځي!

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

په افغانستان کې د وژل سوي جاپاني ډاکتر مشره لور اکيکو ناکامورا افغانستان ته راځي.

ډاکتر تيتسو ناکامورا چې په افغانستان کې په کاکا مراد مشهور وو تېر کال په ډسمبر مياشت کې د وسلوالو له له لورې د خپلو څلور ساتونکو سره يوځای د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې ووژل سو.

د ناکامورا په مړينه ټول افغانان سخت خواشيني سوه او داسي انګيرل کېده چې د خپل هيواد يو رښتنی اتل چي يې له لاسه ورکړی وي.

د کاکا مراد د جسد د وړلو لپاره يې مېرمن او مشره لور افغانستان ته راغله او په خورا درنښت او تشريفاتو سره يې مړی جاپان ته انتقال کړ.

ناکامورا شاوخوا ۳۰ کلونه د روغتيا او کرني په برخه کې د افغانانو لپاره خورا نه ستړي کېدونکې کارونه وکړه.

د تېرو ۱۳ کلونو را په دې خوا یې د ننګرهار په ولایت کې کرنې، اوبولګونې او زیات شمېر کانالونو په ایستلو سره ننګرهاري ولس ته بې ساري خدمتونه وکړل،چې د ولسمشر اشرف غني له لورې د افغانستان افتخاري تابعيت هم ورکول سو.

اوس د تيتسو نامورا ۳۹ کلنه لور اکيکو غواړي افغانستان ته راسي او د خپل پلار پر قدمونو مخته ولاړه سي.

د جون په دريمه د بشردوسته ناکامورا د مړيني شپږمياشتي پوره سوې، دده لور د پيښور کای ګروپ په دفتر کې د مينيچي شمبون سره په مرکه کې په کښته ږغ وويل :” زه غواړم د سازمان د غړي په حيث کار وکړم”

اکيکو د خپلي مور ناوکو سره د اوموتا ښار په فکوکا ښار کې ژوند کوي، چېري چې به ډاکتر ناکامورا د افغانستان څخه تر راتلو وروسته ددوی سره اوسېدی.

دلته ۳۰ کارکوونکې پوره وخت کارکوي او له همدې ځايه په افغانستان کې د ۱۰۰ کارکوونکو د کارونو تعقيب ،همږغي، د تمويل راټولولو او نورو برخو کې کار کوي.

اکيکو پدې دفتر کې په مياشت کې دوه ځلې کار کوي پداسي حال کې چې په يو طبي انستيتوت کې هم کار کوي همدارنګه په افغانستان کې د ډلئيز تجارت او فعاليتونو په اړه هم زده کړې کوي.

اکيکو وويل تر دې وړاندي چې پدې سازمان کې شامله سم ما ورسره پټه علاقه درلوده،کله چې مې پلار ژوندی وو ما به يې کتابونه ويل او په پټه به مې د هغه په لکچرونو کې هم برخه اخيسته،خو اجازه يې نه راکوله ځکه چې د شرم احساس يې کاوه.

دا وايي کله کله به ما او پلار ګډ کار کوی خو ما نه غوښتل د پلار پر لاره ولاړه سم.

خو ددې احساس هغه وخت بدل سو چې کله دا د خپل مور سره يوځای افغانستان ته راغله، د ولسمشر غني له لوري يې تود هرکلی وسو او پر الوتکه دهغې د پلار عکس رسم سو.

اکيکو وايي زما پلار به کله کله ويله چې د يوه کانال د جوړيدو سره ۱۰۰ کلنيکونو ته اړتيا ده او په وچکالي ځپلي هيواد کې به د اوبو لپاره د لويو ويالو او کانالونو د جوړولو لپاره پخپله کار کوې.

دا وايي د افغانستان خلکو زما پلار په ښه ډول پېژندلی وو، افغانستان ته تر تګ وروسته ما نوی احساس پيدا کړ او پدې پوه سوم چې د پلار کار مې څومره تاثري وو، “د دوی سره بايد نورې مرستې هم وسي”.

اکيکو وايي زما ياديږي چې پلار به مې په کور کې د اوبو د لارو نقشې رسمولې ،زما څخه يې د رياضي کتاب په پور وغوښت او ما ورته د خپلي ښوونځۍ څخه راوړ خو ما ورته وويل چې هر ډول کېږي ساتنه به يې کوې،خو زه لا اوس هم کور کې اکثريت وخت داسي احساس کوم چې پلار مې په اوږدې رخصتۍ افغانستان ته تللی او بيرته راځي.

خو ددې په خبره دا به د خپل پلار پر قدمونو قدم ږدي، ارمانونه به يې پوره کوي او په افغانستان کې به د پخوا په څير د دوی کارونه جريان ولري.

په ۱۹۸۳ز کې د تيتسو ناکامورا غيري دولتي کمپنۍ په پيښور کې د افغانستان د جګړه ځپلو مهاجرينو سره د ملاتړ په موخه تاسيس سوه او په ۱۹۹۱ز کي يې د افغانستان په هغو غرنيو سيمو کې طبي تاسيسات جوړ کړل چې ډاکترانو ته به سخته اړتيا ليدل کېده.

د ۲۰۰۰ز کال راهيسي د ناکامورا کمپنۍ په افغانستان کې د اوبو د ادارې،کانالونو جوړولو او کرنې په ملاتړ فعاليتونو کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ