د ټیسټ لوبو قهرمانۍ پایلوبې ته ټاکل شوي جالیب اُصول

 

 

د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام پایلوبه

 

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي.

د راپورونو له مخي د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې تر دې دمه پورې ټولې ۵۷ سیالۍ شوې دي، چې پایلوبه به یې د راتلونکې جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په ساوتمټن ښار کې ترسره شي.

ددې جام په لومړي ځای کي هند، دویم ځای کې نیوزیلینډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ انډیز، اووم ځای کي سویلي افریقا، اتم ځای کې سریلانکا او نهم ځای کې بیا بنګله دېش شتون لري.

ددې جام پایلوبه؛ ځکه د هند او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره کیږي، چې دواړې پکې مخکښي دي.

 

دې پایلوبې ته نوي ټاکل شوي اُصول

 

د راپورونو له مخې د کرکټ نړېوالې شورا د ټېسټ لوبو قهرمانۍ جام پایلوبې ته دوه اُصول ایښي، چي د مینوالو په اند څه ناڅه جالیب ښکاري.

۱ـ اُصول: که د دواړو هیوادونو ترمنځ یاده پایلوبه مساوي شوه، نو د اتلولۍ جام به دواړو لوبډلو ته ورکول کیږي او د یادو اُصولو له مخي بیا دواړې لوبډلې ګټونکې اعلانیږي.

۲ـ اُصول: دا لوبه د جون میاشتې په ۱۸مه پيلیږي او تر پنځو وروسته د جون په ۲۲مه پای ته رسیږي؛ خو که چیري لوبه کې باران او یا هم د وخت کمښت رامنځته شو، لوبه به بلي ورځي ته هم شامله شي، تر څو لومړۍ مقام ګټونکې لوبډله په سم ډول معرفي شي.

 




وروستي مطالب

تیم‌سوتي: روهیت شرما په درې‌واړه فارمټونو کې فوق‌العاده لوبغاړی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د نیوزیلینډ د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي تیم سوتي تازه په یوې مرکه کې د هند کرکټ ملې لوبډلې او د هند ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي روهیت شرما په اړه څرګندونې کړي. تیم ... نور ولولئ