د ټیسټ سیالیو نوې درجه بندي او پکې اعلان شوي بدلونونه

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي پرون چهارشنبه په ټیسټ سیالیو کې د توپوهونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چي پکې یو شمېر بدلونونه راغلي او د یادو بدلونونو په اساس د نیوزیلنډ غوره لوبغاړي او لوبډلمشر کېن ویلمسن د اسټرالوي سټیو سمیت څخه لومړی ځای ترلاسه کړی.

سټیو سمیت اوس په یاده درجه بندي کي د ۸۹۱ نمرو په درلودولو سره تر کین ویلمسن وروسته د لیست په دویم ځای کې شتون لري.

ددې ترڅنګ په یاده درجه بندي کي ریشپ پنټ له شپږم ځای څخه اووم ځای ته کښته شوی، خو ډیویډ وارنر له نهم مقام څخه اتم او ډیکوک بیا له لسم څخه نهم مقام ته پورته شوی.

بلخوا بیا د اسټرالیا نیکولاس په یاده درجه بندي کې دوه قدمه شاه‌تګ کړی.

 

په ټیسټ سیالیو کې د توپوهونکو نوې اعلان شوې درجه بندي

 

۱ـ کین ویلمسن: نیوزیلنډ، ۹۰۱ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.

۲ـ سټیو سمیت: اسټرالیا، ۸۹۱ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې وکړ.

۳ـ لبیسچېنج: اسټرالیا، ۸۷۸ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۴ـ ویراټ کوهلي: هندوستان، ۸۱۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۵ـ جې‌روټ: انګلستان، ۷۹۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۶ـ روهیت شرما: هندوستان ۷۵۹ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۷ـ ریشپ پنټ: هندوستان، ۷۵۲ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې وکړ.

۸ـ ډیویډ وارنر: اسټرالیا، ۷۲۴ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.

۹ـ کوینټ ډیکوک: سویلي افریقا، ۷۱۷ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.

۱۰ـ هینري نیکولاس: نیوزیلنډ، ۷۱۴ نمرې، دوه قدمه شاه‌تګ یې وکړ.

 

 

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ