د ټیسټ لوبو نوې درجه بندي؛ افغان لوبډله پکې نشته

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ټیسټ لوبو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې پکې یو شمېر لوبډلو پرمختګ کړی او یو شمېر لوبډلو بیا شاه‌تګ کړی دی.

 

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په ټیسټ فارمټ کې تازه اعلان شوې لوبډله

 

۱ـ هندوستان؛ ۱۲۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۲ـ نیوزیلینډ؛ ۱۲۰ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۳ـ انګلستان؛ ۱۰۹ نمرې، یو قدم پرمختګ یې کړی دی.

۴ـ اسټرالیا؛ ۱۰۸ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې کړی دی.

۵ـ پاکستان؛ ۹۴ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۶ـ ویسټ انډیز؛ ۸۴ نمرې، دوه قدمه پرمختګ یې کړی دی.

۷- سویلي افریقا؛ ۸۰ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې کړی دی.

۸ـ سریلانکا؛ ۷۸ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې کړی دی.

۹ـ بنګله‌دېش ۴۶ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۱۰ـ زیمبابې، ۳۵ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

 

 

افغان لوبډله په ټیسټ لوبو او درجه بندي کې

 

افغان کرکټ ملې لوبډله د روان ۲۰۲۱م کال په پيل کې  د ټیسټ سیالیو په نړیواله درجه بندي کې له لسم مقام څخه نهم مقام ته پورته شوه.

خو له هغه وروسته د لسو غوره لوبډلو څخه وغورځول شوه او دادی یوځلې بیا په تازه اعلان شوې لوبډله کې په لسو غوره ټیمونو کې نه ده راوړل شوې.

افغان کرکټ ملې لوبډلې تر دې دمه پورې شپږ ټیسټ لوبې ترسره کړې دي، چې لومړۍ یې د هند، دویمه یې د ایرلینډ، درېیمه یې د ویسټ انډیز، څلورمه یې د بنګله‌دېش، پنځمه یې د زیمبابې او شپږمه لوبه یې هم د زیمبابې ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.

افغان لوبډلې په یادو شپږو ټیسټ لوبو کې د هند، ویسټ انډیز او زیمبابې څخه په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ماته ومنله، خو ایرلینډ، بنګله‌دېش او زیمبابې ته یې بیا په دویمه ټیسټ لوبه کې ماتې ورکړه.