اپریل 20, 2021

د سریلانکا الراونډر په شپږ توپونو شپږ، شپږیزې ووهلې

د سریلانکا الراونډر لوبغاړي تېسارا پرېرا د هېواد په داخلي سیالیو کې د سریلانکا آرمي کرکټ کلب په ګټه په یو اوور کې په اف برېک بالر شپږ شپږیزې په پرله پسې ډول ووهلې او چټکه نیمه سلیزه یې ثبت کړه.

هغه دغه ریکارډ د بلوم فیلډ لوبډلې پر وړاندې جوړ کړ.

دغه بالر چې شپږ شپږیزې پرې ووهل شوې، دِلهن کوری نومېږي او د فرسټ کلاس سیالیو غوره او باتجربه توپ اچوونکی دی.

پرېرا په ۱۳ توپونو ۵۲ منډې وکړې او ریکارډ یې ثبت کړ.

هغه د سریلانکا لپاره دویم لوبغاړی شو، چې دا ریکارډ ثبتوي.

له دې وړاندې د سریلانکا بل لوبغاړي کاوشالیا ویرارټنی په ۲۰۰۵ کال کې د رنګانا لوبډلې په ګټه په ۱۲ توپونو سلیزه وهلې وه.

تېسارا پرېرا دا ریکارډ په یو ورځنیو لوبو کې جوړ کړ او کوری په نامه بالر په ۴ اورونو کې ۷۳ منډې ورکړې او کومه وېکټ یې هم وانخېستلی شوه.

د بلوم فیلډ لوبډلې ۶ وېکټې په ۷۳ منډو کې لوېدلې وې او د ۳۱۸ منډو هدف چیس کولو کې ناکامه شوه.

په شل اوریزو لوبو کې د شپږیزو وهونکي لوبغاړي

حضرت الله ځاځي په ۲۰۱۸ کې د افغانستان سوداګریزو لوبو کې په عبدالله مزاري شپږ، شپږیزې ووهلې.

یوراج سېنګ په ۲۰۰۷ کې په سټورټ براډ شپږ، شپږیزې سر په سر وهلې وې.

هارشل ګېبز په نېدرلېنډ په ۲۰۰۶ کې شپږ، شپږیزې سر په سر وهلې وې.

کېرن پولارډ د مارچ میاشت کې د سریلانکا په بالر اکېلا دننجایا شپږ، شپږیزې په پرله پسې دول ووهلې.

همدارنګه ګارفیلډ سوبرز، راوي شستري هم شپږ، شپږیزې په یو اوور کې وهلي دي.

یو بل لوبغاړي لیو کارټر هم شپږ شپږیزې وهلي دي.

حشمت الله شهیدي بیا په شرف الدین اشرف کابل کې د کمال خان بند جوړولو په مناسبت لومړۍ لوبه کې پنځه شپږیزې ووهلې.

وروستي مطالب