د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې لوبډلو ته څومره پيسې ورکول کیږي؟

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي.

د راپورونو له مخي د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې تر دې دمه پورې ټولې ۵۷ سیالۍ شوې دي، چې پایلوبه به یې د روانې جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په ساوتمټن ښار کې ترسره شي.

ددې جام په لومړي ځای کي هند، دویم ځای کې نیوزیلینډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ انډیز، اووم ځای کي سویلي افریقا، اتم ځای کې سریلانکا او نهم ځای کې بیا بنګله دېش شتون لري.

ددې جام پایلوبه؛ ځکه د هند او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره کیږي، چې دواړې پکې مخکښي دي.

 

 په دې جام کې لوبډلو ته د کرکټ نړیواله شورا څومره پيسې ورکوي؟

 

۱ـ ددې جام ګټونکي ټیم ته ۱،۶ میلیونه امریکايي ډالره ورکول کیږي.

۲ـ دوهم مقام ګټونکي ټیم ته ۸ لکه امریکايي ډالره ورکول کیږي.

۳ـ که چیري دا پایلوبه مساوي شي، نو هر ټیم ته ۱،۲ میلیونه امریکايي ډالره ورکول کیږي.

۴ـ اسټرالیا چي د جدول په درېیم ځای کې ده او درېیم مقام یې خپل کړی، ۴ لکه او ۵۰ زره امریکايي ډالره ورکول کیږي.

۵ـ انګلستان چې د جدول په څلورم ځای کې دی او څلورم مقام یې خپل کړی، ۳ لکه او ۵۰ زره امریکايي ډالره ورکول کیږي.

۶ـ پاکستان، چې د جدول په پنځم ځای کې دی او پنځم مقام یې خپل کړی، ۲ لکه امریکايي ډالره ورکول کیږي.

۷ـ نورو ټولو هیوادونو «ویسټ انډیز، سویلي افریقا، سریلانکا او بنګله دېش» ته ۱ لک امریکايي ډالره ورکول کیږي.

 

وروستي مطالب