د ټيسټ لوبو د تاريخ ۵ شرموونکي لوبې

ټیسټ لوبه چې په کرکټ کې څومره اوږد تاريخ لري ورسره همدومره ډير ريکارډونه او جالبي شيبې هم لري.
ځيني داسي ريکارډونه چې يوه لوبډله وياړ پرې کوي، خو سياله لوبډله پرې د شرم احساس کوي.
ځيني ريکارډونه بيا ګډ وي،د ددواړو لوبډلو له لوري جوړيږي.
څو ورځي وړاندي بنګلديشۍ لوبډله د لومړني ټيسټ، په لومړۍ پاړۍ کې د ويسټ انډيز په وړاندې په ۴۳ منډو کې ټول وسوځيدل، پداسې حال کې چې بنګلديش داسې نه غوښتل.
دغه منډې د ټيسټ په تاريخ کي د لږو منډو په جدول کې لسم مقام لري، خو د ټيسټ په لومړۍ پاړۍ کي بيا دريم مقام لري.
تر دې ۴۳ منډو ور ها خوا د ويسټ انډيز له لوري پر بنګلديش ډيرنور بد ريکارډونه هم جوړ شول.
د ټيسټ په تاريخ تر دې لاهم په يوه پاړۍ کې لږې منډې شوي، ځيني يې په نږدې وختونو کې او ځيني يې بيا لسګونه کلونه وړاندي.
دا ليکنه به تاسو ته هم جالبه وي ځکه کيدای شي چې تاسو هم ترډيره حده په دې اړه مالومات نه درلودل.
موږ دلته د ټيسټ لوبو د تاريخ پر پنځو هغو انينګونو چې تر ټولو لږ منډي پکښې شويدي بحث کوو:
۱ـ نيوزلينډ د انګلستان پر وړاندې (۱۹۵۵ز) ۳۰ منډې

د دويمي نړيوالي جګړې را وروسته د نيوزلينډ او انګليستان ترمنځ دغه يوازینۍ لوبه ده چې تر ټولو کمي منډي پکښې راځي.
دا د ۱۹۵۵ز کال وو، انګليستان تر دې مخکي هم ټيسټ لوبه ګټلې وه.
نيوزلينډ په لومړۍ پاړۍ کې ۲۰۰ منډې ترسره کړې، انګليستان بيا په خپله پاړۍ کې تر نيوزلينډ ۴۶ منډې مخته شو او غوښتل چې پر سيالي لوبډلي فشار وارد کړي.
انګلينډي توپ اچوونکو په ډير کمال سره توپ اچوونه ترسره کړه او نيوزلينډۍ لوبډله يې ټوله په ۲۶ منډو کې وسوځوله.
د نيوزلينډ اوپنر يوازینی توپوهونکی وو چې په يوه توپ يې ۲ منډې وکړې، درې لوبغاړي يې په صفر وسوځيدل، چې په پايله کې يې په ټولو توپوهونکو ۲۶ منډي ترسره کړلې.
نوله دې امله د ټيسټ کرکټ په تاريخ کې دا ترټولو لږترينه منډې حسابيږي.
۲ـ سويلي افريقا د انګلستان په وړاندې (۱۸۹۶ز) ۳۰ منډې

د سويلي افريقا نوم څلور ځل د ټيسټ د تاريخ په ترټولو لږو منډو کې راغلی دی.
په ۱۸۹۶ز کال سريز کې انګليستان توپوهنه پيل کړه، په لومړۍ پاړۍ کې يې ۱۸۵ منډې ترسره کړې، خو سويلي افريقا يې په ۹۳ منډو کې وسوځوله.
په دويمه پاړۍ کې انګليستان وکولای شول چې ۲۲۶ منډې وکړي او ۳۱۹ منډي هدف وټاکي.
سويلي افريقا چې په لومړۍ پاړۍ کې په ۹۳ منډو سوځيدلې وه، دا ځل يې ټوله لوبډله په ۳۰ منډو کې وسوځيدله.
د سويلي افريقا ۷ لوبغاړي په صفر منډو وسوځيدل. سويلي افريقا د لوبي سره سره سيريز هم بايلوی. انګريز جورج لامن په هغه ټيسټ لوبه کې ۱۵ لوبغاړي وسوځول.
۳ـ سويلي افريقا د انګلستان په وړاندې (۱۹۲۴ز) ۳۰ منډې

په ۱۹۲۴ز کال کې سويلي افريقا د انګليستان ميلمنه وه، دوی د ۵ ټیسټ لوبو لړۍ درلودل.\
انګليستان ۴۳۸ منډې وکړې او په ځواب کي يې د سويلي افريقا يوازې يوه لوبغاړي ۷ منډي وکړې، چې هغه هم خپله لوبډلمشر هيربي ټايلر وو، دوی په ۳۰ منډو کې ټوله وسوځيدل.
سويلي افريقا په دويمه پاړۍ کي ۳۹۰ منډي وکړې، خو لوبه يې په يوې پاړۍ او ۱۸ منډو بايلول.
۴ـ سويلي افريقا د انګلستان پر وړاندې(۱۸۹۹ز) ۳۵ منډې

په ۱۸۷۷ز کال کې انګلستان د څلورم ځل لپاره سويلي افريقا ته سفر وکړ.
سويلي افريقا د لوبې پيل په ډير ښه ډول وکړ، انګلينډۍ لوبډله يې ټوله په ۹۲ منډو کې وسوځول او په ځواب کې يې ۱۷۷ منډې وکړلې.
خو په دويمه پاړۍ کي انګلستان بيرته ښه راتګ وکړ او ۳۳۰ منډې يې وکړې.
سويلي افريقا ۲۴۶ منډي غوښتلې چې خپله لومړنۍ لوبه د انګلستان په وړاندي وګټي، خو دوی يوازې په ۳۵ منډو کي وسوځيدل او د ترټولو لږو منډو په څلورم مقام کې يې ځای ونيو.
اوپنرانو په ګډه ۱۹ منډې وکړې او ۵ منډې اضافه راغلې.
سکوفيلډ په توپ اچوونه کې ۶ لوبغاړي وسوځول او د انګلستان لپاره يې د دوو ټيسټ لوبو لړۍ وګټله.
۵ـ اسټراليا د انګلستان پر وړاندې( ۱۹۰۲ز) او سويلي افريقا د اسټراليا په وړاندې(۱۹۳۲ز) ۳۶ منډې

په ۱۹۰۲ز کال کې د اسټراليا او انګلستان ترمنځ د ټيسټ سيريز لومړنۍ درې ورځنۍ ټيسټ لوبه کې انګلستان د ۹ لوبغاړو په سوځيدو سره ۳۷۶ منډي ترسره کړلې، خوپه ځواب کي يې اسټراليا په ۳۶ منډو کي وسوځيدله.
انګلينډي اپ سپينر توپ اچوونکي چې تر ۱۰۰۰ ډيري فړسټ کلاس لوبي يې کړي وې د ۱۷ منډو په ورکولو سره ۷ لوبغاړي وسوځول او پاتې ۳ نور يې د جورج هيرټس له لوري وسوځول شول.
اسټراليايي اوپنر ترټولو ډيرې ۱۸ منډې وکړلې.
خو ۳۰ کلونه وروسته سويلي افريقا په ۱۹۳۲ز کال کې د اسټراليا په وړاندې په همدې ۳۶ منډو کې وسوځيدل.
تر دې لوبي مخکي ۴ نورې لوبي هم سويلي افريقا د اسټراليا په وړاندي بايللي وې چې دا د سيريز پنځمه لوبه وه.
اسټرالياوي ناشټوک ۴ ویکټي او بيرټ د ۶منډو په ورکولو سره ۵ ویکټي واخيستلې.
د سويلي افريقا ټول لوبغاړي په ۳۶ منډو کې وسوځيدل.
اسټرالیا يې په ځواب کې ۱۵۳ منډي وکړې چې بيا يې هم د سويلي افريقا لوبډله په ۴۵ منډو کې وسوځوله.