د سریلانکا هیټر توپوهونکي او غوره الراونډر نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

 

تېسار پرېرا چې د سریلانکا په لوبغاړو کې یوه نه هېرېدونکې څېره ده، د دوشنبې په ورځ د مې په درېیمه نېټه یې له نړیوال کرکټ سره خدای پاماني وکړه.

نوموړي روان کال کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ کې ګډون کړی و.

د تېسارا پرېرا لیک: « نوموړي خپل کرکټ بورډ ته په یوه لیک کې لیکلي، چې دا یې وخت دی، چې د ۳۲ کلونو په عمر خپله استعفا وړاندې کړم، ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړم او د خپل راتلونکي ژوند او کورنۍ په فکر کې شم».

پرېرا په ۲۰۰۹ کې ملي لوبډله کې شامل شو، د هېواد لپاره یې ۱۱ کاله کرکټ وکړ، په دې وخت کې یې ۱۶۶ یو ورځنۍ لوبې وکړې، چې ۲۳۳۸ منډې یې پکې جوړې کړې او ۱۷۵ وېکټې یې ترلاسه کړې.

په ۸۴ شل اوریزو لوبو کې هم لوبېدلی، چې ۱۲۰۴ منډې یې کړي او ۵۱ وېکټې یې ترلاسه کړي دي.

هغه په ۲۰۱۲ کې د سریلانکا لپاره ۶ ټېسټ لوبې هم کړي دي.

په ۲۰۱۱ نړیوال پنځوس اوریز جام کې او په ۲۰۱۴ نړیوال شل اوریز جام کې نوموړي د هندوستان خلاف بریالۍ لوبه کړې وه او په ۲۰۱۴ پایلوبه کې یې سختې توپوهنې هندوستان مات کړ او اتلولي سریلانکا ترلاسه کړه.

 

هغه وایي:

« زه په دې فخر کوم چې د سریلانکا لپاره په اووه نړیوالو جامونو کې ولوبېدم او په ۲۰۱۴ کې مې کارکرده ګي د دې سبب شوه، چې خپل هېواد ته اتلولي ورکړم، دا ټول زما د ژوند مهمې برخې دي».

 

په ۲۰۱۷ کې یې په شل اوریزو او پنځوسو اوریزو لوبو کې د سریلانکا لوبډلمشر شو، په ۲۰۱۹ کې یې د لوبډلمشر په توګه د یو ورځنیو لوبو لومړۍ سلیزه ثبت کړه.

د نیوزیلېنډ پر وړاندې یې په ۷۴ توپونو ۱۴۰ منډې وکړې، چې ۱۳ شپږیزې یې وهلې وې.

هغه په روان کال کې په یوه کورنۍ لوبه کې په یوه بالر په یو اوور کې شپږ شپږیزې ووهلې.

په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې یې هیټریکونه هم کړي دي.

د سریلانکا د کرکټ اجرایوي مشر یا سي‌اِي‌او اشلي دیسیلوا ویلي چې پرېرا د د سریلانکا په لوبډله کې یو له پیاوړو الراونډرانو و.

 

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د طالبانو لخوا د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

by عاقله اسد in افغانستان

اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ... نور ولولئ